د اوبو نړیواله ورځ؛ افغانستان د څښاک پاکو اوبو له کمساري کمښت سره مخ دی

UNICEF

د عکس سرچینه، UNICEF

    • Author, سید انور
    • دنده, بي بي سي

د روغتیا نړیوال بنسټ او د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) ګډ راپور ښیې چې په نړۍ کې له هرو دریو کسانو څخه یو یې د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.

ملګرو ملتونو د اوبو نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، په نړۍ کې هر کال ۱،۴ میلیونه انسانان د ناپاکو اوبو څښلو له امله د رامنځته کېدونکو ناروغیو پایله کې مري او د ۷۴ میلیونه نورو انسانانو عمر د کمزوري حفظ الصحې له کبله لنډیږي.

سږ کال د اوبو نړیواله ورځ د ملګرو ملتونو له یوه مهم کانفرانس سره هممهاله ده چې د نړۍ په کچه د اوبو د مدیریت په اړه جوړیږي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش ویلي چې د اوبو د مدیریت په برخه کې د اهدافو د ترلاسه کولو په برخه کې پرمختګ پر سم لوري نه دی روان او دا وضعیت د دغه سازمان د پایداره پراختیا پروګرام له ګواښ سره مخامخ کوي.

د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې یو چارواکي اوشا راو مناري وايي، لا هم په نړۍ کې اته سوه میلیونه وګړي د څښاک پاکې اوبه نه لري او په حقیقت کې دوه نیم میلیارده خلک د حفظ الصحه خدماتو ته لاسرسی نه لري.

په همدې حال کې نړیوال سازمانونه اټکل کوي چې تر ۲۰۵۰ کال پورې به د نړۍ په کچه د اوبو غوښتنه ۵۵ سلنه زیاته شي او په ځینو هېوادونو کې د ځمکې لاندې اوبو د کمښت له امله د اوبو د تقاضا زیاتوالی هغه څه دي چې حکومتونه او نړیوال مرستندویه بنسټونه یې اندېښمن کړي دي.

د افغانستان وضعیت

اوبه
د عکس تشریح، د کابل اوبو د ککړتیا د کچې ازمایلو بهیر چې بي بي سي پرې څيړنیز راپور چمتو کاوه

افغانستان هم د هغو هېوادونو په ډله کې دی چې د ځمکې لاندې اوبو د کمښت سره مخامخ دی. د کابل یو اوسېدونکی چې مخکې یې له بي بي سي سره د اوبو د کمښت او په کور دننه د دویمې او درېیمې څاه ګانو د کیندلو په اړه خبرې کړې وې، وایي "مونږ څو څاګانې ویستلې، کله خو په ځينو کې اوبه ډېرې ژوورې وځي او ځینې وخت بیا هماغه ژوره څاه هم وچه شي له دې کبله بیا اړ شوې یو چې څاه لا ژووره کړو."

اوس مهال په کابل او د افغانستان په نورو لویو ښارونو کې د څښاک پاکو اوبو ته لاس رسی ډېر محدود او اړتیا او تقاضا یې له حده زیاته ده.

د افغانستان د اوبو رسولو مشر انجنیر نعمت الله احمدي وايي، د اوبو د کمښت له امله په کابل او نورو لویو ښارونو کې د څښاک د پاکو اوبو د وېش لړۍ خورا محدوده ده، "مونږ په هغې اندازه اوبه نشو رسولی څومره یې چې اړتیا ده، کابل ښار کې مونږ ۷۰ زره کورنیو ته د څښلو پاکې اوبه رسوو داسې حال کې چې ۳۰۰ زرو نه اضافه کورنۍ د نل اوبو ته اړتیا لري خو مونږ نشو کولای ځکه د اوبو له کمښت سره مخ یو او سرچینې وچې شوي."

کابل

د عکس سرچینه، KblMunicipality

د عکس تشریح، د کابل یوه منظره

هغه وایې په ټول افغانستان کې ۲۴۸ زره کورنیو ته پاکې روغتیایي اوبه رسوو او په وینا یې "دا اندازه هم له اړتیا خورا کمه ده."

نړیوالو سازمانونو د اقلیمي بدلون او تر ځمکې لاندې اوبو څخه ډیره ګټه اخیستنه د څښاک پاکو اوبو ته د خلکو د لاسرسي د کمولو یو له اصلي لاملونو څخه بللی دی چی د افغانستان د اوبو رسولو د ادارې مشر بیا له بدیلو چارو خبر ورکوي.

"د اوبو د کمښت لوی دلیل وچکالۍ او اقلیمي بدلونونه دي، مونږ د دې ستونزې حل لپاره بېلابېل پلانونه لرو یو پلان دا دی چې د ځمکې لاندې اوبو پر ځای له سطحي اوبو ګټه واخیستل شي چې موخه مو سیندونه دي، مونږ د پنجشېر په سیند له ورته پلان سره کار کوو او که بشپړ شي د کابل ټولو اوسیدونکو د څښلو پاکو اوبو ستونزه به هواره شوې وي."

تر دې وړاندې د جمهوريت پر مهال دولتي چارواکو ويلي وو چې په کابل کې د ځمکې لاندې اوبو څخه ګټه اخیستنه یوه حساس پړاو ته رسېدلې او که د کارولو بهیر همداسې دوام وکړي، پر چاپېریال به منفي اغېز وکړي.

د افغانستان د انرژۍ او اوبو وزارت د څېړنو له مخې چی څو کاله وړاندې ترسره شوی وو، په کابل ښار کی د ځمکې لاندې اوبو کچه تر ۲۰ مترو پورې ښکته شوې ده. د انرژۍ او اوبو وزارت د پخوانیو چارواکو په وینا، په کابل کې د اوبو د مصرف انډول منفي دی، ځکه هر کال د اورښتونو له امله په کابل کې ۲۹ میلیونه متر مکعب اوبه زیرمه کېږي، خو د اوبو مصرف له32 میلیون متر مکعبه زیاتېږي.

اوبه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د اوبو کمېدلو سره ځینې سیمو کې خلک له نورو ځایونو ځان ته اوبه پیدا کوي.

دغو ستونزو او د نړۍ په یو شمېر نورو هېوادونو کې د اوبو د کمښت تجربې ته په پام سره، تمه ده چې د ملګرو ملتونو د اوبو په کنفرانس کې چې نن پیلېږي، د اوبو د مدیریت په اړه مهمې پرېکړې وشي، ځکه د روغتیا د نړیوال سازمان او د د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) ګډ راپور ښیې چې په نړۍ کې له هرو دریو کسانو څخه یو یې دڅښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري او د دې وضعیت دوام کولای شي د ځمکی د اوسېدونکو لپاره جدي ستونزې رامنځته کړي.