کرېکټ: راشد ارمان د انګلستان لاینز لوبډلې اته لوبغاړي وسوځول

د عکس سرچینه، Getty Images
متحده عربي اماراتو کې د افغان ملي کرېکټ لوبډلې او انګلستان لاینز تر منځ څلور ورځنۍ لوبه کې نن انګلستان لاینز خپل دویم وار کې ۲۱۰ منډې جوړې کړې او افغانستان ته یې د ۲۱۷ منډو هدف وټاکه.
راشد ارمان بې سارې لوبه وکړه او د انګلستان لاینز ۸ لوبغاړي يې وسوځول.
د دغې لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې هم راشد ارمان ښه ځلېدلی و او څلور لوبغاړي یې سوځولي وو.
د انګلستان لاینز لوبډلې په لومړۍ توپ وهنه کې ۲۷۹ منډې جوړې کړې وې او په دویم وار کې یې ۲۱۰.
افغانستان بیا په خپل لومړي وار کې ۲۷۳ منډې جوړې کړې چې له سیالې لوبډلې شپږ کمې وې.
افغانستان د دریمې ورځې تر پایه ۱۸ منډې کړي او ۳ لوبغاړي یې سوځېدلي دي.
افغان لوبډله ۱۹۹ نورو منډو ته اړتیا لري.
په ننۍ لوبه کې ډېرې منډې د انګلستان لاینز ۲۷ کلن ټام ویسلي جوړې کړې. نوموړي په ۱۷۲ توپونو ۸۴ منډې وکړې. ۲۱ کلن ټام السوپ بیا په ۴۶ توپونو ۴۰ منډې جوړې کړې.

د عکس سرچینه، Getty Images
راشد ارمان یو له هغو درېو افغان لوبغاړو دی چې د بنګلدیش په سږني لیګ کې هم ولوبېدل. نوموړی په دې لیګ کې د خپلې لوبډلې په وروستۍ لوبه کې د لوبې غوره لوبغاړی شو.
د ډېرو په ګومان راشد ارمان یو له هغو تکړه افغان لوبغاړو دی چې ښه راتلونکی او د افغانستان لپاره ډېرې بریاوې ترلاسه کولی شي.
د افغانستان له خوا په دغه لوبه کې جاوید احمدي، احسان الله، رحمت شاه، افسر ځاځی، ناصر جمال، حشمت الله شاهدي، یامین احمدزی، کریم جنت، اصغر ستانکزی، راشد خان او محمد نبي.








