د اوبو پر سر شخړه؛ 'ایران تر اندازې ډېرې اوبه ترلاسه کړې، ناخوښ ولې دی؟'

هلمند

د عکس سرچینه، Getty Images

د ایران د پارلمان د یوه غړي وروستیو څرګندونو، چې ویلي یې دي که طالبان د هلمند (هیرمند) د اوبو منل شوی حق ور نه کړي، د سیستان او بلوچستان له ښارونو ټول افغان کډوال به وشړل شي یو ځل بیا بحثونه راپورته کړي.

د افغانستان او ایران ترمنځ د ۱۳۵۱ کال د هلمند اوبو د تړون له مخې هر کال له هلمند سېند نه ۸۲۰ میلیون متر مکعب اوبه په ایران پورې اړه لري.

ایران د اوبو له هغه کچې نه خوښ نه دی، چې د هلمند له سېند نه دغه هېواد ته بهېږي، خو د افغانستان مخکېنیو حکومتونو او اوسني واکمنان وایي په دغه هېواد کې پرله پسې جګړو او د سرحدي اوبو برخه کې د منظم مدیریت نشتوالي له امله ایران تل د ۱۳۵۱ کال تړون کې د اوبو له ټاکلې اندازې نه ډېرې اوبه ترلاسه کړې دي.

واک ته د طالبانو له رسېدو سره د هلمند له سېنده د ایران د اوبو د ونډې مسله لا هم د کابل او تهران ترمنځ د بحث تر ټولو مهم موضوع بلل کېږي. د طالبانو حکومت وايي چې د دې ستونزې د حل په موخه ایران په سرحدي سیمو کې د اوبو کچې د مالومولو لپاره د دستګاوو د نصب هوکړه کړې ده.

په لندن کې د بي بي سي خبریال سید انور په دې ځانګړي راپور کې د هلمند له سېنده د ایران د اوبو د ایستلو پر سر د شخړې عوامل او لاملونه څېړلي دي.

په دغه تړون کې چې د دواړو هېوادونو د وخت د لومړيو وزیرانو موسی شفیق او امیر عباس هویدا له خوا لاسلیک شوی، ټاکل شوې چې هر کال به له هلمند سېند نه ۸۲۰ میلیونه متر مکعب اوبه ایران ته ونډه ورکول کېږي.

د عکس سرچینه، Social Media

د عکس تشریح، په دغه تړون کې چې د دواړو هېوادونو د وخت د لومړيو وزیرانو موسی شفیق او امیر عباس هویدا له خوا لاسلیک شوی، ټاکل شوې چې هر کال به له هلمند سېند نه ۸۲۰ میلیونه متر مکعب اوبه ایران ته ونډه ورکول کېږي.

د هلمند سېند پای، چې له افغانستان سره پر پوله د ایران په سیستان او بلوچستان ولایتونو کې د هامون ډنډ ته رسېږي، ولې ډېر کله ددغه دو ګاونډيو هېواد ته د هوساینې پر ځای د ایراني چارواکو د ناکراریو او غوسې لامل کېږي؟

د دغه گاونډي ناخوښي له هلمند سېند څخه د ايران په ونډه پورې اړه لري.

ایران او افغانستان په ۱۳۵۱ کال کې د هلمند له اوبو د کار اخیستنې تړون لاسلیک کړ، چې له مخې یې د هغو اوبو کلنۍ اندازه چې ایران ته بهیږي ټاکلې ده.

په دغه تړون کې چې د دواړو هېوادونو د وخت د لومړيو وزیرانو موسی شفیق او امیر عباس هویدا له خوا لاسلیک شوی، ټاکل شوې چې هر کال به له هلمند سېند نه ۸۲۰ میلیونه متر مکعب اوبه ایران ته ونډه ورکول کېږي.

خو د هلمند له سیند نه د ایران ونډه په وروستیو لسیزو کې د افغانستان او ایران ترمنځ یوه جنجالي او حساسه موضوعو باندې بدله شوې .

هر کله چې افغان حکومت د سرحدي اوبو د مدیریت لپاره ګام اخلي ، ایران د اعتراض غږ پورته کړی دی لکه د ایران د بهرنیو چارو د پخواني وزیر جواد ظریف دغه څرګندونې، چې ایران کې له یوه سیمه ییز تلویزون خپرې شوې دي:

"د هلمند د ستونزې د حل لپاره یو کړنلاره شته، موږ د هلمند په اړه یو تړون لرو چې افغانان مکلف دي هر کال له هلمند نه یوه مشخصه اندازه اوبه ایران ته ورکړي، دا تړون باید پلی شي . سېلابونه باید پدې تړون کې شامل نه وي. موږ باور لرو چې اوس به له دې څخه زیاتې اوبه ایران ته ننوځي، خو هغه سېلابونه دي. زه به دا چارې تعقیب کړم. موږ د هریرود په اړه داسې موافقه نه لرو. موږ له ترکمنستان او افغانستان سره یوې هوکړې ته د رسېدو په لټه کې یو، خبرې او بحثونه دي، چې موږ دې حل لارې ته رسوي خو ممکن وخت ونیسي".

