ستانکزی: اصغر او شهزاد زموږ لپاره يوه "ستونزه" ده

د افغانستان کرېکټ اجراييوي مشر شفيق ستانکزي له بي بي سي پښتو سره په خبرو کې وويل، په افغان لوبډله کې ۱۱ داسې لوبغاړي شته چې فزيکي پياوړتيا يې سمه نه ده، په دغو لوبغاړو کې شهزاد محمدي او لوبډلمشر اصغر ستانکزی هم شامل دي.

د نوموړي په وينا "شهزاد محمدي زموږ لپاره يوه لويه ستونزه ده چې د هغه فزيکي پياوړتيا بايد لوړه شي. د نه فېټنس له امله ترې يو يا دوه کېچونه لوېږي، له ۱۰ تر ۱۵ سېنګلې ترې شاوخوا کېږي چې يو پياوړی کيپر [ساتونکی] یې ساتلی شي."

ښاغلی ستانکزی زياتوي، "شهزاد محمدي خپله هم څو منډې نه شي کولی او یوازې په شپږيزو او څلوريزو باندې اتکا کوي."

  • <link type="page"><caption> کرېکټ: بنګله دېش له افغانستانه د دريو يو ورځنيو لوبو لړۍ وګټله</caption><url href="http://www.bbc.com/pashto/sport/2016/10/161001_gn_afghanistan_vs_bangladesh_cricket" platform="highweb"/></link>
  • <link type="page"><caption> کرېکټ: د ګټلې لوبې بایللو نور لاملونه!</caption><url href="http://www.bbc.com/pashto/sport/2016/09/160926_mental_skills_training_for_afghan_ricketers" platform="highweb"/></link>

نوموړی وايي، اصغر ستانکزی، دولت ځدراڼ، نور علي ځدراڼ، جاويد احمدي، سميع الله شينواری، کريم جنت او احسان جنت هغه لوبغاړي دي چې دوی ته به د پياوړتيا يا فېټنس د څلور او اتو اوونيو پروګرام جوړېږي او دوی ته به يو هدف ټاکل کېږي.

د ده په وينا "که چېري دوی دغه هدف ترلاسه نه کړي نو د افغانستان کرېکټ بورډ به له دوی سره قرارداد فسخه کوي او د ټاکلو په برخه کې به هم له ستونزو سره مخ وي."

څه موده وړاندې افغانستان او بنګله دېش درې يوه ورځنۍ لوبې لرلې

د عکس سرچینه، Getty

د عکس تشریح، څه موده وړاندې افغانستان او بنګله دېش درې يوه ورځنۍ لوبې لرلې

تېره اوونۍ افغان کرېکټ لوبډلې له بنګله دېش سره درې يوه ورځنۍ سيالۍ لرلې چې يوه يې وګټله او دوې يې وبايللې.

ځينې خلک پر افغان کرېکټ لوبډلمشر اصغر ستانکزي نيوکه کوي، چې ګواکې په دغه سياليو کې يې د افغان لوبډلې هغسې مشري و نه کړه چې بايد شوې وای.

خو د افغان کرېکټ بورډ اجراييه مشر بيا وايي د اصغر ستانکزي په مشرۍ افغان لوبډلې په تېرو دوو کلونو کې ډېر پرمختګ کړی او ګڼې لاسته راوړنې يې لرلې، چې د ده په وينا هغه نړيوالو هم منلې دي.

  • <link type="page"><caption> راجپوت: نړيوالو ټیسټ لوبو ته چمتوالی یو کال وخت غواړي</caption><url href="http://www.bbc.com/pashto/sport/2016/07/160729_gn_international_test_cricket_afghanistan" platform="highweb"/></link>
  • <link type="page"><caption> کډوالو جرمني ته د کرېکټ مینه هم لېږدولې</caption><url href="http://www.bbc.com/pashto/sport/2016/06/160607_hh-cricket-loveing-asian-migrants-germany" platform="highweb"/></link>

د کرېکټ ۲۰ اووريزو نړيوالو سياليو کې افغان لوبډلې د اصغر ستانکزي په مشرۍ د دغو سياليو اتلې لوبډلې زېمبابوې ته ماته ورکړه او د بنګله دېش پر وړاندې وروستۍ لوبه کې يې خپله لومړۍ پنځوسيزه بشپړه کړه.

دی وايي بنګله دېش يوه پياوړې لوبډله ده، چې په خپل کور يې پاکستان، هند، نيوزيلنډ، جنوبي افريقا او زېمبابوې ته ماته ورکړې او په نړيوالو يو ورځنيو سياليو کې اوس په اووم نمبر ده.

د افغان کرېکټ لوبډلې مشر اصغر ستانکزی

د عکس سرچینه، Getty

د عکس تشریح، د افغان کرېکټ لوبډلې مشر اصغر ستانکزی

خو دی زياتوي، د بنګله دېش پر وړاندې لومړۍ سيالي باید افغانستان ګټلې وای چې د ده په وينا د ځينو "غلطيو" له امله يې وبايللې.

د ستانکزي په وينا روانه مياشت په جنوبي افريقا کې د کرېکټ نړيوالې شورا د بورډ له غړو سره ناسته لري چې د کرېکټ په نړيوالې شورا کې د بشپړ غړيتوب په ترلاسه کولو ورسره وغږېږې.