د ایران ولسمشر وايي، هېواد به یې د هلمند سیند په اوبو کې له خپله حقه تېر نه شي

د عکس سرچینه، IRNA
- Author, صابر عزیز
- دنده, بي بي سي
د ایران د انرژۍ وزیرعلي اکبر محرابیان وايي، دی به ډېر ژر افغانستان ته رسمي سفر وکړي، چې د هلمند له سیند څخه د خپل هېواد د اوبو حق یا حقابه پر موضوع د طالبانو سره خبرې وکړي.
د ایراني رسنیو د راپور له مخې دغه ایراني چارواکي ویلي، دا چې د طالبان په دې اوبو کې د ایران حق مني، یو مثبت ګام دی، خو د ایران لپاره بسنه نه کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د ایران ولسمشر ویلي، هېواد به یې د هلمند د اوبو له حقه تېر نه شي.
د ایران او افغانستان ترمنځ د هلمند سیند د اوبو وېش ځکه له ستونزو سره مخ شوی چې دغه دوه ګاونډي هېوادونه له سختې وچکالۍ سره مخامخ دي.
په وروستیو کلونو کې ایراني چارواکو په تکراري ډول او په زغرده ویلي چې د هلمند له سیند څخه خپل ټاکلی حق نه ترلاسه کوي، هغه څه چې په کابل کې یې چارواکي نه مني.
دا ځل د ایران د انرژۍ وزیر علي اکبر محرابیان ویلي، ډېر ژر به د افغانستان پلازمېنې کابل ته له طالب چارواکو سره د خبرو لپاره سفر وکړي.
په ایراني رسنیو کې د ایران د انرژۍ وزیر علي اکبر محرابیان له خولې ویل شوي، چې د خپلو خلکو د حقونو د ترلاسه کولو لپاره به له طالبانو سره جدي خبرې وکړي.
د ایران د منای خبري اژانس د راپور له مخې، ښاغلي محرابیان ویلي چې د هلمند یا هیرمند پر اوبو د ایران حقابه د دواړو خواوو ترمنځ د ۱۹۷۳ کال د هوکړې پر بنسټ ده.
خو افغان لوري تل ویلي چې که په سیند کې کافي اوبه وي ایران کولای شي خپل ټاکلی حق ترلاسه کړي او دا حق د وچکالۍ په کلونو کې کمېدای شي.
ولسمشر رئيسي څه ویلي؟

د عکس سرچینه، Ilna
په ورته وخت کې د ایران د ایسنا خبري اژانس رپوټ وايي، د ایران ولسمشر ابراهیم رئيسي پرون د کابینې په غونډه کې ویلي، چې هېواد به یې دا مسئله په جدي توګه تعقیب کړي.
د ایراني رسنیو په وینا ښاغلي رئیسي د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیرانو او پوځ ته امر کړی چې دغه موضوع تعقیب کړي. د ایران د ولسمشر له خولې ویل شوي چې د ایران حکومت به په هیڅ صورت د خپل ولس د حقونو په ترلاسه کولو کې شاته نه شې .
تر دې وړاندي د طالبانو د حکومت د اوبو او برېښنا وزارت سلاکار ډاکټر فاروق اعظم بي بی سي ته ویلي وو چې تېره میاشت د افغانستان او ایران تر منځ د هلمند د اوبو په اړه نوبتي غونډه کې د ایراني لوري له فشارونو سره - سره دوي حاضر نه شول، چي د شوې هوکړي خلاف د ایراني چارواکو غوښتني ومني .










