کرېکټ: وېسټ انډیز په لومړي ځل نړيوال جام ته لار ونه مونده

د عکس سرچینه، Getty Images
وېسټ انډيز چې دوه ځله یې د کرېکټ نړيوال جام ګټلی ونتوانېد چې په هند کې د ۲۰۲۳ کال ۵۰ اوریز نړيوال جام ته لار ومومي.
وېسټ انديز نړيوال جام ته لارموندنې په نننۍ سيالۍ کې له سکاټلنډ څخه په اوو وېکټو ماته وخوړه. دا لومړی ځل دی چې سکاټلنډ وېسټانډيز ته په يوه ورځنۍ نړيواله سيالۍ کې ماتې ورکوي.
سکاټلنډ د پچې له کټلو سره وېسټانډیز ته د منډو جوړولو بلنه ورکړه. وېسټانډيز د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره د ۱۸۲ منډو هدف وټاکه چې سکاټلنډ په ۴۴ اور کې د يوازې دريو لوبغاړو په سوځېدو سره بشپړ کړ.
نړيوال جام ته لارموندنې په موخه سکاټلنډ بايد اوس زمبابوې او نېدرلنډز ته ماته ورکړي. د سې شبنې په ورځ له زمبابوې او د پنجشبنې په ورځ له نېدرلنډز سره سيالي لري.
د سکاټلنډ لوبډلمشر مک مولن له لوبې وروسته رسنيو سره په خبرو کې په دې بريا خوښي وښوده خو د وېسټ انډیز لوبډلمشر په سيالیو کې د خپل ټيم د لوبېدو پر بڼې نیوکه وکړه او زياته يې کړه، "يو څه نه دي چې زه يې په اړه وغږېږم، موږ په ټولو لوبو کې ښه و نه لوبېدو."
نوموړي د دغو سياليو لپاره چمتوالي ته هم اشاره وکړه او ويې ويل، "چمتوالی بايد له کوره ښه وي، موږ نشو کولی دلته له چمتوالي پرته راشو او د ښو لوبو هيله ولرو."
نوموړي د سکاټلنډ لوبډلې په ځانګړې توګه د توپ اچونې برخه کې ستاينه او د بريا مبارکي یې ورکړه.

د عکس سرچینه، ACB
افغانستان له وړاندې نړيوال جام لار موندلې ده او د سياليو مهالوېش يې هم اعلان شوی دی.
د کرېکټ یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام لوبې چې دا ځل د هند په کوربه توب کېږي، ټولټال نژدې یوه نیمه میاشت وخت نیسي او ټولې لس لوبډلې به په کې د سيالیو ډګر ته ووځي.
په پام کې ده چې د نړیوال جام ۴۸ لوبې د هند په ۱۲ لوبغالو کې تر سره شي، دا لوبغالي د هند په بېلابېلو ښارونو کې پراته دي.












