افغانستان کې د باراني اوبو ذخیره کول څومره ګټه لري؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, عبیدالله رحیمي مشواڼی
- دنده, کابل
د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې د باران د اوبو هر څاڅکی ارزښت لري، خو د افغانستان په ښارونو او بانډو کې بیا دا بارانونه ویجاړوونکی اغېز لري او اوبه یې هم ضایع کېږي.
د اوبو بحران ته په کتو په کابل کې د ځمکې لاندې اوبه باید وسپمول شي او پرځای د باران اوبو ترڅنګ نورې اوبه وکارول شي.
څېړنې ښیي چې په افغانستان کې د اقلیمي بدلون له کبله په پسرلي کې د سختو بارانونو کچه ډېره لوړه شوې.
له همدې کبله په ډېرو سیمو کې ویجاړوونکو سېلابونو د خلکو ژوند ګواښلی، په داسې حال کې چې د کال د پاتې برخې بارانونو کې ریکارډ کموالی راغلی.
افغانستان کې د ژمي د واورو د پوښښ سطحه هم ډېره کمه شوې چې په واخان، پامیر او هندوکش غرونو کې په تېرو ۵۰ کلنو کې د تودوخې د ډیروالي له امله ۳۰ سلنه طبعي یخچالونه اوبه شوي دي.
د باراني اوبو د ټولولو اغیز

د عکس سرچینه، Getty Images
متل دی وایي اپریل بارانونه او مۍ ګلان راوړي، خو ضروري دا ده چې د کورونو خاوندان د باران اوبو د رانېولو او خوندي کولو لپاره چمتو شي او په دې باید پوه وي چې دوی د کال څومره عاید لاسته راوړلی شي.
په دې توګه دوی له ذخیره اوبو د کور د ننه او یا د خپل انګړ لپاره کار اخیستلی شي.
د دې پروسې تر شا مفهوم بېخي ساده دی، یعنې له هغو سطحو د اوبو راټولول په کوم ځای کې چې باران ورېږي او وروسته یې بیا د کارولو لپاره په ټانکیو یا ډګیو کې زېرمه کول.
که تاسو د يوه ښه کور خاوند یاست او کور کې مو باغ وي نو شئ د باران ټولې اوبه ټولولی او بیا د اړتیا پر وخت باغ پرې خړوبولی شئ.
کارپوهان وایي، د باران اوبه د کرکیلې لپاره ډېرې ګټورې وي، ځکه له هر ډول خطرناکو کیمیاوي موادو پاکې او خوندي وي.
د باران د اوبو کښت د اوبو مصرف ټیټولو لپاره یوه ترټولو چټکه او اسانه لار ده.
د دې سیسټم په لګولو سره نه یواځې دا چې کور کې وړیا اوبه پیدا کیږي بلکې د سیلابونو د کنټرول لپاره اغېزناکه تیکنالوجي هم ده.
کابل کې د باراني اوبو ذخیره کولو امکانات

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان پلازمینې کابل لپاره زما څېړنې ښیي چې د باران د اوبو ټولولو سیسټم (Rainwater harvesting system) ډېر ګټور ثابتېدی شي.
دې څیړنو کې د یوې قضیې په توګه، د باران د اوبو د راټولولو سیسټم اغیزمنتوب د ابتداتیه ښوونځي، ځینو کورونو او سوداګریز ودانیو لپاره واضح شوی دی.
د بامونو ساحه په نظر کې نیولو سره دا سیسټم له ۵۰ تر ۹۰ سلنه د اوبو مصرف راټیټوي.
د کرنې وزارت د ۱۰ کالو د ورځني باران معلومات ښیي چې کلنی باران له ۳۳۰ میلي مترو ډېر دی.
اوس نو پوښتنه دا ده چې ولې پرې تر ننه کار نه دی شوی.
که په یاد سیستم کار وشي نو د کابل پر سړکونو به د باران ولاړې اوبه د کور دننه ډګۍ کې پاتې شي.
د باراني اوبه ذخیره کول تر ځمكې لاندې اوبو کچه زیاتوي
د معلوماتو له مخې په وروستو کې د افغانستان ځينو ولایتونو کې د کرکیلې لپاره تر ځمکې لاندې اوبو ګټه اخیستل کیږي، چې دې سره د څاه ګانو شمېر د هر کال په تېرېدو ډیریږي.
د افغانستان د څېړنې او ارزونې بنسټ څېړنې دا کار د راتلونکي لپاره زیانمن بولي.
که د ژمي په موسم کې اوبه بېرته ځمکې ته نه تغذیه کېږي نو طبعا ورسره د ځمکې لاندی اوبو سطحه تیټېږي او شونې ده چې دا وضعیت تر ټولو خطرناک بحران رامنځته کړي.
د افغنستان ډېره برخه نسبتا وچه هوا لري او د کلني باران د تبعیض کچه کمه ده، خو ډیری وختونه دا کم ورښت هم په ساحه کې د سیلابونو لامل ګرځي، چې کنترول او مدیریت یې اړین دی.
د باراني اوبو د زېرمه کولو ګټې

