کورونا وېروس او رواني روغتیا: پر افغان خبریالانو څه تېرېږي؟

- Author, نویده خوشبو
- دنده, لندن کې د ژورنالېزم پوهنځي محصله
د یو بهرني خبریال ټویټ سره مخ شوم. ليکلي یې دي چې پر 'کووېډ ۱۹' مسلسلو رپوټونو او مرکو یې اروا اغیزمنه کړې، نارامه، خپه او ستومانه دی او روغتيايي مرستې ته اړتیا لري.
د 'کویډ ۱۹ ' ناروغۍ د نویو، پېښو، د روغتيايي سپارښتنو او نویو معلوماتو لپاره د خبرونو او خپرونو اړتیا زیاته شوه. ورسره د ځینو خبریالانو مسؤلیتونه هم ډېر شول.
خو د 'کوېډ ۱۹' نړیوالې وبا له خپرېدو سره سم د کره رپوټو او مالوماتو ترڅنګ ډېرې ویرې او ناسم خبرونه هم په خپرېدو شول. اندېښنې او بې باورۍ دومره ډېرې شوې چې ځېنو په کورونو کې خوراکي توکي زیرمه کړل، ان بډایه هېوادونو کې لویې مغازې تشې شوې. ښوونځي، پوهنتونونه او ډېرې ادارې وتړل شوې. خو ډاکټر، سرتېرى، پولیس او خبریالانو خپلو دندو ته دوام ورکړ.
ګڼو معتبرو رسنیو د کرونا په اړه ۲۴ ساعته ځانګړي خبرونه او خپرونې پیل کړې.
په افغانستان کې هم وضعیت د اندېښنې وړ و. افغان خبریالان هم د نړۍ نورو برخو کې د خپلو هم مسلکو په څېر اړ وو چې په دې اړه وروستي مالومات، شمېرې او پرمختګونه له خپلو کتونو او اورېدونکو سره شریک کړي.
طبعاً چې په داسې شرایط کې کار او ورسره تړلې وېرې د دوی پر رواني روغتیا او ذهني ارامتیا هم اغېز درلود. دلته به د د ځینو افغانو خبریالانو تجربې راواخلو.
"مرګ ته په تمه ناروغانو لیدل راته سخته وي"

د طلوع نیوز خبریاله انیسه 'شهید' په دې وروستیو کې د بې پولې خبریالانو سازمان له خوا د کرونا په اړه د خبر رسونې په برخه کې په نړۍ کې د ۳۰ اتلانو په ډله کې نومول شوې. نوموړې د خپلې تجربې په اړه راته وویل:
"کله چې د ناروغو همکارانو لېست را ورسېد نو له څو نورو همکارانو سره مې له ځنډ پرته د ۱۵ ورځو لپاره کار کولو کورنۍ او دوستان اندېښمن کړي وو. خو دا چې خبریالۍ سره مینه لرم په هر ډول شرایطو کې له ویرې پرته خپل کار ته دوام ورکوم".
انیسه 'شهید' په مسلسل ډول د کورونا له ناروغانو، روغتونونو او ان له ځانګړو هدېرو راپورونه ورکوي. نوموړې زیاتوي:
"د هغو ناروغانو په لیدلو چې وضعیت یې خراب وي، ډېره غمجنه کیږم او زړه مې لړزیږي. ډېره راته سخته ده چې مرګ ته په تمه ناروغان وينم."
"د دفتر اندېښنه له ځان سره کور ته وړم"

