په بنگله دېش کې د افغان لوبډلې هيلې

د عکس سرچینه، Getty
- Author, ايمل پسرلى
- دنده, لندن
افغانستان د سپتمبر له ٢٥ مې ڼېټې له بنگله دېش سره د هغوى په کور کې درې يو ورځنۍ لوبې لري. پخوا د دغو دواړو لوبډلو ترمنځ په يوازينۍ لوبه کې چې د بنگالي لوبډلې په کور شوې وه افغانستان بريالى شوى و.
د ٢٠١٠ کال کې د افغانستان او بنگله دېش لوبډلې له سنټ لوشيا د بارباډوز په لور د سفر په ترڅ کې په يوه الوتکه کې ناستې وې. الوتکه وړه وه. افغان لوبغاړي مخته ناست وو. د بنگله دېش لوبغاړي شاته ناست وو.
په وروستۍ څوکۍ د بنگله دېش د لوبډلې د هغه وخت منېجر خالد محمود او زه ناست وو. د بنگله دېش لوبغاړي غلي وو. افغان لوبغاړو ټوکې کولې خندل يې او خوښ ښکارېدل.
هغه د افغان لوبډلې لومړنى ځل و چې په نړيوالو اتلوليو کې یې برخه اخیستله او پر تلويزيون يې لوبه په ميليونونو خلک لیدله. بنگله دېش د کرېکټ نړيوالې شورا غړى هېواد و ، ټسټ لوبې يې کولې خو په لوبغالي کې يې پايلې ښې نه وې.

د عکس سرچینه، Getty
خالد محمود د افغان تېزو بالرانو ستاينه راته وکړه. حميد حسن او شاپور ځدراڼ يې ستايل. په بنگله دېش کې يې له دې سرټکاوه چې يوازې دوه پيچونه يا د توپ غورځولو کرښې لري. لوبغالي يې ښه نه دي خو تنکي زلمي را روان دي. ده ويل شکېب الحسن به لوى ستورى وي او نور هم ورپسې دي.
د خالد محمود هغه اټکل اوس سم ښکاري. د بنگله دېش کرېکټ په تېرو دوو دریو کلونو کې دومره توپير کړى چې د نه منلو ښکاري. دې لوبډلې له هر چا بايلله خو پام يې زلمو لوبغاړو ته وکړ او دا دى اوس هغه زلمي تکړه ځوانان دي.
هغه وخت د افغان لوبډلې روزونکى کبير خان و. په هغه سفر کې ده ويل افغانستان بايد پر زلمو لوبغاړو سر له اوسه پانگونه وکړي.

د عکس سرچینه، Getty
له ٢٠١٠ کال راهيسته په افغان لوبډله کې هم بدلون راغلى، تجربه يې ډېره شوې، خو بنگله دېش پرې ظاهرآ پياوړى ښکاري.
که افغان لوبډله په بنگله دېش کې برى مومي نو ټول لوبغاړي يې بايد په هره لوبه کې تر خپله وسه وځلېږي. ډېر پام به محمد نبي، راشد ارمان ، نجيب ځدراڼ او شهزاد ته وي. اوس حميد او شاپور نشته. دولت ځدراڼ به د زلمو تېزو بالرانو نوين الحق او فريد ملک لارښود وي.
که بنگله دېش شهزاد منډو ته پرېنښود او په راشد ارمان يې له پيله بريدونه وکړل دا ښايي په ټوله لوبډله فشار راوړي.
افغان لوبډله به بيا په دې هيله وي چې په تېرو څو مياشتو کې بنگله دېش لوبه نه ده کړې. دغه حالت ښايي د افغان لوبډلې په خير تمامه شي. بنگله ديش تر افغان لوبډلې وروسته له انگلستان سره لوبې لري.

د عکس سرچینه، Getty
په افغان لوبو کې به دوى غواړي چې ځان انگلستان ته تيار کړي. ښايي نوي لوبغاړي هم وازمايي. دا کار ښايي د افغان لوبډلې په گټه تمام شي.
خو له لويه سره بنگله دېش په ٢٠١٤ کال کې په خپل کور له افغانستان څخه د بايللې يو ورځنۍ لوبې غچ غواړي. بنگله دېش به غواړي چې په نړيوالو درجه بنديو کې خپل اووم دريځ پسې پياوړي کړي.
که افغان لوبډلې په دغو دریو لوبو کې يوه وگټله دا سفر بايد بريالى وبولي. که يې ونه گټله خو په لوى توپير يې ماتې هم ونه خوړه بيا به هم افغان لوبغاړو ته ښه تجربه وي.
له ٢٠١٠ کاله بنگله ديشي کرېکټ اوس ډېر بدل دى، خو دا سيالۍ به افغان لوبډلې ته هم وښيي چې په نړيوالو سيالانو کې د دوى تله څومره درنه شوې ده.

د عکس سرچینه، AFP








