افغان کرېکټ لوبډله ډک لاس کابل ته ستنه شوه

د عکس سرچینه، ACB
د افغانستان د کریکټ ملي لوبډله په هندوستان کې د ایرلنډ لوبډلې له پرلپسې ماتولو وروسته کابل ته ورسېده.
افغان لوبډلې د هند په نویدا ښار کې پخپل کوربه توب له ایرلنډ کریکټ ملي لوبډلې د شل اوریزو او یو ورځنیو لوبو لړۍ وګتلې او همدارنګه یې د څلور ورځنینو لوبو اینټر کانټیننټال جام په خپل نوم کړ.
افغان لوبډله د روان کال په جنورۍ میاشت کې د کریکټ د نړیوالې شورا د دویمې کچې د هېوادونو ترمنځ د صحرا کریکټ شل اوریز جام کې د ګډون لپاره عربي متحده اماراتو ته لاړه چې د یادو سیالیو اتلولي یې وګټله.
ورپسې د زمبابوې له ملي لوبډلې سره د پنځو یو ورځنیو لوبو د تر سره کولو لپاره د هراري پر لور وخوځېده او د زمبابوې له لوبډلې یې هم د یو ورځنیو لوبو لړۍ وګټله.
افغان لوبډلې له زمبابوې د یو ورځنیو لوبو د لړۍ له ګټلو وروسته، د ایرلنډ له لوبډلې سره پخپل کوربه توب د شل اوریزو، پنځوس اوریزو او څلور ورځنۍ لوبې د ترسره کولو لپاره هندوستان ته لاړه.
د دواړو لوبډلو ترمنځ سیالي د مارچ په اتمه پیل شوې.
دواړه لوبډلو خپله سیالي له شل اوریزو هغو پیل کړه چې ایرلنډۍ لوبډلې پکې ماتې وخوړه.
په همدغو لوبو کې افغان کریکټ ملي لوبډلې د پرلپسې یوولسو ګټل شویو لوبو ریکارډ جوړ کړ.
تر دې وړاندې یاد ریکارډ د اتو پر لپسې شل اوریزو لوبو په ګټلو سره د انګلستان و.
ورپسې د دواړو لوبډلو ترمنځ د پنځو پنځوس اوره لوبو لړۍ پیل شوه چې د پیل دوه یې افغان درېیمه ـ څلورمه لوبه یې ایرلنډۍ او پنځمه یا پایلوبه یې هم افغان لوبډلې وګټله.

د عکس سرچینه، ACB
او وروستۍ سیالي یې څلور ورځنۍ یا ټیسټ هغه وه چې ایرلنډ لوبډله پکې له ماتې سره مخامخ شوه.
افغان لوبډلې د وروستۍ څلور ورځنۍ یا ټیسټ لوبې په ګټلو سره د کریکټ د نړیوالې شورا د څلور ورځنیو لوبو په نوملړ کې د سر ځای خپل کړی دی.
د شنونکو په باور د افغان لوبډلې وروستۍ بریاوې به د کریکټ د نړیوالې شورا په ډلبنډۍ کې د افغان لوبډلې پر ځای ځایګي مثبت اغېز وکړي.








