د رواني روغتیا نړيواله ورځ؛ روغتیا وزارت: کورونا په افغانانو کې رواني ستونزې ډېرې کړې دي

د ویډیو تشریح، "ډېری خلک نه پوهېږي چې رواني ناروغي لري"

د اکتوبر لسمه د رواني روغتیا نړيوالې ورځې سره برابره ده. دغه ورځ هر کال د رواني ناروغیو په اړه د پوهاوي د زیاتولو په موخه په ټوله نړۍ کې نمانځل کېږي.

ملګرو ملتونو سږ کال د دې ورځې د نمانځنې هدف پر رواني روغتیا د پانګونې ډېرول ښودلی دی. د سره صلیب نړیوالې کمېټې هم تازه ویلي چې په کورونا وېروس د اخته کسانو له ډلې نیمايي یې په یو نا یو ډول رواني ناروغۍ هم اخته شوي دي.

همدې سره هممهاله د افغانستان د روغتیا وزارت هم وايي چې د کورونا وېروس له خپرېدو سره په دغه هېواد کې د رواني ستونزو بېلګې زیاتې شوې دي. د دغه وزارت په وینا، په تېر یوه کال کې په افغانستان کې ۲ میلیونه وګړو ته رواني خدمتونه وړاندې شوي دي.

سږ کال داسې مهال د رواني روغتیا نړېواله ورځ نمانځل کېږي چې کورونا وېروس د ژوند پر ټولو چارو اغیز کړی او د انسانانو ژوند یې له ستونزو سره مخ کړی دی.

سره صلیب نړېوالې کمېټې په اوو هېوادونو کې د یوې تازه ترسره کړې څېړنې پايلې په ډاګه کړې دي چې پکې جوته شوې، پر کورونا وېروس د اخته شویو کسانو له ډلې نیمايي يې رواني ستونزو سره هم مخ شوي دي.

پر کووېډ ـ۱۹ د پلار اخته کېدو لور پر رواني ناروغۍ اخته کړه

د عامې روغتیا وزارت وايي، د کورونا وېروس له خپرېدا سره هره ورځ د ټلیفوني اړیکو له لارې سلګونو کسانو ته د رواني برخې مشاورانو سلا مشورې ورکولې.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د عامې روغتیا وزارت وايي، د کورونا وېروس له خپرېدا سره هره ورځ د ټلیفوني اړیکو له لارې سلګونو کسانو ته د رواني برخې مشاورانو سلا مشورې ورکولې.

ځوانه ښایسته د کابل ولایت اوسېدونکې ده او د کورونا وېروس له امله د قرنطین په وخت کې په رواني ناروغۍ اخته شوې ده. دا وایي کله یې چې پلار په کویدـ۱۹ ناروغۍ اخته شو نو دا وضعیت ورته دردناک و او ځورېدله.

همدې ذهني فشار او نارامۍ ښایسته دې ته مجبوره کړه چې یوه رواني روغتون ته لاړه شي او د ځان درملنه وکړي. دا وايي، 'پلار مې کورونا نیولی و، زه يې هم ونیولم ځکه چې د کور مشر دی، ډېر راباندې ګران دی او ډېره جګرخوني مې کوله، بس دا مرض راته پېدا شو. خو ځه شکر دی چې پلار مې ښه شو، زه به هم جوړه شم. ډاکټران کومک راسره کوي. دوا راکوي'.

ښایسته له تېرو لسو ورځو راهیسې د رواني درملنې په یوه کلېنيک کې بستر ده او وايي چې اوس تر پخوا ښه او رواني څپه ډېره کمه پرې راځي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت هم وايي چې په هېواد کې کورونا وضعیت رواني ستونزې زیاتې کړې دي.

د دغه وزارت د رواني روغتیا برخې مشر بشير سروري په خبره، د کورونا وېروس له خپرېدا سره هره ورځ د ټلیفوني اړیکو له لارې سلګونو کسانو ته د رواني برخې مشاورانو سلا مشورې ورکولې.

د ښاغلي سروري په خبره، اوس دا شمېر راکم شوی دی: 'د ۲۰۱۹ له اکتوبر تر ۲۰۲۰ اکتوبر پورې د عامې روغتیا وزارت تقریباً دوه میلیون کسانو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي دي چې کورونا او غیرکورونا دواړه پکې شامل دي، که درملو ته یې اړتیا لرله هغه هم او که یوازې د تلیفون او انټرنټ له لارې يې مشورې ته ضرورت درلود هغه هم'.

ښاغلی سروري وايي چې که څه هم د کورونا ويروس د خپرېدو پر مهال رواني ستونزې ډېرې شوې دي خو له دې کبله د رواني ناروغانو شمېر نه دی زیات شوی بلکې د کویدـ۱۹ له امله د خلکو اندېښنې زیاتې شوې وې چې دا له هر نوي ګواښ سره تل پېښېدونکې وي.

خو د رواني ناروغیو ډاکټر ایمل ساپی بیا وایي چې د کورونا وېروس له خپرېدو سره د رواني ناروغانو شمېر د پام وړ زیات شوی دی او په خبره يې، د رواني روغتیا مرکزونو ته د بېلابېلو ډولونو رواني ناورغیو لرونکو کسانو مراجعه کوله.

ښاغلی ساپی له کورونا وېروس د خلکو وېره، په اړه یې کم یا ناسم پوهاوی، بېکاري او کورنۍ تاوتريخوالی د رواني ناروغیو د زیاتوالي لاملونه یادوي.

'پر زیارتونو د رواني ناروغانو ګرځول، بې غوري ده'

ډېر کله داسې هم کېږي چې کورنۍ رواني ناروغان زیارتونو، ملایانو او یا هم د نورو برخو ډاکټرانو ته وروړي. د رواني ناروغيو پوهان دا ناسم کار بولي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ډېر کله داسې هم کېږي چې کورنۍ رواني ناروغان زیارتونو، ملایانو او یا هم د نورو برخو ډاکټرانو ته وروړي. د رواني ناروغيو پوهان دا ناسم کار بولي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې په ټول هېواد کې درې زره روغتیايي کلېنیکونه فعالیت کوي چې په هر یوه کې یې رواني ناروغانو ته د سلا مشورې ورکولو لپاره یو رواني مشاور یا ارواپوه شته چې هغوی سره له رواني پلوه مرسته وکړي.

ډېر کله داسې هم کېږي چې کورنۍ رواني ناروغان زیارتونو، ملایانو او یا هم د نورو برخو ډاکټرانو ته وروړي. د رواني ناروغيو پوهان دا ناسم کار بولي او وايي چې دا ډول بې غوري د ناروغ حالت لا خرابوي او ناروغي يې لا زیاتوي.

ډاکټران وایي یو شمېر رواني ناروغان یا شرمېږي، یا ځان ناروغ نه ورته ښکاري او له همدې امله روغتیايي مرکزونو ته هم نه ورځي.

ملګري ملتونه سږ کال په دې موخه د رواني روغتیا نړېواله ورځ نمانځي چې پر دې برخې پانګونه لا زیاته شي.

د افغانستان روغتیا وزارت هم وایي چې اوس د کلنۍ بودیجې څلور سلنه برخه رواني روغتیا ته ځانګړې شوې ده. د یادولو ده چې پخوا دا کچه تر دې هم کمه، یاني یوازې یو فیصد وه.

د دغه وزارت د ۲۰۱۸ کال سروې- چې په ۱۵ ولایتونو کې تر سره شوې وه- ښيي چې ۵۶ سلنه خلک ذهني فشار او روانې ستونزې تجربه کوي چې اصلي لامل یې جنګ ۍښودل شوی دی.