'دوی زه په جاسوسۍ تورنولم':' څنګه ځینې افغانان له ایرانه شړل کېږي

له اسراییلو سره د ۱۲ ورځنۍ جګړې په پایله کې، په ایران کې افغان اتباع په بې ساري ډول د جاسوسۍ په تور تورن شوي دي.
د عکس تشریح، له اسرائیلو سره د ۱۲ ورځنۍ جګړې پایله کې، په ایران کې افغانان په بې ساري ډول د جاسوسۍ په تور تورن شوي دي.
    • Author, بي بي سي - افغان څانګه

کله چې د ایران او افغانستان پر پوله د بي‌بي‌سي له خبریال سره د مرکې پرمهال علي احمد غږېږي، سترګې یې له اوښکو ډکې شي، خپل کمیس پورته کوي او پر ملا یې ژور شنه داغونه ښيي. احمد وايي تېر دوه نیم کاله په ایران کې اوسېده.

هغه زیاتوي، کله چې په ایران کې د کډوالو په یوه توقیف‌ځای کې و، ایراني سرتېرو وواهه او ترې پوښتل یې چې: "ته جاسوس یې؟"

هغه وایي: "هغوی زه د اوبو په پایپونو او کوتکو وهلم. هغوی له موږ سره د څارويو په شان چلن کاوه."

تېره میاشت له اسرائیلو سره د جګړې تر پای ته رسېدو وروسته، ایراني چارواکو سل‌ګونه زره افغانان د ملي امنیت د اندېښنو له امله له هېواده شړلي دي.

اوس ایران د هغو افغانانو چې اسناد نه لري، د شړلو خپلې هڅې ډېر کړې دي. دا پلان لا د مارچ په میاشت کې اعلان شوی و، چې له مخې یې د داوطلبانه وتلو لپاره د جولای شپږمه نېټه ټاکل شوې وه.

د ایراني چارواکو په وینا، دا مهال له څلورو میلیونو ډېر افغانان په ایران کې بې اسناده ژوند کوي.

دا کمپاین له هغو پراخو تورونو سره هم‌مهاله شوی چې افغانان د اسرائیلو د استخباراتي ادارې 'موساد' سره تړي. که څه هم ځینې ایراني رسنیو راپور ورکړی چې ځیني افغانان د جاسوسۍ په تور نیول شوي، خو بي‌بي‌سي دا خبره په خپلواکه توګه نه ‌ده تایید کړې.

کارپوهان وایي، که څه هم دا معلومول ستونزمن دي چې ایا رښتیا هم کوم افغان د اسرائیلو لپاره جاسوسي کړې که نه، خو په پراخه کچه د ټولو افغانانو په نښه کول یو تاواني او ناسم عموميت دی.

د بي‌بي‌سي نړیوالې څانګې له درېیو افغان کډوالو سره خبرې کړې دي، چې وایي دوی د اسرائیلو لپاره د جاسوسۍ په تور تورن شوي، چې له دې ډلې دوه تنه ادعا کوي ایراني چارواکو وهلي دي. د هغوی نومونه د امنیتي لاملونو له امله بدل شوي دي.

بي‌بي‌سي هڅه وکړه چې د ایران له حکومته ځواب ولري، خو هېڅ ځواب یې تر لاسه نه کړ. د دولت پلوې اسلامي جمهوریت خبري اژانس د جولای پر ۱۸مه یوه مقاله خپره کړه، چې پکې د افغان کډوالو په اړه لیکل شوي چې: "بې اندېښنې بېرته ستنول، د وګړو د بشري حقونو په درناوي سره، یو هدف دی چې په ټولو کچو تعقیبېږي."

"څلور ورځې لکه څلور کاله"

د ویډیو تشریح، 'زه یې په جاسوسۍ تورن کړم': څنګه ځینې افغانان له ایرانه شړل کېږي

د ایران او افغانستان پر پوله، عبدالله رضايي بي‌بي‌سي ته وویل، دوې میاشتې مخکې په وېزه ایران ته تللی و، خو ونیول شو.

هغه وایي: "ایراني پولیسو زما وېزه او پاسپورټ وشلول او سخت یې ووهلم. هغوی زه تورن کړم چې ګواکې زه جاسوس یم."

هغه وايي، د کډوالو یو توقیفځای ته واستول شو، چېرې چې شاوخوا ۱۵ سرتېرو هغه او نور کسان ووهل.

دی وایي: "هغوی موږ د پلاستیکي کوتکو په وسیله وهلو، او ویل یې: 'تاسو جاسوسان یاست، زموږ هېواد بربادوئ'."

