لومړی ځل د افغانستان دوو لوبډلو په ورته مهال بریا تر لاسه کړه

د عکس سرچینه، AFGHANISTAN CRICKET BOARD
افغانستان په انټرکانټينېنټل کپ سیالیو کې ایرلنډ ته په یوه پاڼۍ او ۱۷۲ منډو ماتې ورکړه.
افغانستان خپل لومړي وار کې په ۸ لوبغاړو ۵۳۷ منډې وکړې. اصغر ستانکزي او افسر ځاځي سلیزې وکړې.
د ایرلنډ لوبډله لومړي وار کې په ۲۶۱ او دویم وار کې په ۱۰۴ منډو وسوځېده.
افغان توپ اچوونکو کې راشد خان او محمد نبي اته، اته لوبغاړي وسوځول.
د دغې لوبې پچه افغانستان ګټلې وه.
افغان لوبډلې په لومړۍ پاڼۍ کې ایرلنډ لوبډلې ته د ۵۳۸ منډو لوی هدف ټاکلی و، چې د اصغر ستانکزي ۱۴۵، د افسر ځاځي ۱۰۳ او د شهزاد محمدي ۸۵ منډې په کې شاملې وې.
د انټرکانټېنېنټل کپ سیالیو په جدول کې افغان لوبډله اوس ۸۱ نمرې لري او له ایرلنډ مخکې شوه.
له دغې بریا سره افغان لوبډله د لویو وچو جام یا انټرکانټينېنټل کپ سیالیو کې د جدول سر ته راغله.
افغانستان به د دې سیالیو په لړۍ کې دوه نورې لوبې هم کوي.
دا لوبې به له هانګ کانګ او نمېبیا سره وي.
ایرلنډ بیا له سکاټلنډ او هالنډ سره لوبې لري چې په پرتلیز ډول یو څه ځواکمنې لوبډلې ګڼل کېږي.
په یوه بله لوبه کې د افغانستان کرکټ الف ملي لوبډلې د رادبره کېدونکو یا ایمرجنګ کپ سیالیو دریمه لوبه کې هند ته ماتې ورکړه.
دا لومړی ځل دی، چې د افغانستان دوې لوبډلې په ورته مهال دوو نړیوالو لوبو کې برخه اخلي. د لوبې پچه د هند کپتان وګټله او د ۸ لوبغاړو په سوځیدو سره یې افغان لوبډلې ته د ۲۴۳ منډو هدف وټاکه.

د عکس سرچینه، AFGHANISTAN CRICKET BOARD
افغان لوبډلې ورکړل شوی هدف د سیالۍ په ۴۶.۳ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځیدو سره بشپړ کړ. یونس احمدزي له۵۱، سمیع الله شینواري له ۵۰ او شاهد له ۴۲ منډو سره دغه لوبه کې ځلېدونکي افغان لوبغاړي وو.
له باولرانو نه نوین الحق ۴، ګلبدین نایب دوه او شریف الدین شرف یوه ویکټه تر لاسه کړه.
که افغانستان د انټرکانټينېنټل کپ سیالۍ وګټي، نو د ټېسټ هېواد درجې ترلاسه کولو ته به یو ګام نور هم ورنږدې شي.








