د ایران ولسمشر د هلمند سیند کې د اوبو حق په اړه 'د افغانستان واکمنو' ته ګواښ کړی

د عکس سرچینه، Getty Images
د ایران د یوه خبري اژانس 'تسنیم' په حواله، د دغه هېواد ولسمشر ابراهیم رییسي د افغانستان اوسنیو واکمنانو ته د ګواښ په بڼه سپارښتنه کړې چې د سیستان او بلوچستان د خلکو اوبه ورکړئ.
نوموړی چې له پاکستان سره د برېښنا د لېږد یوې ګډې پروژې او صنعتي پارک پرانېستې مراسمو لپاره له تهرانه وتلی، په سیستان ولایت کې یوې غونډې ته په وینا کې دا ګواښ تکرار کړی دی.
دلته د یوه صنعتي پارک پرانېستي مراسمو ته په خبرو کې ایراني ولسمشر ابراهیم رییسي وویل "که زمونږ کارپوهان په طبیعي بڼه د اوبو کموالی تایید کړي، څه نه وایو کنه زمونږ خلکو د حق ضایع کیدو اجازه به چاته ورنکړو."
د هلمند سیند اوبو کې د ایران حقابې یا حق ته په اشارې ښاغلي رییسي د افغانستان واکمنانو ته په خطاب کې ویلي "زما خبرې جدي ونیسئ چې بیا وروسته ګیله ونکړئ."
یوه بل خبري اژانس فارس هم د هغه څرګندونې خپرې کړي چې په یوه برخه کې یې د ایران ولسمشر وایي "د سیستان خلک چې د هلمند سیند اوبو کې کوم حق لري باید ورکړل شي، زما دا خبره عادي نده باید ډېره جدي ونیول شي، زه د افغانستان حاکمانو ته وایم چې زمونږ حق په واضح ډول راکړئ."

د عکس سرچینه، IRNA
نوموړي زیاته کړي "زه د هېواد په ټولو پولو کې د خلکو حق غواړم یوازې دلته نه په ټولو ځایونو کې زه یو ځل بیا وایم چې زما خبرې دې جدي ونیسي."
نوموړي دا ونه ویل چې په افغانستان کې واکمن د طالبانو حکومت نه غبرګون په صورت کې به په څه ډول اقدام لاس پورې کړي.
هغه دا ګواښ افغانستان کې د طالبانو بهرنیو چارو له وزیر سره د ایراني سیال له خبرو وروسته کوي.
د ایران بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي پرون 'چهارشنبه' تیلفوني خبرې کړې وې.
په دې خبرو کې هم ایراني لوري ټينګار کړی و ،چې "هېواد د افغانستان له لوري د اوبو ورخوشي کولو او له هلمند سینده د اوبو حق غوښتونکی دی."

د عکس سرچینه، ایران بهرنیو چارو وزارت
د ایران بهرنیو چارو وزارت له دې تیلفوني خبرې وروسته په خبرپاڼه کې لیکلي ''د ایران حقابې (د سیند په اوبو کې حق) نه ورکولو له کبله چې د ایران په سیستان او بلوچستان سیمو کې د وچکالۍ کومې ستونزې رامنځته شوې، د اسلامي جمهوریت بهرنیو چارو وزیر دې ستونزو ته په اشارې سره هیله څرګنده کړه، چې افغان لوری به هم د اوبو راخوشي کولو او سیستان ته رسېدو کې لازم اقدامات وکړي.''
افغان لوری که څه هم د ایران د حقابې حق مني خو ډېر وخت یې ټینګار په دې و چې ایران له خپله حقه ډېرې اوبه غواړي.
له دې سره معلومه نده چې په پرونی خبرو کې د امیر خان متقي او ایراني سیال تر منځ په څه هوکړه شوې او ولې یوه ورځ وروسته ورپسې د ایران ولسمشر ګواښمنه لهجه خپله کړي؟
د پاکستان او ایران مشرانو لخوا د برېښنا لېږد پروژې پرانېسته

د عکس سرچینه، Tasnimnews
د ایران او پاکستان تر منځ پر پوله لومړی ګډ بازار د 'پیشین-مند' په سیمه کې د ایران د ولسمشر ابراهیم رییسي او پاکستاني لومړي وزیر شهباز شریف لخوا پرانېستل شو.
د رپوټونو له مخې د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف د دغې ګډ بازار او له ایران څخه خپل هېواد ته د برېښنا لېږد یوې پروژې پرانېستې په موخه نن ٰپنجشبنه' د ایران سره پر پولې صفرې نقطې ته سفر کړی دی.
دا سیمه د پاکستان بلوچستان ایالت سره نږدې ده.
د ایران د ایرنا خبري اژانس له قوله "د برېښنا د لېږد دا پروژه د پاکستان بلوچستان کې د برېښنا پوره کولو لپاره هم یو ګټور ګام دی چې ورسره به پاکستان ته د صادریدونکي برېښنا کچه ۲۰۳ میګاواټو ته لوړه شي."
پاکستان چې دا مهال د انرژۍ له سخت کمښت سره مخ دی داسې مهال ایران ته مخ اړوي چې خپله ایران کې هم د برېښنا اړتیا په ډېریدو ده.
ایرانیان هم په دې وروستیو کې د برېښنا له کمښت په ځانګړي ډول اوړي کې خلک د برېښنا له پرچاوی سره مخ دي.











