کرېکټ: افغان ملي لوبډلې 'صحرا کپ' وګاټه

د عکس سرچینه، ACB
افغانستان د صحرا چیلنج کپ اتلولي وګټله. د شهزاد په ناسوځېدلې پنځوسيزې او د نوروز په ١٧ منډو افغانستان ايرلنډ ته لويه ماتې ورکړه او صحرا کپ يې وگاټه.
افغانستان په دې سياليو کې خپلې ټولې لوبې وگټلې چې ايرلنډ ته په کې دوې ماتې وې.
د افغان لوبډلې لپاره یوه ډېره بوخته ورځ وه، دوی دوې لوبې وکړې، پایلوبه او له هغه وړاندې نیمه پایلوبه.
پایلوبه کې افغانستان ایرلنډ ته په لسو ویکټو ماتې ورکړه.
د ایرلنډ لوبغاړو لومړی لوبه وکړه او په چټکۍ سره یو په بل پسې وسوځیدل.
نبي په ١٠ منډو ٤ کسه وسوځول، دا يې په شل اوريزو لوبو کې تر ټولو غوره بالېنګ دى.

د عکس سرچینه، ACB
دوی یوازې وتوانېدل د افغان سیالانو لپاره د ۷۱ منډو همدف وټاکه.
خو کله چې افغان لوبډلې لوبه پیل کړه، شهزاد محمدي او نوروز منګل وکولی شول دغه هدف تر لاسه کړي او لوبه د لسو ویېکټو او ۷۳ منډو په توپير سره د افغانستان په ګټه پای ته ورسیدله.
له دې وړاندې په نیمه پایلوبه کې افغانستان عمان ته په اتو ویکټو ماته ورکړې وه.
عمان افغانستان ته د ۱۵۰ منډو هدف ټاکلی و، خو افغانستان وکولی شول هدف په اسانۍ تر لاسه کړې.
که څه هم د عمان د پيل لوبغاړي زيشان مقصود ٣٣ منډې جوړې کړې او سرخوږى يې جوړاوه خو له ٢٠ اوورونو وروسته يې د اتو لوبغاړو په سوځېدا يوازې ١٤٩ منډې وکولاى شوې.
تر ټولو ډیرې منډې شهزاد محمدي وکړې. هغه په ۶۰ توپونو ۸۰ منډې وکړې.
نوروز منګل چې له ده سره یو ځای د پیل لوبغاړو په توګه ډګر ته وتلي و په ۳۰ توپونو ۳۴ منډې کړې وې.