هغه زیاتوي، څلور ورځې چې هلته بندي و، "لکه څلور کاله" پرې تېرې شوي. دی د پرلپسې بد چلن، وهلو- ډبولو او د خوړو د نشتوالي کیسه کوي.

افغانان په ایران کې نیول کېږي او کډوالو توقیف‌ځایونو ته لېږل کېږي، چې وروسته له هېواده وشړل شي. د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې په وینا، له جنورۍ راهیسې تر ۱.۵ میلیونه ډېر افغانان له ایرانه وتلي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، یوازې د جون له پیل راهیسې تر ۵۰۰ زره ډېر افغانان له ایرانه بېرته ستانه شوي، چې ۹۹ سلنه یې بې اسنادو وو. اوسمهال، هره ورځ نژدې ۵۰ زره افغانان بېرته راستنېږي، چې ډېری یې له سختو سفرونو وروسته منزل ته رسېږي.

'د قربانۍ وزې'

ډاکټر بارنېټ روبین، چې د افغانستان چارو کارپوه او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخوانی سلاکار دی، وایي تهران ښایي د اسرائیلو پر ضد د جګړې په اړه د خپلو ناکامیو پټولو لپاره "د قربانۍ وزې لټوي".

نوموړی وایي: "د ایران حکومت له خپلو امنیتي ناکامیو ډېر شرمېږي"، چې ښيي ایران کې "د اسرائیلو د استخباراتو ژور نفوذ شوی و". هغه زیاتوي: "نو هغوی اړ شول چې د پړې اچولو لپاره یو څوک ومومي."

نقادان دا هم وایي چې د جاسوسۍ تورونه د هغو افغانانو د شړلو لپاره د حکومت پلان ته مشروعیت ورکوي، چې له مارچ میاشتې راهیسې یې پیل کړی دی.

اټکل کیږي چې په ایران کې له څلورو میلیونو ډېر بې اسناده افغانان ژوند کوي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، اټکل کېږي چې په ایران کې له څلورو میلیونو ډېر بې اسناده افغانان ژوند کوي.

په ایران کې افغانان وايي چې دوی په وېره کې ژوند کوي.

"موږ له دې وېرې بهر نه وځو، تل وارخطا یو چې څوک به مو جاسوس ونه بولي"، دا خبرې د بي بي سي‌افغان څانګې ته یو افغان کړې دي چې نه غواړي نوم یې یاد شي.

هغه وايي ډېر ایرانیان وايي: "تاسو افغانان جاسوسان یاست"، "تاسو د اسرائیلو لپاره کار کوئ" یا "تاسو په خپلو کورونو کې بې‌پیلوټه الوتکې جوړوئ".

علي احمد، چې پر خپله ملا یې د وهلو نښې بي‌بي‌سي ته وښودې، وایي ایراني چارواکو یې پیسې او موبایل ترې اخیستی وو او هغه "یوه پيسه هم نه لرله چې بېرته خپل ولایت ته لاړ شي".

له "ځنځیري وژونکو" تر "جاسوسانو" پورې

له ۱۹۷۰مو کلونو راهیسې میلیونونه افغانان پاکستان او ایران ته تښتېدلي دي -په ځانګړي ډول د ۱۹۷۹م کال د شوروي یرغل پر مهال او بیا وروسته په ۲۰۲۱م کې، چې طالبان بېرته واک ته ورسېدل.

د لندن د ساس پوهنتون ښوونکې ډاکټره خدیجه عباسي وایي په پیل کې ایران کې د افغانانو ښه هرکلی شو، خو کرکه ورو ورو زیاته شوه او دولتي رسنیو افغان کډوال د ټولنې پر اوږو "اقتصادي بار" وباله. ورپسې، دروغجن روایتونه خپاره شول.

په ۱۹۹۰مو کلونو کې، د تهران د ځینو وژنو او جنسي تېریو د لړۍ پړه له کوم ثبوت پرته پر یو افغان وګړي واچول شوه، چې له امله یې د افغانانو پر ضد د کرکې جرایم زیات شول. خو وروسته څرګنده شوه چې وژونکی یو ایرانی و.

کله چې له ۲۰۲۱م کال وروسته شاوخوا دوه میلیون افغانان ایران ته کډوال شول، پر ټولنیزو رسنیو داسې له مبالغې ډکې تبصرې لاس په لاس کېدل پیل شول چې له لسو میلیونو ډېر افغانان ایران ته تللي. په هماغه وخت کې ایران یوازینی ګاونډی هېواد و چې کډوالو ته یې د ډله‌ييزې داخلې اجازه ورکړې وه.

ډاکټره عباسي، چې د افغانستان د جبري بې‌ځایه‌ کېدنې تخصص لري، وایي:

"د افغانانو شړل له هغو کمیابه مسلو ده چې ډېری ایرانیان پکې له حکومت سره موافق دي."

