ایا تاجکستان هم غواړي افغانان وباسي؟

په تاجکستان کې د افغان سفارت ودانۍ

د تاجکستان د دولتي امنیت کمېټې د "یو شمېر افغان وګړو" ايستل تایید کړي دي.

دولتي خبري اژانس خاور د تاجک سرحدي ساتونکو د رسنیو مرکز له قوله رپوټ ورکړی چې ځینې بهرني وګړي په تاجکستان کې د استوګنې له قوانینو د سرغړونې او په غیرقانوني ډول دغه هېواد ته د ننوتلو په تور تورن شوي دي.

د تاجکستان سرحدي ساتونکي د دولتي امنیت کمېټې تر څارنې لاندې یو پوځي جوړښت دی.

په رپوټ کې ویل شوي، د مخدره توکو قاچاق، سخت دریځۍ ته د هڅولو، د پنا غوښتنې لپاره د جعلي سندونو وړاندې کول، د کډوالۍ له مقرراتو سرغړونې، د درېیم هېواد تابعیت درلودل او د تاجکستان خاوره د ټرانزیټ هېواد په توګه د کارولو په څېر جرمونو کې د ځینو بهرنیو وګړو ښکېلتیا تایید شوې ده.

د تاجکستان د دولتي امنیت کمېټې ویلي، د هېواد له قوانینو سره سم یې د داسې کسانو د ایستلو په موخه ګامونه پورته کړي دي. دغې ادارې د دې مسلې لامل د "یو شمېر ټاکل شویو افغان وګړو" ایستل له همدې موضوع سره تړلی، خو د ایستل شویو کډوالو د کره شمېر په اړه یې هېڅ معلومات نه دي ورکړي.

په ورته وخت کې، تاجک چارواکو اندېښنه څرګنده کړې چې "په سیمه او نړۍ کې د پېچلي سیاسي او اقتصادي حالت له امله دې هېواد ته د بهرنیو وګړو کډوالي پراخه شوې ده."

په دوشنبه کې د افغانستان په سفارت کې یو شمېر افغان فعالان او ښځې
د عکس تشریح، په دوشنبه کې د افغانستان په سفارت کې یو شمېر افغان فعالان او ښځې

دوه اونۍ وړاندې، په ټولنیزو او افغان رسنیو کې د تاجک چارواکو له خوا افغان کډوالو ته د هېواد پرېښودو په تړاو د ۱۵ ورځو وخت ورکولو په اړه خبرونه او رپوټونه خپاره شوي وو، خو هغه مهال چارواکو دا رپوټونه نه وو تایید کړي.

یوه اونۍ وړاندې، په ټولنیزو رسنیو کې ځینې تصویرونه خپاره شول چې د پلازمېنې دوشنبې پنځلس کیلومترۍ کې د وحدت له ښارګوټي د ځینو کډوالو ایستل پکې ښودل شوي وو.

په تاجکستان کې د افغان کډوالو چارو د کمېټې مسؤلینو وویل، یوه اونۍ وړاندې د ځینو هغو کډوالو د ایستلو بهیر چې "د استوګنې له مقرراتو یې سرغړونه کړې وه" پیل شوې وه.

خو لا هم معلومه نه ده چې څومره کسان د تاجکستان پرېښودو ته اړ شوي یا په دې موده کې په خپله خوښه وتلي دي.

یوه افغان کډوال، چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، له بي بي سي سره په یوه ټیلیفوني مرکه کې وویل: "دوی له څو ورځو راهیسې په وحدت ښارګوټي کې له خپلې مشرې خور سره په کرایه شوي کور کې ناست دي او د نیول کېدو یا ایستل کېدو له وېرې له کوره پښه هم نه باسي."

د هغه په وینا که دوی له هټیو یا بازاره کوم شي ته اړتیا ولري، له خپلو تاجک ګاونډیانو مرسته غواړي. دغه افغان کډوال د پخواني افغان حکومت له ړنګېدو درې میاشتې مخکې په وېزه تاجکستان ته تللی او وايي، مشر ورور او مشرې خور یې له هغه مخکې تاجکستان ته پنا وړې وه.

دا افغان کډوال چې په تاجکستان کې د کډوال په توګه پېژندل شوی، د خپلې قضیې پړاوونو د بشپړېدو په تمه دی چې د "مالي ملاتړ" پروګرام له لارې کاناډا ته ولاړ شي.