خو په تېره یوه لسیزه کې نیمروز ولایت کې د هلمند سیند په اوږدو کې د کمال خان بند د کار پیل، د افغانستان او ایران ترمنځ د سرحدي اوبو په اړه کړکېچ لا پسې ژور کړ. هغه مهال د ایران ولسمشر حسن روحاني په افغانستان کې د بندونو پر جوړولو سختې نیوکې وکړې او ویې ویل چې په دې مسله کې چوپ پاتې نه شي:

"د هغه څه په اړه چې زموږ چاپېریال را ویجاړوي موږ نشو کولای بې پروا پاتې شو . په افغانستان کې د ګڼو بندونو جوړول او د افغانستان په شمال او جنوب کې د کجکي، کمال خان، سلما او نورو بندونو جوړول زموږ د خراسان ولایت او زموږ پر سیستان او بلوچستان باندې اغېز کوي".

اشرف غني

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، اشرف غني ټینګار کړی و چې له دې وروسته به ایران ته د تېلو په بدل کې اضافي اوبه ورکول کیږي.

د تېلو په بدل کې اوبه

هغه مهال د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د کمال خان بند د پرانېستې په مراسمو کې د ایراني چارواکو اعتراض ته واضح ځواب ورکړ او ویې ویل هغه څه چې د ایران او افغانستان ترمنځ د اوبو په تړون کې مشخص شوي، هغه به عملي کیږي . خو هغه ټینګار وکړ چې له دې وروسته به ایران ته د تیلو په بدل کې اضافي اوبه ورکول کیږي.

کله چې د جمهوري ریاست په دوره کې د افغانستان د سرحدونو د اوبو مدیریت د حکومت په لومړېتوبونو کې راغلی، د ایران اندېښنې زیاتې شوې او تل په افغانستان کې د اوبو د مدیریت له پالیسۍ سره د تهران د ناخوښۍ راپورونه ورکول کېدل.

هغه مهال افغان چارواکو په غونډو کې ویل، ددوي معلومات ښيي چې ایران آن په افغانستان کې د اوبو د بندونو د پروژو د سبوتاژولو په لټه کې دی. پخواني ولسمشر اشرف غني هغه مهال د خپل هېواد د اوبو مدیریت او له ګاونډیانو سره اړیکو ته اشاره کړې وه:

"د هلمند تړون یو منل شوی نړیوال تړون دی او موږ ددغه تړون د پلي کېدو لپاره څرګنده ژمنتیا لرو، دا زموږ د اړیکو بنسټ دی، خو موږ باید خپلې اوبه هم مهار کړو .

د سلما بند د دوستي له بند څخه مخکې پیل شوی و، دا چې افغانستان په څلویښتو کلونو کې د سلما بند بشپړ نه کړ ، دا د پخوا ستونزه وه . سلما بند بشپړ شو ، کجکي بشپړ شو ، بخش اباد، کمال خان او ټول هم بندونه به بشپړ شي، ۱۸ میلیارده متر مکعبه اوبه زموږ ملي سرمایه ده او هغه به موږ مهاروو ، زموږ د اوبو ساتل د نړیوالې همکارۍ بنسټ جوړوي، نه د شخړو".

ایراني چارواکو تل ټینګار کړی چې د هلمند د اوبو کمښت له افغانستان سره پر پوله د سیستان او بلوچستان په ولایتونو کې پر چاپېریال ناوړه اغېزې لري.

تر دې وړاندې د ایران په سیستان او بلوچستان ایالت کې یوه حکومتي چارواکي ویلي وو، چې دغه سیمه د اقلیمي بدلون په پایله کې، له اوږدې وچکالۍ او د اوبو د سرچینو له سخت کمښت سره مخ ده او د دغو ستونزو یوه برخه د هلمند د اوبو د کمښت سره تړاو لري .

علي احمد عثماني

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د افغانستان د انرژۍ او اوبو پخواني وزیر علي احمد عثماني ویلي وو په سرحدي سیمو کې د ایران له خوا له حد نه زیات د اوبو کارول په یادو برخو کې چاپېریالي ستونزې را ولاړې کړي دي.

