کرېکټ: رحمت او ارمان د افغانانو ارمان پوره کړ

د عکس سرچینه، @ACBOFFICIALS
- Author, غزا نور
- دنده, بي بي سي
د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د جمعې په ورځ په ۴۸ اور کې د ایرلنډ لوبډلې ۲۳۰ هدف پوره کړ او د پنځوس اوره سیالیو لړۍ یې وګټله.
لوبه د افغان لوبډلې په کوربتوب د نوی ډېلي په ګریټن وایډا لوبغاړي کې د تېرو سیالیو په څېر سهار مهال پیل شوه.
پچه ایرلنډ لوبډلې وګټله او د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو سره یې په ۴۸ اور کې افغان سیالانو ته ۲۳۰ منډې هدف وټاکه.
افغان لوبډلې د دریو لوبغاړو په سوځېدو سره په ۴۸ اور کې ټاکلی هدف پوره او د دې لوبو لړۍ یې په خپل نوم کړه.
د افغانستان او ایرالنډ ترمنځ د پنځوس اوره سیالیو لومړنۍ دوه لوبې افغان او دریمه او څلورمه لوبه ایرلنډ ګټلې وې، ځکه وروستۍ لوبه د دواړو لوبډلو لپاره برخلیک ټاکونکې وه.
د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ د وروستۍ سیالۍ نندارې ته د افغان اجراییه رییس عبدالله عبدالله سربېره د ولسي جرګې ځینې غړي هم ورغلي وو.
د کوربه هېواد هند د بهرنیو چارو مرستیال وزیر هم د دې سیالۍ ننداره کوله.
د راشد خان پنځوس ویکټې

د عکس سرچینه، Getty Images
په افغان لوبغاړو کې راشد خان د سیالې لوبډلې څلور لوبغاړي وسوځول او په دې سره راشد خان نړیوالو یو ورځنیو لوبو کې ۵۰ وېکټې هم پوره کړې.
نورو دوو لوبغاړو فرید احمد او دولت ځدراڼ هم په ترتیب سره د سیالې بولډلې درې او دوه لوبغاړي وسوځول.
د افغان لوبډلې لپاره د رحمت شاه منډې هم مهمې وي، ځکه نوموړي د ۱۰۸منډو په جوړولو سره د سیالې لوبډلې په ماتولو کې ډېر رول درلود.
له نوموړي سره سمیع الله شینواري د ۶۲ منډو په جوړولو هم د توپونو په لوبولو کې ښه ملګرتیا وکړه.
کرېکټ نړیواله شورا کې د افغان لوبډلې د پرمختګ هیلې

د عکس سرچینه، Getty Images
افغانستان له پنځوس اوره سیالیو مخکې له ایرلنډ لوبډلې سره د شل اوره لوبو درې سیالۍ هم لرلې.
افغان کریکټ ملي لوبډلې نه یواځې د شل اوره سیالیو ټولې لوبې وګټلې، بلکې په هغو اتلولیو کې یې مختلف ریکارډونه هم جوړ کړل.
د افغان لوبډلې له دې بریاوو سره سره ایرلنډی لوبغاړي پي ار سټرلېنګ د روانو کرکېټ سیالیو د لوبغاړي ویاړ وګاټه.
د کرېکټ په دویمه درجه هېوادونو کې ایرلنډ لوبډله د افغان لوبډلې تر ټولو ځواکمنه سیاله بلل کېده، خو په دغو پنځوس اوره ترې مخکې او شل اوره سیالیو کې پرلپسې ماتو ته په کتو سره ښايي اوس د کرېکټ نړیوالې شورا فکر هم بدل شي او افغان لوبډله تر ایرلنډ لوبډلې غوره وګڼي.

د عکس سرچینه، Getty Images









