څېړنه: هره ورځ ۷ زره قدمه تګ د روغتیايي ستونزو خطر کموي

د عکس سرچینه، pa
- Author, جوش ایلګین
- دنده, بي بي سي
د یوې څېړنې موندنې ښيي، چې په ورځ کې ۷ زره قدمه پلي ګرځېدل، د دماغي ځواک لوړولو تر څنګ، د بېلو ناروغیو مخنیوی هم کوي.
دا ښايي د لس زره قدمه پرتله اسانه هدف وي، ځکه لس زره قدمونو ته له اوږدې مودې راهیسې د معیار په سترګه کتل کېږي.
دا څېړنه، چې د لانسیټ عامې روغتیا مرکز له خوا خپره شوې ده، موندنو یې روښانه کړې، حتی لږ قدم وهل هم د سرطان، ډیمنشیا یا حافظې کمزورۍ او زړه ناروغیو په ګډون د نورو سختو روغتیایې ستونزو خطر کموي.
څېړونکي په دې باور دي، دا نوې موندنې کېدای شي ډېر خلک د دوی روغتیا ښه کېدو په موخه قدم وهلو ته وهڅوي.
د یادې څېړنې مخکښه لیکواله ډاکتره میلوډي ډینګ وايي، "موږ ته ویل شوي، په ورځ کې باید لس زره قدمه پلي وګرځو، خو دا نظریه د عملي شواهدو پر بنسټ نه ده رامنځته شوې."

د عکس سرچینه، Getty Images
د لس زره قدمه پلي ګرځېدو نظریه لومړي ځل په جاپان کې د ۱۹۶۰ مه لسیزه کې د بازار موندنې په یوه کمپاین کې رامنځته شوه، بیا دغه شمېر د ۱۹۶۴م کال توکیو اولمپیک کې عام شو.
ډاکتره ډینګ وايي، د دغه شمېر قدمه وهلو نظریه "عملي نه ده او غیر رسمي بڼه یې خپله کړې ده."
خو د ورزښ یا بدني روزنې ډېری روزونکي یې سپارښتنه کوي.
په دغې نوې څېړنه کې، په نړۍ کې د ۱۶۰،۰۰۰ زیاتو لویانو د روغتیا او سپورټ په هکله مالومات تحلیل شوې دي.
په یاده څېړنه کې روښانه شوه، هره ورځ شاوخوا اووه زره قدمه ګرځېدل د زړه ناروغیو (۲۵سلنه) د سرطان (۶سلنه) ډیمنشیا (۳۸سلنه) او د خپګان (۲۲سلنه) خطر را کموي.
خو څېړونکي وايي، د دغو موندنو له ډله یې ځینې د لږ شمېر مطالعاتو پربنسټ دي، نو ځکه یې د کره والي په اړه پوره ډاډ نه دي.
د دوی څېړنه ښيي، د ورځې کابو څلور زره قدمه معمولي شمېر ښکاري، خو په وینا یې دا شمېرد بېخي ورزش نه کولو پرتله د ښې روغتیا تضمین کوي.
د ډېرو روغتیايي ستونزو مخنیوي لپاره اووه زره قدمه پلي ګرځېدل کافي دي، خو د زړه ناروغیو لپاره، چې څومره پلي تګ زیاتېږي، په هماغه اندازه یې ګټې ډېروي.

د عکس سرچینه، Getty Images
اوسمهال، د ورځني تمرین په اړه ډېري داسې رسمي لارښوونې کېږي، چې د قدمونو شمېر پر ځای پکې پر وخت ټینګار شوی وي.
د بېلګې په توګه، د روغتیا نړیوال سازمان وايي، لویان باید په اونۍ کې لږ تر لږه ۱۵۰ دقیقې اسانه یا د منځنۍ کچې ورزش وکړي او یا ۷۵ دقیقې سخت سپورټ وکړي.
ډاکتره ډینګ وايي، که څه هم خلکو ته د ډېر یا لږ وخت لپاره د سپورټ کولو مشوره به سخته وي، خو بیا هم د ورزش په اړه شته لارښوونې او مشورې مهمې دي.
نوموړې زیاتوي: "ځینې لامبو کوي، بایسکل چلوي او یو شمېر بیا فزیکي معلولیت لري، نو د دغه ډول ورزشکارانو لپاره قدم وهل سخت وي."
ډاکترې ډینګ زیاته کړه، دا مهمه ده، چې خلکو ته د پلې ګرځېدو ارزښت بیا ـ بیا ور یاد شي، تر څو هغوی د ورځني ژوند تر څنګ قدم وهلو ته هم پام وکړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د لندن برونیل پوهنتون کې د ناسم چلند او روغتیا متخصص ډاکتر ډینیل بیلي وايي، دا نوې څېړنه هغه "کیسه" ننګوي چې وايي، د روغتیا لپاره هره ورځ لس زره قدمه اړین دي. بیلي زیاتوي، په ورځني ډول له پنځو زرو تر اووه زره قدم پلي ګرځېدل عملي هدف ښکاري.
پورټسموت پوهنتون کې د کلینیکي تمرین فزیولوژي لوړ پوړی استاد ډاکتر انډریو سکاټ له هغې نظریې سره همغږي دی، چې وايي د قدم وهلو لپاره کره شمېر مهم نه دی. نوموړی زیاتوي، که څه هم "ډېر ورزش تل غوره وي "خو که یو کس په بوختو ورځو کې ټاکلې اندازه سپورټ و نه کړي، نو اندېښنه باید و نه کړي.











