افغانستان د اېمرجېنګ اسیا جام سیالیو لپاره لوبډله اعلان کړه

اېمرجنګ اسیا کپ

د عکس سرچینه، ACB

د افغانستان کرېکټ بورډ د لوبغاړو د غوراوي کمېټې د راتلونکو اېمرجېنګ اسیا جام سیالیو لپاره لوبډله اعلان کړه.

د اېمرجېنګ اسیا جام سیالیو لپاره افغان ابدالیان نوم غوره شوی چې د ځوان لوبغاړي شاهدالله کمال په لوبډلمشرۍ به لوبې کوي.

ټاکل شوې دغه سیالۍ د راتلونکې جولای میاشتې په ۱۴مه نېټه د شري لنکا په کوربتوب ترسره شي، چې د همدې میاشتې تر ۲۳مې نېټې پورې به دوام وکړي.

په یاده لوبډله کې د شاهدالله کمال، زبید اکبري، بهیر شاه، الله نور، اکرام عليخېل، ریاض حسن، احسان الله جنت، نورعلي ځدراڼ، بهیر شاه محبوب، شرف الدین اشرف، اسحق رحیمي، ضیا اکبر، نوید اظهار، سلیم صافی،بلال سمیع ،ابراهیم عبدالرحیمزی او وفادار مومند هم اخیستل شوي دي.

دغه راز په احتیاطي لوبغاړو کې عبدالمالک، اصغر اتل، عبدالباقي او ذهیب زمانخېل ټاکل شوي دي.

په دغو پنځوس اوریزه یا یو ورځنیو لوبو کې اته لوبډلې سیالي سره کوي.

افغان کرېکټ بورډ ویلي افغانستان د یادو سیالیو په دویمه ډله یا ګروپ کې د شري لنکا الف، بنګله دیش الف او عمان لوبډلو سره لوبې کوي.

په الف ډله کې بیا د هند الف، پاکستان الف، متحده عربي امارات او نیپال لوبډلې شته دي.

هره لوبډله په خپل ګروپي پړاو کې درې لوبې کوي چې له منځه به یې د ګروپ دوه مخکښې لوبډلې د یادو سیالیو د نیمه پایلوبو پړاو ته لاره مومي.

د دغو سیالیو پایلوبه د جولای میاشتې په ۲۳مه نېټه ترسره کېږي.

د مهالوېش له مخې افغان ابدالیان لوبډله به د یادو سیالیو په ترڅ کې خپله لومړۍ لوبه د جولای میاشتې په ۱۴مه نېټه د عمان پر وړاندې ترسره کړي.

دویمه لوبه یې د جولای میاشتې په ۱۶مه نېټه له کوربه شري لنکا او د همدې میاشتې په ۱۸مه نېټه د بنګله دېش الف لوبډلې سره سیالي لري.

ټاکل شوې افغان لوبډله د سیالیو له پیل وړاندې د جولای له ۷ تر ۱۱ د بنګله دېش پر وړاندې درې تمریناتي سیالۍ هم ترسره کړي.