کرېکټ: کابل کې د شپږیزې سیالۍ

دا ځل په شپږیزه کې په لومړي ځل بهرني لوبغاړي هم لوبېږي، چې په هغو کې شپږ پاکستاني یو د زمبابوې او یو افغان الاصله اسټرلیايی دی

د عکس سرچینه، ACB

د عکس تشریح، دا ځل په شپږیزه کې په لومړي ځل بهرني لوبغاړي هم لوبېږي، چې په هغو کې شپږ پاکستاني یو د زمبابوې او یو افغان الاصله اسټرلیايی دی
    • Author, سید عبدالله نظامي
    • دنده, بي بي سي

افغان پلازمېنه کابل کې د کرېکټ شپږیزه سیالۍ مراسم د اګست پر اتمه پيل شول، د دې سیالۍ لپاره له وړاندې تیارۍ روانې وې.

د افغانستان د کرېکټ بورډ ویاند فرید هوتک بي بي سي پښتو ته وویل، دا ځل په شپږیزه کې په لومړي ځل بهرني لوبغاړي هم لوبېږي، چې په هغو کې شپږ پاکستاني یو د زمبابوې او یو افغان الاصله اسټرلیايی لوبغاړی دی چې کابل ته سیالیو کې د ګډون لپاره رسیدلي دي.

دغه بهرني لوبغاړي به د افغانستان په بېلابېلو لوبډلو کې ولوبېږي ښاغلی هوتک وايي د بهرنیو لوبغاړو راتګ افغانستان ته د نورو بهرنیو لوبډلو او د کرېکټ د نورې نړۍ مخ راګرځولی شي.

د شپږیزې په دې سیالیو کې ټولې شپږ لوبډلې برخه لري:

امو نهنګان، سپین غر زمریان، مس عینک، بند امیر، کابل بازان، بوست

دغه لوبډلې د افغانستان د ټولو زونونو استازولي کوي.

د شپږيزې د پرانيستې مراسمو ليدو ته په زرګونو افغانان ورغلي وو

د عکس سرچینه، ACB

د عکس تشریح، د شپږيزې د پرانيستې مراسمو ليدو ته په زرګونو افغانان ورغلي وو

سږ کال په شپږیزه کې جنجالي خبره د افغانستان د ملي لوبډلې د یوه لوبغاړي شفیق الله شفق د نه لوبېدو وه.

کرېکټ بورډ ویلي وو ښاغلی شفق یې د بورډ د قوانینو له مخې په ځینو ناغړیو سزا ورکړې.

د شفق د نه لوبېدو پر سر د کرېکټ ځینو لوبغاړو احتجاجونه هم کړي خو د افغانستان د کرېکټ بورډ اجرايیوي مشر شفیق الله ستانکزی وايي هغه ته نظم (ډیسیپلین) په نه مراعاتولو شپږ میاشتې سزا ورکړل شوې او تر راتلونکي اکټوبر په سیالیو کې ونډه نه شي اخستی.

نوموړي روښانه نه کړه چې ډیسپلین په کومه برخه کې مات شوی.

د افغانستان کرېکټ بورډ عمومي ريیس نسیم الله دانش او د افغان لوبډلې مرستيال روزونکی رييس احمدزی د شپږيزې سياليو له لوبغالي ليدنه کوي.

د عکس سرچینه، ACB

د عکس تشریح، د افغانستان کرېکټ بورډ عمومي ريیس نسیم الله دانش او د افغان لوبډلې مرستيال روزونکی رييس احمدزی د شپږيزې سياليو له لوبغالي ليدنه کوي.

د عکس سرچینه، ACB

د شپږیزې ګټه دا ګڼل کېږي چې په دې سیالیو کې د ځوانو لوبغاړو له منځه د ملي لوبډلې په ګډون د نورو یادو لوبډلو لپاره د لوبغاړو غوراوی کېږي.

دا څلورم ځل دی چې کابل کې د شپږیزې سیالۍ جوړېږي.

د سیمې او نړۍ په کچه د افغانستان کرېکټ د ملي لوبډلې لوبو نه یواځې د نورو پام افغانستان ته اړولی دغه هېواد کې یې د ځوانانو مینه له کرېکټ سره لا ډېره کړې ده.