د هند او پاکستان کرېکټ لوبه؛ د الوتکو ټکټ او د هوټلونو کرايه څو برابره زياته شوې

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

د کرېکټ نړيوال جام د لوبو مهالويش له مخې ټاکل شوې وه چې د هند او پاکستان تر منځ د اکټوبر پر ۱۵ نېټه د ګوجرات په احمد اباد کې لوبه ترسره شي خو اوس د هندوانو د يوې مذهبي ورځې نوراتري له کبله د دې لوبې نېټه کې بدلون راغلی او يوه ورځ مخکې شوې ده.

په هند کې د ځايي رسنيو په وينا، د احمد اباد پوليس وېره لري چې د هند او پاکستان تر منځ د لوبې له کبله به د نوراتري په ورځ امنيتي ګامونه ستونزمن شي. د کرېکټ نړيوالې شورا د دې اندېښنو په اړه د پاکستان له کرېکټ ‌بورډ سره خبرې کړې دي.

د کرېکټ نړيوالې شورا د جون په مياشت کې د خپاره شوي مهالوېش له مخې د سږ کال تر ټولو لويه کرېکټ لوبه د پاکستان او هند تر منځ ترسره کېږي چې څو مياشتې وړاندې د لوبې پر ورځ د الوتنو په بيه او همدارنګه د هوټلونو په کرايه کې څو برابره زياتوالی راغی.

د پاکستان او هند لوبه د نړيوال جام له پايلوبې هم ډېره مهمه ده؟

کرېکټ

د عکس سرچینه، ICC

ټاکل شوې د کرېکټ نړيوال جام د اکټوبر له پنځمې نېټې د نومبر تر ۱۹ نېټې پورې د هند په بېلابېلو ښارونو کې ترسره شي.

تمه کېږي چې هند او پاکستان تر منځ لوبه به د نړيوال جام تر ټولو ډېره ليدل شوې هغه وي. د نړيوال جام د پیل او پايلوبه به هم د احمد اباد نرېندر مودي په لوبغالي کې ترسره شي چې له سل زرو ډېر مينه وال دې لوبغالي کې ځايېدلی شي.

له لوبې يوه ورځ مخکې د ممبی او ډیلي څخه احمد اباد ته د الوتکې ټکټ له ۱۵ زرو تر ۲۲ زرو پورې لوړ شوی چې معمولا یې بيه له دری زرو تر څلور زرو پورې وي.

د جېپور، کوچين او بنګلور څخه احمد اباد ته د الوتنو بيه هم ډېره لوړه شوې ده.

د اي مای ټرېپ د سياحتي ادارې مشر نشانت پټي هندي رسنيو ته ويلي، په هغو ښارونو کې چې د نړيوال جام سيالۍ په کې ترسره کېږي د الوتکې ټکټونه په بېساري ډول زيات شوي دي.

له ډيلي تر احمد اباد پورې له يوه اړخه د الوتنې کرايه په اوسط ډول پنځه زره هندي‌ روپۍ ده خو د روان کال په اکتوبر مياشت کې د انډيګو د الوتنو کرايه ۱۲ زره او د ويستارا ۲۲ زرو ته پورته شوې ده.

نوموړی وايي، دا زياتوالی له سل فيصدو ډېر دی، څنګه چې لوبې رانژدې کېږي د غوښتنې په تناسب يې بيه نوره هم لوږېږي.

د يوه بل سيلانۍ شرکت مشر کشن موهن وايي، "ښایي د سپټمبر تر پايه له ډيلي څخه احمد اباد ته د الوتنو کرايه څو برابره لوړه شي چې د دې لوی لامل د هند او پاکستان لوبه ده."

له ټايمز اف انډيا سره په خبرو کې د سفر خدمتونو يوه وړاندې کوونکي‌وېرېندر شاه ویلي، د نړيوال جام د پرانيستې لوبې چې د اکتوبر په پنځمه او پایلوبه چې د نومبر پر ۱۹ ترسره کېږي، د ټکټونو غوښتنې هغسې نه دي لکه د پاکستان او هند تر منځ سيالۍ لپاره چې ليدل کېږي.

د هند او پاکستان تر منځ لوبه کې د مينه والو د زياتې لېوالتيا له امله د اکتوبر په مياشت کې په احمد اباد کې د هوټلونو او مېلمستونونو کرايه هم په بېساري ډول لوړه شوې ده.

د ترلاسه شويو راپورونو له مخې په احمد اباد کې د يو شپې کرايه پنځه برابره لوړه شوې ده.

د نیشانت په وینا، له هغه راهیسې چې د سیالۍ نېټه او ځای په رسمي توګه اعلان شوی، د یوې شپې هوټل کرایه پنځه برابره لوړه شوې ده. ځینې لوکس هوټلونه د یوې شپې لپاره تر ۵۰ زره روپیو پورې رسېږي.

په خبرونو کې ويل شوي چې د احمد آباد د مېریټ، هېلټن او تاج سکائی لاین لوکس هوټلونو ټولې خونې د څوارلسمې او پنځلسمې نېټې لپاره کرايه شوې دي. د اکتوبر په ۱۵مه د ډېرو هوټلونو د خونو کرایه ۹۰ زره روپیو ته رسېدلې ده.

د لوبې په همدې ورځ د هندوانو لوی جشن 'نوراتري' هم دی چې له امله یې د الوتنو غوښتنه زیاته شوې ده.