د هغه په څېر، لسګونه پنا غوښتونکي په تاجکستان کې د کډوالو نړیوال سازمان له لارې د خپلو قضیو د بشپړېدو په تمه دي. له تاجکستانه د داسې خلکو ایستل د لسګونو کسانو د نهیلۍ لامل شوي، چې غوښتل یې له تاجکستانه درېیم هېواد ته ولاړ شي.

یو شمېر افغان کډوالو په خصوصي توګه ویلي، ځینې کورنۍ پخپله خوښه له تاجکستانه افغانستان ته ستنېږي. له موږ سره د مرکې کوونکو په وینا، د دې کورنیو نارینه د پولیسو او امنیتي چارواکو لخوا بېرته افغانستان ته ستنول کېږي، په داسې حال کې چې ښځې او ماشومان یې له مالي ملاتړي پرته پاتې شوي او غوره ګڼي چې "په خپله خوښه" بېرته افغانستان ته ستانه شي.

په تاجکستان کې د افغانستان د مخکېني حکومت سفیر ظاهر اغبر چې ځان په تاجکستان کې د هغه هېواد د خلکو استازی بولي، له تاجکستانه د ځینو افغان کډوالو ایستل تاییدوي، خو ویې ویل، چې "له تاجکستانه د افغان کډوالو ډله ییز ایستل" ریښتیا نه دي.

ښاغلي اغبر بي بي سي ته وویل، څو ورځې وړاندې یې په وحدت ښارګوټي کې چې په تاجکستان کې د افغان کډوالو اصلي استوګنځای دی له ځینو کډوالو سره لیدلي دي. هغه د ځینو افغان کډوالو په خپله خوښه راستنېدل له دې امله وبلل چې د کاناډا او امریکا په څېر هېوادونو د هغو افغانانو د قضیو څېړلو بهیر بند کړی، چې غوښتل یې دغو هېوادونو ته ولاړ شي.

د مخکېني افغان حکومت سفیر له تاجکستانه د کډوالو ډله ییز ایستلو موضوع بې بنسټه وبلله او د یوه دلیل په توګه وايي، د "سامانیان" ښوونځي ۶۰۰-۷۰۰ زدکوونکي او شاوخوا ۵۰ تنه کارکوونکي لا هم په تاجکستان کې په زدکړو بوخت دي او کار کوي.

د ښاغلي اغبر په وینا، د تاجکستان د بهرنیو چارو له وزارت سره په اړیکه کې دی، چې د خپل هېواد د کډوالو حقونه یې خوندي شي.

د رسمي احصائیو له مخې، اوس په تاجکستان کې له ۹۰۰۰ ډېر افغان کډوال ژوند کوي. د دې کډوالو ډېری یې وايي، د طالبانو له وېرې تاجکستان ته تښتېدلي دي.

.

لا معلومه نه ده چې په تېرو دوو اونیو کې څه شمېر افغان کډوال په خپله خوښه یا په زور افغانستان ته ستانه شوي دي.

په همدې حال کې، ځینې کارپوهان له تاجکستانه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر موضوع د روسیې لخوا د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو سره تړي. روسیه او تاجکستان یو بل، خپل ستراتیژیک شریکان ګڼي.

له ایران، پاکستان او ځینو لوېدیځو هېوادونو هم د افغان کډوالو ایستل مخ په ډېرېدو دي.

د افغانستان مسلو د ځینې کارپوهانو په اند، د سیمې له ځینو هېوادونو د افغان کډوالو د ایستلو بهیر ښايي، د طالبانو حکومت او د دغو هېوادونو د چارواکو ترمنځ د یوې موافقې له مخې تر سره کېږي. د دغو کارپوهانو په وینا، طالبان د هر هغه افغان وګړي په څېره کې چې له هېواده بهر دي د مقاومت ځواک ویني. له بهره افغانستان ته د ډېرو افغانانو ورستنېدل د طالبانو ضد مقاومت ځواک د کمزوري کېدو په معنی هم بلل کېږي.

د منځنۍ اسیا دوو نورو هېوادونو، ازبکستان او ترکمنستان پرتله، تاجکستان له افغانستان سره تر ټولو اوږده پوله لري. د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د ګډې پولې اوږدوالی شاوخوا ۱۴۰۰ کیلومتره دی.