د عکس سرچینه، Getty Images
ځینې څیړنې ښیي چې په کومو سیمو کې ورښت کم وي، باراني اوبو ذخیره کول تر ځمكې لاندې اوبو ډېرولو لپاره کارېدلی شي.
دا چاره به د سیلاب کنترولولو او د سطحي توږنې کنترول کې یوه اندازه مرسته وکړي او له دې سره سره به د ځمکې لاندې اوبو سطحه لوړه شي.
د ځمکې لاندی اوبو رغونې لپاره ډېرې لارې شته، خو ممکن لاندې دوه میتودونه یې ارزانه او اسانه وي.
لومړی دا چې که کومې څاوې د دریناژ د اوبو لارو په اوږدو کې موقعیت لري نو د باران اوبه باید څاوو ته ورکړل شي.
په دې حالت کې به تاریخي څاوې د بیا رغونې د څا په توګه کار کوي ترڅو تر ځمکې لاندې اوبه ښې شي.
دویمه لار یې د څاوو بیا ډکول یا ریچارجول دي.
د ریچارج څاوې په مستقیم ډول د ځمکې لاندې اوبو د بیا رغونې لپاره کارول کیږي.
ریچارج څاوې یوازې په هغو سیمو کې مناسبې دي چې د خاورې د سطحې او د څښاک د اوبو په منځ کې ډک پرت (thick impervious layer ) ولري.
په نړۍ کې باران د اوبو کښت مثالونه

د عکس سرچینه، Getty Images
۱-جاپان کې (رین واټر هارویسټینګ سیسټم) کابو هر کور کې شته. هلته باران ډیر وي نو جاپانیان یې یوازې د سیلابونو د خطر د کمولو په خاطر نصبوي.
۲-وروستيو کلونو کې امریکا کې هم د وچکالۍ له کبله د اوبو رسولو کې کمښت راغلی، نو د بامونو د باران اوبو د ټولولو لپاره دولت نوي قوانین جوړ کړي.
۳-د اندونیزیا په لویو ښاري سیمو کې تر ځمکی لاندې اوبه په کمېدو دي، نو ځکه هلته حکومت يوه مقرره معرفي کړې چې باید ټولې ودانۍ د نفوذ څاه ګانې(Infiltration wills) ولري، چې له دې لارې به د ځمكې لاندې اوبو بيا رغونه وشي.
۴-د باران د اوبو ذخیره کولو یا کښت سیستم اهمیت ته په کتلو اوس مهال د برازیل په نیمه وچو سیمو کې دا سیستم د تعلیمي پروګرامونو یوه برخه ده.
د لیکوال په اړه:
عبیدالله رحیمي مشواڼی د جاپان له میازکي پوهنتون هیدرولوژۍ برخه کې ماسټري لري.د باران د اوبو ذخیره کولو یا کښت او افغانستان کې د هغې د وړتیاو په اړه یې څېړنې کړې دي.دا مهال د پلازمېنې زون د پراختیا اداره کې د باران د اوبو کښت پلانر په توګه کار کوي.