نن ورځ، د افغانانو پر ضد کرکه پراخه شوې. "اوس وضعیت ډېر خطرناک شوی دی". هغې وویل، "خلک هڅه کوي چې یواځې په کورونو کې پاتې شي."

د جولای پر ۲مه، له ۱۳۰۰ زیات ایرانی او افغان فعالانو له افغانانو سره د "ناانساني چلن" د بندېدو غوښتنه وکړه او یو پرانیستی لیک یې لاسلیک کړ.

شخړه هغه وخت پیل شوه کله چې اسرائیلو په ایران کې پر اټومي او پوځي ځایونو برید وکړ، او بیا ایران د اسراییلو په نښه کولو سره په هوايي بریدونو سره غچ واخیست.

د عکس سرچینه، ABEDIN TAHERKENAREH/EPA/Shutterstock

د عکس تشریح، شخړه هغه وخت پیل شوه کله چې اسرائیلو په ایران کې پر اټومي او پوځي ځایونو برید وکړ، او بیا ایران د اسرائیلو په نښه کولو په هوايي بریدونو غچ واخیست.

له ټولنیزو رسنیو تر دولتي رسنیو پورې

د بي‌بي‌سي نړیواله څانګه هغه ګنګوسې څاري چې افغانان د جاسوسۍ له تورونو سره تړي.

د خپلواکې څارونکې ډلې "افغان ویټنس" په وینا، د افغان کډوالو او د اسرائیلو د استخباراتي ادارو ترمنځ د همکارۍ انلاین تورونه د جون په ۱۸مه پیل شول، چې د سپاه پاسداران ځواک پورې تړلي یوه ټیلیګرامي ډلې ادعا وکړه چې ۱۸ افغانان د مشهد ښار په شمال ختیځ کې د اسرائیل لپاره د ډرون جوړولو په تور نیول شوي.

خو پر بله بله ورځ، تسنیم خبري آژانس د خراسان ولایت د امنیت ادارې مرستیال له قوله ولیکل چې دا نیول کېدل " ډرون جوړولو یا له اسرائیل سره په همکارۍ پورې هېڅ تړاو نه لري ".

هغه وویل:

"هغوی یواځې د غیرقانوني اقامت له امله نیول شوي وو."

خو دا ګنګوسه چې نیول شوي کسان د جاسوسۍ له امله نیول شوي، په ټولنیزو رسنیو کې په پراخه کچه لاس پر لاس شوه.

په ایکس (پخوانی ټویټر) کې یو هشتګ دی، چې وایي: "د افغانانو شړل یوه ملي غوښتنه ده"

دا هشټګ یوازې په تېرو څلورو اونیو کې تر ۲۰۰ زره ځله زیات شریک شوی دی او د جولای پر ۲مه په یوه ورځ کې یې تر ۲۰ زره ځل زیاته یادونه شوې. دا هشتګ نوی نه دی، بلکې تردې وړاندې هم د ایران په ټولنیزو رسنیو کې د افغان ضد احساساتو په زیاتېدو کارول شوی و.

افغانستان د بشري بحران سره مخ دی ځکه چې ایران د افغان کډوالو شړل زیاتوي

د عکس سرچینه، SAMIULLAH POPAL/EPA/Shutterstock

د عکس تشریح، افغانستان له بشري بحران سره مخ دی ځکه چې ایران د افغان کډوالو شړل زیاتوي

د ایران د کورنیو چارو وزیر اسکندر مومني د جون پر ۲۷مه دولتي رسنیو ته وویل چې "ځینې" افغانان په تېرو دوو یا درېیو کلونو کې ایران ته د "ځانګړو موخو" لپاره کډه شوي دي.

د "افغان ویټنس" خپلواک څېړونکيو په وینا د پخوانیو او اوسنیو ادعاوو تر منځ توپیر دا دی، چې، "دا ځل ناسم معلومات نه یوازې د ټولنیزو رسنیو کارونکي خپروي، بلکې د ایران له رسنیو څخه هم خپرېږي."

د ایران او افغانستان ترمنځ پوله لا هم له خلکو ډکه ده. کارپوهان خبرداری ورکوي چې افغانستان، چې دا مهال د طالبانو تر واک لاندې دی، د دومره ډېرو بېرته شړل شویو وګړو د منلو وړتیا نه لري.

عبدالله، چې له پولې په تېرېدو یې له بي‌بي‌سي سره خبرې وکړې، وایي، شړل کېدو یې ټولې هیلې له خاورو سره خاورې کړې.

هغه وايي: ‌"ما هر څه له لاسه ورکړل".

راپور: ببرک احساس، یاسین رسولی، رووان اینګز او سُچیرا مګواېر