څېړنه: هره ورځ قدم وهل له وخته مخکې مړینې کموي

Woman in park with bottle in winter

د عکس سرچینه، Getty Images

بریتانوي څیړونکي وايي حتمي نه ده چې تاسو باید د ځغاستې ورزش کونکی اوسئ چې د ورزش له ګټو برخمن شئ- هره ورځ څو دقیقې ګړندی قدم وهل کافي دي.

څیړنې موندلې چې که هرڅوک هره ورځ لږترلږه ۱۱ دقیقې ورزش یا فزیکي فعالیت وکړي، کیدایشي په هرو لسو کسانو کې د یوه کس له وخت نه مخکې مړینې مخنیوی وشي.

زیاتره خلک د ډاکټرانو هغه توصیه نشي عملي کولای چې وايي په هره اونۍ کې باید لږترلږه ۱۵۰ دقیقې ورزش وکړي.

خو د بریتانیا د کېمبرېج پوهنتون څیړونکې وايي واضح ده چې یوڅه ورزش کول د ورزش نه کولو په پرتله بهتره دي.

د بریتانیا روغتیا وزارت وايي هرکس باید په اونۍ کې ۱۵۰-۳۰۰ دقیقو پورې دومره فزیکي فعالیت یا ورزش وکړی چې د زړه درزېدل یې چټک شي یا ۷۵-۱۵۰ دقیقو پورې ستومانه کونکی فعالیت وکړي چې نفس یې وسوزوي.

څیړونکې ډلې د فزیکي فعالیت د ګټو په اړه په سلګونو پخوانۍ څیړنې بیا کتلي او دا نتیجه یې ترلاسه کړې چې ان د توصیه شوې اندازې نیمه برخه ورزش کول کیدایشي په هرو ۲۰ کسانوکې د یو کس د زړه د ناروغیو مخنیوی وکړي او تقریبا په هرو ۳۰ قضیو کې د یو کس د سرطان ناروغي مخه ونیسي.

دا پدې معنا ده چې هره اونۍ ۷۵ دقیقې - یا هره ورځ ۱۱ دقیقې- بایسکل ځغلول، ګړندی قدم وهل،نڅا کول یا د ټینېس لوبه کول کافي دي.

Young woman walking to work

د عکس سرچینه، Getty Images

د څیړنې مشر،ډاکټر سورېن برېګ وايي:(( باید د خوزښت احساس وکړئ، د زړه حرکت به مو ګړندی کېږي خو حتمي نه ده چې نفس مو ډېر وسوزي)).

څیړونکي وايي په دې اندازه ورزش کافي دی چې د زړه ناروغیو او د زړه د حملې خطر ۱۷ سلنه او د سرطان ناروغۍ پیداکېدو خطر ۷سلنه را کم شي.

منظم ورزش د بدن څربي یا غوړ او د وینې فشارکموي، په اوږده موده کې بدن تکړه کوي، خوب ښه کوي او عمومي روغتیا ته ګټه رسوي.

څیړنې موندلې چې د ورزش ګټې د ځینو ځانګړو سرطانونو، لکه د غاړې، معدې او وینې سرطانونو لپاره ډېرې وې، خو د کولمو، سږو، ینې او تیونو سرطانونو لپاره یوڅه کمې وې.

ښايی هرچاته اسانه نه وي چې د ورزش په اړه روغتیا وزارت توصيې عملي کړي- له هرو ۳ کسانو یو کس وايي په اونۍ کې تر۱۵۰ دقیقو یا ۲.۵ ساعتونو لږ، معتدل ورزش کوي او تقریبا په هرو لسو کسانوکې یو کس وايي په اونۍ کې تر ۳۰۰ دقیقو یا پنځه ساعتونو پورې ورزش کولای شي.

ډاکټر برېګ وايی: (( که تاسو ته په اونۍ کې ۱۵۰ دقیقې لږ شدید خو معتدل فزیکي فعالیت کول سخت وي، نو زموږ موندنې باید تاسو ته یو ښه خبر وي. که تاسو کولایشئ په اونۍ کې ۷۵ دقیقې ورزش وکړئ، هڅه وکړئ چې ورو ورو یې هغې بشپړې کچې ته زیاته کړئ چې توصیه یې شوېده.

Woman riding her bike to work by a canal

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، یو وړاندیز دادی چې کارته پر بایسکل لاړشئ یا له موټر پرته بازار ته د سودا اخیستلو لپاره لاړشئ

دغه څیړنه کې چې د بریتانیا د ورزشي طب په مجلې کې خپره شوېده، د ورزش د ګټو په اړه تقریبا ۱۰۰ سترو څیړنو او تقریبا ۲۰۰ مقالو ته بیا کتنه شوې او شواهد راټول شوي.

محاسبه شوې چې که په دې څیړنوکې شاملو هر کس هره اونۍ ۱۵۰ دقیقې ورزش کړی وای- نو تقریبا په هرو ۶ کسانوکې د یو کس له وخت نه مخکې مړینې مخنیوی کیدایشوای.

څیړونکي وايي یواځې دومره کافي دي چې خلک خپل خپل عادتونه بدل کړي.

د مثال په توګه، توصیه کوي چې خلک باید کارته د تلولپاره له قدم وهلو یا بایسکل څخه کارواخلي او یا کله چې بازارته ځي په موټرکې نه بلکې پلي لاړشي، یا دې خپلو ماشومانو یا لمسیانوسره لوبوکې ځان فعاله وساتي.

څیړونکي وايي په خپلواونیزه عادي کارونوکې د خوندورو فعالیتونو ورزیاتول د فزیکي فعالیتونو ډېرولو ترټولوښه لاره ده.

د بریتانیا روغتیا وزارت بالغوکسانوته دا توصیه هم کوي چې په اونۍ کې دوه ځلي باید داسې فعالیتونه وکړي چې ددوی عضلات پیاوړي کړي، لکه یوګا، وزن پورته کول،راز راز بدني حرکتونه، په بڼ کې درانده کارونه کول او درانده شیان پورته کول.