متقي: ایران دې د اوبو موضوع نه سیاسي کوي

د عکس سرچینه، Taliban
د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي ایران ته د هلمند سیند اوبو کې د حق ورکولو په تړاو د دغه هېواد د چارواکو وروستیو نسبتآ توندو څرګندونو او ګوت څنډنو ته په غبرګون کې ویلي، چې تهران دې د "اوبو حیاتي موضوع نه سیاسي کوي."
ښاغلی متقي وايي "داسې مسایل باید د مطبوعاتي غوغا جوړلو پر ځای د مخامخ خبرو اترو او پوهاوي له لارې حل شي."
هغه نن دوشنبه (د مې ۲۲مه) کابل کې د طالبانو د پخواني مشر ملا اختر محمد منصور د اووم تلین نمانځغونډې ته خبرو کې وویل، اسلامي امارت (د طالبانو حکومت) ایران سره د حق ابې په تړاو د ۱۳۵۱ کال هوکړه لیک ته ژمن دی، او دا چې له ایراني چارواکو هم "جدا" غواړي چې خپل توقعات له همدغه هوکړه لیک سره عیار او برابر کړي.
هغه پر دې هم ټینګار وکړ چې د لیدلوري څرګندولو او قضاوت بنسټ باید د همدغه تړون مندرج احکام واوسي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
د یادونې ده چې په دې وروستیو کې د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي یوه ویډیو خپره شوه چې ده پکې طالبانو ته د ګواښ په بڼه سپارښتنه کړې وه چې د سیستان او بلوچستان د خلکو اوبه ورخوشې کړي.
هغه دا هم ویلي و چې د طالبانو حکومت دې یې خبرې جدي وګڼي.
تر ښاغلي رییسي وروسته نورو ایراني چارواکو هم دا مهمه موضوع راپورته کړه او ظاهرا کابل ته یوه تللي ایراني پلاوي هم شنبه او یکشنبه پرې له طالبانو سره خبرې کړې.
د ایران ولسمشر دا ګواښ له امیر خان متقي سره د ایراني سیال له خبرو وروسته کړی و.
د ایران بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان تېره چارشنبه له ښاغلي متقي سره تیلفوني خبرې کړې وې.
د طالبانو حکومت وايي د کلونو کلونو وچکالۍ اوبه کمې او سیندونه وچ کړي او دا چې په افغانستان کې هم خلک د اوبو له سخت کمښته کړېږي.

د عکس سرچینه، ایران بهرنیو چارو وزارت
د طالبانو بهرنیو چارو وزیر دلته یو ځل بیا هم د همدې ستونزې یادونه وکړه.
هغه وویل د دوی حکومت "تېرو دوو کلونو کې د هغو ستونزو په حل کې چې د حل او کنټرول وړ وي، ګامونه اخیستي، خو له کنټروله د بهر مجبوریتونو او د موجودو بشري وړتیاو له توان پورته یعنی د اقلیم د بدلون له اړخه دي، باید درک شي."
هغه د ایران د سیستان او بلوچستان اوسېدونکي هم مخاطب کړل چې ګوندې دوی پرې تر پولې دېخوا د افغانستان د نیمروز، فراه او هلمند د خلکو په اندازه خواشیني دي او د دوی درد خپل درد ګني.
ښاغلي متقي وویل له سیستان او بلوچستان هره ورځ سلګونه کسان نیمروز ته وراوړي او پخپله هم ګوري چې هلته اوبه نشته.
هغه ویلي "په کمال خان بند کې هېڅ اوبه نشته" او د کجکي بند د کاسې ظرفیت هم د رسوباتو له کبله تر نیمايي ټیټ شوی دی.
نوموړي وویل له کجکي تر سیستان بلوچستانه شاوخوا ۶۰۰ کیلومتره واټن دی او اوبه په شګلنه لار کې وچې او تبخیرېږي.











