خوست کې د کرېکټ لوبغالی پرانستل شو

د افغانستان کرېکټ بورډ چارواکو نن په سوېل ختیځ ولایت خوست کې د کرېکت یو نړیوال لوبغالی پرانیست.
د افغانستان د کرېکټ بورډ مشر عاطف مشعل بي بي سي ته وویل؛ دا لوبغالی د جرمني سفارت په مالي مرسته د نژدې ۶۲ میلیون افغانیو په لګښت جوړ شوی او په یوه وخت کې د ۷۰۰۰ نندارچیانو د ورتګ ظرفیت لري.
مشعل زیاته کړه؛ "مونږ ټولو ته دا معلومات وشول، چې خوستوال رښتیا هم له کرېکټ لوبې سره مینه لري. همدا اوس په زرګونه کسان له لوبغالي د باندې د انتظار شیبې شمارې نو زه له دوی سره ژمنه کوم چې د دغه لوبغالي ظرفیت به دیرشو زرو کسانو ته لوړ کړم."
ددغه لوبغالي د پرانستل کېدو مراسمو ته د کرېکټ بورډ چارواکو او د ملي شورا د یو شمېر غړو سربېره ولایتي چارواکي او د خوست لسګونه زره اوسېدونکي ورغلي وو.

د دغه لوبغالي تر پرانستنې وروسته د افغانستان د ملي لوبډلې لوبغاړو په ګډون د کرېکټ یوه شل اوریزه لوبه هم ترسره شوه چې د اصغر ستانکزي په مشرۍ لوبډلې د نوروز منګل په مشرۍ لوبډله ماته کړه.
ننیو مراسمو ته له ګاونډیو ولایتونو لوګر او پکتیا نه هم د کرېکت سلګونه مینه وال ورغلي وو.
له پکتیا راغلي محمد شاکر وایي؛ هېڅکله یې هم ددې ورځې تصور نه و کړی چې د ملي لوبډلې لوبغاړي به په دغه سیمه کې وګوري او د کرېکټ نړیوال لوبغالی به ورته جوړ شي.
شاکر وایي؛ "زه نن د خوشالۍ او ارامۍ احساس کوم."
د خوست والي حکم خان حبیبي ، د اطلاعاتو فرهنګ وزارت سرپرست کمال سادات او په ملي شورا کې د خوست، پکتیا او لوګر یو شمېر استازو په یوه خوله له کرېکټ بورډ نه وغوښتل چې د دې لوبغالي د پراختیا او پرمختیا هڅه وکړي.











