د ایران د پارلمان مشر: طالبان دې د ایران غوښتنو ته مثبت او رغنده ځواب ووايي

د عکس سرچینه، SocialMedia
د ایران د پارلمان مشر محمد قالیباف هم د نورو ایراني چارواکو په څېر فکر کوي چې د افغانستان خوا ته د هلمند سیند د اوبو کافي زېرمه شته او په افغانستان کې يې د طالبانو له حکومته غوښتي چې د ایران د حکومت غوښتنو ته مثبت او د ده په ټکو رغند ځواب ورکړي.
ښاغلي قالیباب د ایران د پارلمان د پرونۍ عمومي غونډې په پرانیستې وينا کې د هلمند سیند په اوبو کې د ایران د حق پر سر د شته تړون بشپړ عملي کېدل حتمي او د دواړو ملتونو په ګټه وباله.
هغه د ایران او افغانستان په اړیکو کې د یوې جدي ستونزې د مخنيوي لپاره د ایران غوښتنو ته د طالبانو د رغند ځواب ورکولو غوښتنه هم وکړه.
خو له دې وړاندې په دې تړاو د ایران د پارلمان د غړو او له هغه وړاندې د ایران د ولسمشر ابراهیم رییسي څرګندونې له خبرداریو ډکې وې. په افغانستان کې د طالبانو حکومت ورته په خپل رسمي غبرګون کې ټینګار کړی و چې په دې تړاو د ۱۳۵۱کال تړون ته ژمن دي خو د وروستیو کلونو د سختې وچکالۍ له امله د اوبو سطحه ټيټه شوې او کافي اوبه نشته.
د طالبانو د حکومت په اعلامیه کې د ایراني چارواکو بیا بیا غوښتنې او د دوی په ټکو نامناسبې څرګندونې يې په زیان بللې وې.
د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي او سفیر حسين کاظمي قمي هم ویلي چې ایران د هلمند سیند له اوبو د خپل حق غوښتو کې د طالبانو پر حکومت خپلې غاړې خلاصې کړې. هغه زیاته کړې وه که ایران ته د هلمند سیند له اوبو د دوی حق ورنکړل شي نو دوی پوهېږي چې څه وکړي.
د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر احمد واحدي بیا ویلي وو چې له طالبانو سره دې تفاهم وشي او ایرانی پلاوی دې پرېښودل شي چې وګوري آیا ریښتیا هم اوبه د وچکالۍ له امله کمې شوې کنه.
تر اوسه د ورته تفاهم او یا هم کوم پلاوي د سفر په اړه د دواړو حکومتونو لخوا رسمي څه نه دي ویل شوي، خو پرون د ایران د دفاع وزارت یوه پلاوي کابل ته په یوه سفر کې د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت له چارواکو سره کتلي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د طالبانو حکومت د دفاع وزارت په وینا، د طالبانو د وسله وال پوځ د لوی درستيز مرستیال حاجي مالي خان "صديق" په مشرۍ یوه پلاوي د ايران له لوري په نړیوالو چارو کې د وسلوال پوځ لوی درستیز مرستيال بهرام حسيني «مطلق» په مشرۍ یوه پلاوي سره د پولې په اوږدو کې د همکارۍ د پیاوړتیا په اړه غږېدلي.
د طالبانو د دفاع وزارت په وینا، د دواړو لورو د پلاوو له خبرو او د سرحدي موضوعاتو په تړاو له بحثونو وروسته، دوی د نړیوالو او سرحدي ژمنو پر بنسټ خپل نظریات، وړاندیزونه او طرحې سره شریکې کړې.
کابل ته د ایران پوځي پلاوی داسې مهال سفر کوي چې د دواړو هېوادونو تر منځ په ګډه پوله هم وخت ناوخت ستونزې پېښېږي او حتی شخړې او وسله واله نښتې هم شوې.
څو ورځې وړاندې وروسته له هغې د ایراني او طالب سرتېرو تر منځ شخړه وشوه چې طالبانو د ایران لخوا د یونه سړک د جوړولو مخه ونیوله.
طالب چارواکو ویلي، سړک په صفري نقطه کې جوړېده.
تېره اونۍ په رسنیو کې د افغانستان او ایران تر منځ د هلمند سیند پر اوبو ناندرۍ وروسته له هغې یو وار بیا ګرمې شوې چې د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي د افغانستان اوسنیو واکمنانو ته د ګواښ په بڼه سپارښتنه کې وویل چې د هلمند سیند له اوبو د ایران د حق د ورکړې په اړه د هغه خبرې جدي وګڼي کنه نو وروسته دې ګیله نه کوي.
د هغه دغو څرګندونو ته په ټولنیزو رسنیو کې پراخ غبرګونونه وښودل شول.











