نوروز منگل تر ټولو بريالى افغان کپتان

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, ایمل پسرلی
- دنده, بي بي سي، لندن
د ٢٠٠٤ کال د جون ١٣ مه نېټه وه. افغانستان د اسيا د کرېکټ شورا په اتلوليو کې په لومړي ځل برخه اخيسته. د ماليزيا په کولالمپور کې سيالۍ کېدې.
د الله داد نوري په لوبډلمشرۍ افغانستان پچه وگټله او د عمان بالرانو ته يې بلنه ورکړه چې لومړى دوى ته بالېنگ وکړي.
نوروز منگل او کريم صادق د افغانستان د پيل جوړه وه. کريم صادق په صفر وسوځېد، ورپسې اصغر و چې هغه هم کومه منډه ونه کړه. اسد الله خان ٢٥ منډې وکړې او لاړ. کيڼ لاسى احمد شاه په پنځم نمبر راغى ورو ورو ولوبېد او په ٢١ منډو ستون شو.
په شپږم نمبر د کپتان ورور خالق داد نوري چې تېز بالر و منډو ته راغى ده ٢٣ منډې وکړې.
ورپسې نبي په څلورو او هستي گل عابد په دوو منډو وسوځېدل، دولت احمدزى او کپتان الله داد نوري بې منډو لاړل، شاپور ځدراڼ يوه منډه لرله.
خو افغانستان بيا هم ٢٠٢ منډې وکړې.
علت يې د نوروز منگل سليزه وه. نوروز منگل د نهو څلوريزو او دوو شپږيزو په مرسته ١٠١ منډې وکړې.
هغه لوبه عمان د څلورو ويکټو په لرلو وگټله خو لږ تر لږه د اسيا د دويمې درجې په کرېکټ لوبډلو کې خلکو نوروز منگل وليد چې لوبه کولى شي او ښه يې کولى شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
دا د افغانستان د کرېکټ هغه ورځې وې چې فدراسيون او روزونکو ته د لوبغاړو وړتيا يوازې په شپږيزو او څلوريزو کې د منلو وړ وه.
په همدې دليل يې په دويمه لوبه کې له هانگ کانگ سره د پيل په جوړه کې هستي گل عابد د نوروز منگل ملگرى کړ. هغه لوبه هم افغان لوبغاړو وبايلله او نوروز منگل په کې يوازې ١٦ منډې وکړې.
د هغو سياليو درېيمه لوبه د کريم صادق د سليزې او د نوروز منگل د ٦٠ منډو په مټ افغانستان له بحرين څخه وگټله.
په څلورمه لوبه کې هم نوروز ٦٣ منډې وکړې خو افغان لوبغاړو له کويت څخه وبايلله.
په هغو سياليو کې نوروز منگل په ٢٧١ منډو د ټورنامنټ د ډېرو منډو په لوبغاړو کې په درېيم نمبر راغى.
د افغان لوبډلې کپتان

د عکس سرچینه، Getty Images
نوروز منگل په ٢٠٠٧ کال کې د کپتانۍ دنده خپله کړه. په لومړۍ لوبه کې يې له کوز دير سره د افغان لوبډلې مشري په غاړه لرله.
د نوروز په کپتانۍ کې افغانستان د کرېکټ د نړيوالې شورا پنځم، څلورم او درېيم ډيوژنونه وگټل.
په ٢٠٠٩ کال کې د ده په مشرۍ افغانستان د نړيوالو رسمي يو ورځنيو لوبو دريځ خپل کړ.
په ٢٠١٠ کال کې يې شل اورېزو نړيوالو اتلوليو ته لار ومونده او تر هغو پورې چې يې کپتاني محمد نبي ته سپارله نوروز منگل د افغانستان تر ټولو بريالى کپتان وبلل شو.
د نوروز لوبې
نوروز منگل ٤٩ نړيوالې رسمي لوبې وکړې. په ډېرو کې يې د کپتانۍ بار هم په اوږو و. ده د دوو سليزو په مټ ټولې ١١٣٩ منډې وکړې. څلور پنځوسيزې يې هم درلودې او د منډو اوسط يې څه باندې ٢٧ وو.
په شل اوريزو لوبو کې يې د دوو پنځوسيزو په مرسته په ٣٠ لوبو کې د څه باندې ١٦ په اوسط ټولې ٤٥٤ منډې درلودې. په فسټ کلاس يا څو ورځنيو لوبو کې نوروز د نژدې ٣٨ منډو په اوسط په ١٤ لوبو کې ٨٣٢ منډې وکړې چې يوه سليزه او پنځه پنځوسيزې يې لرلې.
د ده په کپتانۍ کې افغانستان د لويو وچو څلور ورځنۍ اتلولۍ وگټلې.
ځينې ښايي ووايي چې د منډو ريکارډ يې د خپل لوبيز استعداد په پرتله ښه نه دى خو د ده شخصيت او چلند د لوبډلې په ساتلو او پر مخ وړولو کې خورا مهم رول لوبولى دى.
خوی او عادت

د عکس سرچینه، Christopher Lee
نوروز منگل په خپلو همځولو کې هم د خپل چلند او درانه خوى له امله منلى او ښاغلى و.
د ده په تړاو مې له هېڅ لوبغاړي وانه ورېدل چې له چا سره دې ظلم کړى وي. دى په هغه وخت کې لوبډله کې و چې د فدراسيون او بورډ مشرۍ يې پرله پسې بدلېدلې، لوبغاړو به کله د يوې غاړې کله د بلې ملاتړ کاوه خو نوروز له ټولو سره ناپېيلى او دوست پاتې شو.
په ٢٠١٠ کال کې چې په بارباډوز کې ریيس احمدزي نړيوالې لوبې پرېښودې او ويې ويل چې ځوانانو ته بايد موقع ورکړو ښه مې يادېږي چې نوروز په هغه پرېکړه خوښ نه و.
د سمندر په غاړه د هوټل په چوتره کې له نوروز منگل سره ولاړم وم ورته ومې ويل چې د ریيس پرېکړه ولې پر ځاى نه بولي. نوروز منگل ويل هر کله چې په رښتيا د نړيوالو لوبو وړ ځوانان راغلل بيا به ځو اوس کله څوک شته.

د عکس سرچینه، Getty Images
نوروز منگل په همدې باور تر ډېرو پاتې شو خو اوس يې نوې دنده همدا ده چې نړيوالو لوبو ته تيار ځوان لوبغاړي ومومي.
نوموړی وايي لوبغاړي به وار له واره نړيوالو لوبو ته نه ورولي بلکې په بېلا بېلو پړاونو کې به يې نړيوالو لوبو ته چمتو کوي.
نوروز منگل په دې باور دى چې په يو دوو لوبو نه څوک اتل کېږي او نه څوک بې کاره بلل کېداى شي.
دى وايي هر لوبغاړي ته بايد موقع ورکړل شي.
نوروز منگل په خپل لوبيز ژوند کې ښه لوبه وکړه که يې د خپلې لوبې غوندې د غوراوي په برخه کې هم د پام وړ کار وکړ د افغانستان د کرېکټ راتلونکى بايد روڼ وي.