د افغانستان د انرژۍ او اوبو پخواني وزیر علي احمد عثماني ویلي وو په سرحدي سیمو کې د ایران له خوا له حد نه زیات د اوبو کارول په یادو برخو کې چاپېریالي ستونزې را ولاړې کړي دي.

"د قره قوم په حوزه کي موږ یوازې د سلما بند جوړ کړی او د دوو نورو بندونو چارې روانې دي، خو زموږ دوستانو د دې ګډې حوزې په اوږدو کې لسګونه بندونه جوړ کړي او اوس ددغه حوزې نه هېڅ اوبه د هریرود سیند ته نه بهېږي. دویمه ګډه حوزه، چي موږ یې لرو د نمک سار خواف حوزه ده، چې له ایران څخه سرچنیه اخلي او زموږ په هیواد کې د قویان پر خوا بهېږي، چې ددې له مالګې نه زموږ هېوادوالو ګټه اخیستل، خو د بندونو په جوړولو سره یې د دې حوزې د ټولو ښاخونو اوبه مهار کړي دي او زموږ هیواد ته اوس هیڅ اوبه نه راځي، دق پترګان نمک سار خواف ته ورته حوزه ده، چې فراه ولایت ته رابهیدل خو د بندونو په جوړولو سره ددغو اوبو مخه هم نیول شوې ده".

له دې ټولو شکایتونو او ګیلو سره سره د افغانستان او ایران ترمنځ د اوبو پر سر لانجې هغه مهال پای ته ونه رسېدې، په ۲۰۲۱ کال کې جمهوري نظام نسکور او طالبانو په افغانستان کې واکمن شول، له همدې ځایه د کابل او تهران ترمنځ د اوبو لانجه بیا پیل شوه.

د ۲۰۲۲ کال د جولای په میاشت کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره په خبرو کې خبرداری ورکړ که د ایران د اوبو د ونډې مسله ژر حل نه شي، د ایران او افغانستان تر منځ پر بېلابېلو اړیکو به منفي اغېز وکړي.

تر دې وړاندې د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي د هلمند پر سیند د کجکي بند د دویم فاز د چارو د بشپړېدو سره هم مهال د خپل هیواد د بهرنیو چارو او انرژۍ وزیرانو ته دنده وسپارله چې د هلمند سیند کې د خپل هېواد د ونډې موضوع تعقیب کړي او ویلي وو، چې په دې برخه کې به په هېڅ توګه پر شا نه شي.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

تر هغه وروسته د ایران د انرژۍ وزیر علي اکبر محرابیان کابل ته له خپل سفر وروسته په تهران کې د هلمند سیند اوبو کې د خپلي ونډي او د هغه جوړښت په اړه چې اوبه د ایران پر ځای دښتې ته لېږدوي، د خپل هیواد نورو چارواکو ته د خبرو پر مهال وویل، چې طالب چارواکو ګواکي ورسره ژمنه کړې، چې تر دې وروسته به اوبه نه راګرځوي او ایران ته به یې ورپریږدي .

د طالبانو حکومت تر دې مخکې اعلان کړی و چې د افغانستان او ایران ترمنځ د ۱۳۵۱ کال د هلمند پر سیند د اوبو په اړه شوي تړون ته په بشپړه توګه ژمن دي .

په دې وروستیو کې د طالبانو د حکومت د انرژۍ او اوبو وزیر مولوي عبداللطیف منصور په یوه خبري غونډه کې وویل چې له ایران سره له خبرو وروسته تهران چمتو دی چې په سرحدي سیمو کې د اوبو د کچي مالومولو او ددغه ستونزې د حل په موخه د اوبو د اندازه کولو وسایل نصب کړي .

مهمه پوښتنه دا ده چې کله د افغانستان او ایران دواړه لوري د ۱۳۵۱ کال د تړون عملي کولو ته ژمن دي او افغان چارواکو تل ویلي چې ایران په دغه تړون کې له ټاکلې اندازې زیاتې اوبه ترلاسه کړي دي، بیا د ایران د ناخوښۍ اصلي لامل څه دی؟

له دې ټولو روایاتو سره سره یو شمېر افغان چارواکي په دې باور دي چې ایران پر افغانستان د سیاسي فشار په اچولو سره په حقیقت کې له افغانستان څخه د لا زیاتو حقونو د ترلاسه کولو په خاطر د ۱۳۵۱ کال د تړون په مادو کې د نویو مذاکراتو او بدلونونو په لټه کې دی. خو دا هغه څه دي، چې افغانان په دې اړه خبرو ته چمتو نه دي.