د ملي راډیو تلویزیون ویانده موسکا 'نیازۍ'، هره ورځ د 'کووېډ-۱۹' په اړه معلوماتي خپرونه وړاندې کوي.
د خپرونې له مېملنو سره مرکو دا احساس ورکړی چې کوم یو به پکې ښایي ناروغ وي او وېروس به تر دې رسېدلی وي. موسکا وايي:
"هره کله چې مې په سر درد شي، ستونې مې وچ او پوزه مې لمده شي، احساس کوم چې په دې ناروغۍ اخته شوې یم."
دا اندېښنه او وېره هغه په کور هم آرامه نه پریږدي. کور ته له ستنېدو وروسته له معمول ډېر د خپلو کالیو او نورو وسایلو پاکي صفايي کوي.
اندېښنه یې کله دومره ډېره شي چې ځان په رښتیا ناروغ احساس کړي. له کورنۍ لېرې او جلا ډوډی ته کیني، کله په خونه ځان بند کړي او د کورنۍ غړي نږدې نه ور پرېږدي.
مور او ورور یې د هغې او د ټولې کورنۍ روغتیا ته اندېښمن دي او په کراتو ورته ویل شوي چې دندې ته دې نه ځي. خو هغه وايي مسلک ته ژمنه ده او موخه یې د خلکو پوهول دي.
خبریالان له چا مرسته وغواړي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د جندر مسؤله وحیده 'فیضي' وايي، د اپسو مرکز خبریالانو ته اروايي او عصبي خدمتونه وړاندې کوي او دې ادارې سره د تړون له مخې هغه خبریالان چې دوی سره اړیکه نیسي په وړیا توګه یې یاد مرکز ته ور پېژندل کېږي.
اغلې فیضي وایي، د دې ناروغۍ تازه جزئیات تر هر چا لومړی خبریالانو ته رسیږي او له همدې کبله روان وضعیت به تر چاودنو او بریدونو ډېر د خبریالانو پر ذهن او روان اغیز کړي وي، ځکه چې دا وېروس تر ډېرو رسنیو رسېدلی دی. نوموړې زیاتوي:
"له بده مرغه په افغانستان کې ډېر وګړي عصبي او اروايي ناروغۍ شرم ګڼي او په آسانۍ دا نه مني چې اروايي ستونزې دې ولري. په ځلونو له رسنیو او خبریالانو سره په دې اړه اړیکه نیسم او سپارښتنه کوم چې که اړتیا لري او احساس کوي چې دې حالت یې اروا نارامه کړې؛ نو د افغان خبریالانو د خوندیتوب کومیټې سره دې اړیکه ونیسي چې اپسو ادارې ته یې ور معرفي کړو".
افغانستان کې خبریالي اسانه نه ده:

د افغانستان په څېر هېوادونو کې د خبریال تل له جګړو، بريدونو، چاودنو او اوس د دې ناروغۍ په څېر وضعیت سره سروکار وي.
دوی که څه هم د خپل ژوند او روغتیا په اړه اندېښنې لري، خو باید خپله دنده او مسئولیت هم ترسره کړي.
د پوهنتون استاد او اروا پوه شرف الدین 'عظیمي' وايي، خبریالان له وېرې، فشار، ژور خپګان او نورو اروايي ګډوډیو سره مخ کېدای شي. ښاغلي ین 'عظیمي' زیاتوي:
" خبریالان چې اړ دي د 'کووېډ-۱۹' په اړه راپورونه جوړ کړي، مرکې وکړي، ناروغ سره وګوري، انځورونه واخلي، ویډیو ثبت کړي، پرې لیکل او خبرې وکړي. دوی په دې اړه هر خبر له اروايي اړخه لمس کوي. ښايي دا حالت لیدل او ارزول خبریال ته ټروما یا زیان ولیږدوي. امکان شته چې دا حالت په لنډ مهال کې پر خبریال د رواني فشار او وېرې سبب وګرځي او په اوږد مهال کې د وسوسي اندېښنو او ژور خپګان لامل شي."
استاد 'عظیمي' زیاتوي: "هغه خبریالان چې هره شېبه د ناروغانو او د مړو شمېر څاري، په اکثره مواردو کې دا خبرونه د دوی په ذهن منفي اغیزې کولای شي ."
هغه د رسنیو له مسؤلینو غواړي چې د خپلو کارکوونکو اروايي روغتیا ته پام وکړي، د هغوی د کورونا وېروس معاینې وکړي او د اړتیا په وخت کې ورته د رواني روغتیا خدمتونه وړاندې کړي.









