افغانستان له بنگله دېش څخه دويمه لوبه وگټله

د عکس سرچینه، Getty
د اصغر ستانکزي او محمد نبي د ١٠٧ منډو ملگرتيا د افغانستان د بري بنسټ کېښود چې ورسره د درو لوبو لړۍ يو يو مساوي شوه او وروستۍ لوبه به د شنبې په ورځ وي.
بنګله دېش د ۹ لوبغاړو له سوځېدو وروسته ۲۰۸ منډې جوړې کړې او افغانستان ته یې د ۲۰۹ منډو هدف وټاکه.
دا دواړو لوبډلو تر منځ له دریو نړیوالو یوه ورځنیو لوبو دویمه لوبه وه، چې د بنګله دېش میرپور ښار په شیر بنګله لوبغالي کې تر سره شوه.
د افغانستان کرېکټ بورډ اجرایويي مشر شفیق الله ستانکزي بي بي سي ته د راتلونکې لوبې په اړه وویل، چې بنګله دېش لوبډله خورا غښتلې لوبډله ده او له دغې لوبډلې سره په لوبه کې بریا د افغان لوبغاړو مورال خورا لوړ کړی دی:
''بنګله دېش لوبډلې په خپل کور کې د سویلي افریقا، هند او پاکستان په څېر غښتلو لوبډلو ته ماتې ورکړې او د دوی پر وړاندې زموږ بریا د راتلونکې لوبې لپاره هم زموږ مورال خورا لوړ کړی دی''
* <link type="page"><caption> کرېکټ: د ګټلې لوبې بایللو نور لاملونه!</caption><url href="http://www.bbc.com/pashto/sport/2016/09/160926_mental_skills_training_for_afghan_ricketers" platform="highweb"/></link>
* <link type="page"><caption> په بنگله دېش کې د افغان لوبډلې هيلې</caption><url href="http://www.bbc.com/pashto/afghanistan/2016/09/160924_gng_afghan_cricket_bangal" platform="highweb"/></link>
افغان کپتان په دغه لوبه کې د شبیر نوري پر ځای نوروز منګل شامل کړی و. منګل د سږ کال په جنورۍ کې وروستۍ یوه ورځنۍ لوبه کړې او په نننۍ لوبه کې یې ۱۰ منډې جوړې کړې.
د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې کپتان اصغر ستانکزي په نننۍ ( سپتمبر ۲۸ ) لوبه کې پچه وګټله او بنګله دېش ته یې د منډو جوړولو بلنه ورکړه.
د دغې لوبې لیدو ته نژدې ۴۰ زره نندارچیان لوبغالي کې ناست وو.
کپتان اصغر ستانکزي په دغه لوبه کې د کپتان په توګه یوه ورځنۍ لوبه کې لومړی ځل پنځوسیزه بشپړه کړه او د ۵۷ منډو له جوړولو وروسته وسوځېد.

د عکس سرچینه، Getty
که ننۍ لوبه بنګله دېش ګټلې وای دا به د دغه هېواد د یوې ورځنیو ګټلو لوبو ۱۰۰ مه هغه وه.
د افغان لوبډلې لپاره د نړیوالو یوه ورځنیو لوبو ۶۹ مه هغه وه.
په ننۍ لوبه کې او دغه راز په تېره لوبه کې، چې د یکشنبې په ورځ تر سره شوه د افغان لوبغاړو د لوبې پیل په زړه پورې و، خو وروسته داسې معلومیدل، چې له فشار سره مخامخ دي.
د لوبو شنونکي د افغان لوبغاړو لږ تجربه د دې لامل بولي او وايي، نوي لوبغاړي په وروستیو لوبو کې ښه وځلیدل او د نورې تجربې له تر لاسه کولو وروسته به په ټول کې لوبډله ښه پرمختګونه ولري.








