ایران: د اوبو په اړه د طالبانو دریځ راته د منلو نه دی؛ طالبان: وچکالي ده، پاروونکې خبرې دې څوک نه کوي

د عکس سرچینه، Getty Images
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د اوبو په اړه د طالبانو حکومت دریځ تر هغه ورته "د منلو نه او غیر حقوقي دي" چې تر څو د دوی کارپوهانو پخپله دا "ریښتیا" مالوم کړي نه وي.
د افغانستان او ایران تر منځ د اوبو پر سر د راپورته شویو ناندریو په ترڅ کې ایران دا تازه څرګندونې د طالبانو حکومت تر اعلامیې او له بي بي سي سره د د اوبو او انرژۍ وزیر تر پرونۍ مرکې وروسته کوي.
د طالبانو حکومت ویلي چې د وچکالۍ له کبله د کمال خان بند اوبه کمې دي او ایران ته د ورپرېښودو نه دي. همدا راز یې په خبرپاڼه کې وضاحت ورکړی چې د کجکي بند اوبه هم دومره کمې دي، که پرې یې هم ږدي نو تر ایران به ونه رسېږي.
خو د ایران بهرنیو چارو وزارت د طالبانو حکومت پر دغه دریځ شک څرګند کړی او تور یې پورې کړی چې ګواکې په اعلامیه کې ورکړل شوي مالومات "نیمګړي او ناسم" دي او دوی یې ردوي.
خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت له ایرانه غوښتي چې د دا ډول "نامناسبو" څرګندونو له تکرار دې ډډه وکړي او په وینا یې، دا "د دوو مسلمانو وروڼو هېوادونو تر منځ فضا خرابولی شي"
"وچکالۍ ټوله سیمه ځپلې، پاروونکې خبرې دې څوک نه کوي"

د عکس سرچینه، مولوي عبدالطیف منصور
د افغانستان او ایران تر منځ د اوبو پر سر د راپورته شویو ناندریو سره هم مهاله په افغانستان کې د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت له ایراني لوري غوښتنه کړې چې له پاروونکو ویناوو ډډه وکړي.
د طالبانو د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر عبداللطیف منصور له بي بي سي پښتو سره خبرو کې د ایران د ولسمشر وروستي ګواښ ته په اشارې وویل "اوس مهال وچکالي ټوله سیمه ځپلي زمونږ خوا هم د اوبو ستونزه ده خپله د نیمروز خلک اوبه غواړي خو اوبه نشته ځکه نو دا مسله باید دومره ستره نشي."
ښاغلي منصور زیاته کړه د اوبو او هرې بلې موضوع په سر خبرې باید د تفاهم او دیپلوماتیکو لارو حل شي او د ده په ټکو له "پارونکي خبرې باید د هېچا له لوري ونشي."
د طالبانو د حکومت دغه چارواکی ټينګار کوي چې حکومت یې له ایران سره د ظاهر شاه د وخت هوکړې ته ژمن دی او نه غواړي ګاوندي هېواد ته یې زیان ورسیږي خو په وینا یې مقابل لوری دې هم شرایط او وچکالي په پام کې ونیسي.

د بي بي سي دې پوښتنې ته په ځواب چې د ایراني ولسمشر ګواښ ته په کوم نظر ګوري، ښاغلي منصور وویل: "دا خبرې د دواړو هېوادونو او ملتونو په خیر نه دي."
هغه زیاته کړه "که خبره د محاسبې وي، دا څلوېښت کاله چې افغانستان کې بندونه نه وو او په میلیاردو متره اوبه یې زیاتې وړي دي، بیا خو به هغه هم حساب غواړي."
په افغانستان کې په کور دننه د اوبو کموالي هم ځايي خلکو ته ډېرې ستونزې پیدا کړې دي. د ایران ولسمشر ویلي و، که د دوی تخنیکي کسانو ته مالومه شي چې "اوبه کمې دي"، بیا یې غوښتنه نه کوي.
د طالبانو د اوبو وزیر وايي، دوی چمتو دي چې د ایران تخنیکي کسان افغانستان ته ورشي او د اوبو کچه له نژدې وګوري.

د عکس سرچینه، Tasnimnews
د طالبانو دا ډانګ پیلی ځواب د هلمند له سیند څخه د ایران د اوبو حق په اړه د ایراني چارواکو له پرلپسې څرګندونو وروسته څرګندیږي.
د ایران د یوه خبري اژانس 'تسنیم' په حواله، د دغه هېواد ولسمشر ابراهیم رییسي یو ځل بیا نن 'پنجشنبه' د افغانستان اوسنیو واکمنانو ته د ګواښ په بڼه سپارښتنه کړې چې د سیستان او بلوچستان د خلکو اوبه ورکړئ.
د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي ویلي "که زمونږ کارپوهان په طبیعي بڼه د اوبو کموالی تایید کړي، څه نه وایو کنه زمونږ خلکو د حق ضایع کیدو اجازه به چاته ورنکړو."
د هلمند سیند اوبو کې د ایران حقابې یا حق ته په اشارې ښاغلي رییسي د افغانستان واکمنانو ته په خطاب کې ویلي "زما خبرې جدي ونیسئ چې بیا وروسته ګیله ونکړئ."











