نوروز منګل د ملي لوبډلې د غوراوي کمېټې مشر وګومارل شو
د کرېکټ پخوانی لوبډلمشر نوروز منګل له نړیوالو سیالیو استعفا کړې او د ملي لوبډلې د غوراوي کمېټې مشر په توګه ګومارل شوی دی.
د سې شنبې پر ورځ د کرېکټ بورډ مشر عاطف مشعل وویل "باوري یم چې د نوروز منګل او نوې ډلې سره به د کرېکټ د لوبغاړو غوراوی لا ډېر مسلکي شي".
په خبري غونډه کې نوروز منګل وویل، چې د کرېکټ لوبډلې د وړتیا زیاتولو لپاره به خپله پوره هڅه کوي.
د کرېکټ بورډ چارواکو وویل دا چې نوموړی په کور د ننه ډېر مینه وال لري، نو په کورنیو لوبو کې به لوبېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د ډیسپلین کمېټه
د دې تر څنګ نن د کرېکټ بورډ مشر د ډيسپلین کمېټه هم اعلان کړه او مشري یې د کرېکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي هستي ګل عابد ته وسپارله.
د عاطف مشعل په خبره، ډيسپلین کمېټه به د لوبغاړو ډیسپلین او نظم څاري.
نوموړی وايي، "زما هیله له دې کمېټې د اده چې خپله دنده په رښتونولۍ او جدیت پرمخ بوځي او په ډیسپلین مسلو کې هېچا ته امتیاز ور نه کړي."

د عکس سرچینه، Getty Images
هغه دا هم وویل، چې په کریکټ کې سلیقوي او سمتي چلند نه غواړي، ځکه غواړي له دې وروسته به لوبغاړي په وړتیا ګومارل کېږي. "کمېټه به په پوره خپلواکۍ لوبي غوره کوي او د کرېکټ بورډ مشر، اجراییه رییس او نور ټول همکاران به د دوی په چارو کې لاسوهنه نه کوي".
خبرداری
ښاغلي مشعل وویل، د لوبغاړو غوراوي کمېټه خپلواکه ده، په چارو کې به یې نه د کرېکټ بورډ چارواکي او نه هم په کرېکټ کې ښکېل کسان یا سیاستوال لاسوهنه کولی شي. د هغه په خبره، مسلکي چارې به د مسلکو کمېټو له خوا وي، هغه به دا واک لري چې د لوبو لپاره کسان وګوماري او نور خلک باید په دې خپه نه شي.
نوموړي د غوراوي کمېټې د پخواني مشر دولت احمدزي او د هغه د نورو همکارانو مننه وکړه، چې په وینا یې په دې برخه کې یې په پوره ريښتينولۍ دنده اجرا کړې او ښه خدمت یې کړی دی.

د عکس سرچینه، Getty Images









