کرېکټ: افغانستان د شل اوريزو سياليو پايلوبې ته ورسېد

د عکس سرچینه، ACB
په اماراتو کې د صحرا کپ شل اوريزو اتلوليو په لومړنۍ نيمه پايلوبه کې افغانستان عمان ته په ماتې ورکولو پايلوبې کې ځاى وموند.
افغانستان د پچې له گټلو وروسته عمان ته د منډو بلنه ورکړه او د خپلو پياوړو بالرانو په مرسته يې عماني لوبډله يوازې تر ١٤٩ منډو کابو کړه.
که څه هم د عمان د پيل لوبغاړي زيشان مقصود ٣٣ منډې جوړې کړې او سرخوږى يې جوړاوه خو له ٢٠ اوورونو وروسته يې د اتو لوبغاړو په سوځېدا يوازې ١٤٩ منډې وکولاى شوې.
د افغانستان له لورې کيڼ لاسي تېز بالر فريد ملک درې لوبغاړي وسوځول او راشد ارمان يو وار بيا ښه وځلېد او دوه عماني لوبغاړي يې ستانه کړل.
په ځواب کې شهزاد محمدي يوازې په ٦٠ توپونو ٨٠ منډې وکړې او د بري بنسټ يې کېښود.

د عکس سرچینه، ACB
له شهزاد سره يو وار بيا تقاعد شوى او د لوبغاړو د غوراوي د کمېټې مشر نوروز منگل د لوبې پيلولو ته راغلى و.
نوروز په ٣٠ توپونو ٣٤ منډې وکړې .
افغانستان د نوروز او شهزاد په سوځېدا هدف ترلاسه کړ.
اوس به افغان لوبډله د ايرلنډ او سکاټلنډ تر منځ د دويمې نيمه پايلوبې گټوونکي ته په تمه وي چې ورسره پايلوبه وکړي.
سکاټلتډ او افغانستان تر اوسه په دې سياليو کې خپلې ټولې لوبې گټلي او ايرلنډ يوازې له افغانستانه خپله لومړنۍ لوبه وبايلله.








