کورونا وېروس د نړۍ پر نقشه
د نړۍ په لر او بر کې ګڼ شمېر هېوادونه د کورونا وېروس له جدي بحران سره مخ دي. د کووېډ-۱۹ ناروغۍ له کبله، چې کورونا وېروس یې لامل کېږي، هره ورځ د نړۍ په کچه زرګونه کسان مري. دا ناروغي اوس په یوه نړیواله وبا بدله شوې ده او د نړۍ ډېریو هېوادونو کې میلیونونه کسان د لګېدلیو محدودیتونو له کبله په کورونو ناست دي.
د نړۍ په کچه د ټولټال مثبتو پېښو، مړینو او رغېدلیو کسانو وروستی شمېر په لاندې جدول کې موندلی شئ:
او که غواړئ چې په کوم ځانګړي هېواد کې د کورونا وېروس وروستی وضعیت مالوم کړئ نو په لاندې نقشه کې په هغه هېواد کې د کورونا وېروس د مثبتو پېښو، مړینو او رغېدلیو کسانو وروستی شمېر موندلی شئ.




