عاطف مشعل د کرېکټ بورډ مشر وټاکل شو

د عکس سرچینه، ACB
د افغانستان کرېکټ بورډ د رسنيو په تالار کې د يوې غونډې په ترڅ کې شکرالله عاطف مشعل د کرېکټ بورډ د نوی مشر په توګه معرفي شو. ویل کېږي دغې دندې ته عاطف مشعل، مشتاق رحیم او رحمت الله قریشي کانديد وو.
د کرېکټ بورډ د مشر نسیم دانش د لرې کولو غوښتنې هغه مهال پر ټولنيزو شبکو مطرح شوې چې د دې لوبډلې يوه غړي شاپور ځدراڼ په یوه تلويزوني مرکه کې د دغه بورډ پر مشرتابه نيوکې وکړې.
هغه ادعا وکړه چې ده ته د شخصي ستونزو له کبله په لوبو کې ونډه نه ورکول کېږي او له ده سره يې هوکړه لیک هم لغوه کړی دی، خو نسيم دانش د شاپور ځدراڼ دغه خبرې ناسمې بللې دي.
د نوي مشر د ټاکلو په غونډه کې د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار، د ماليې وزير اکليل حکيمي، د ښار جوړونې وزير سيد سادات منصور نادري، د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال حکمت خليل کرزی او ګڼو نور کسانو هم ګډون کړی و.
د افغانستان د مالیې وزیر او د کرېکټ بورډ غړي اکلیل حکیمي وویل، د دغې ادارې نوی مشر د وړتیاوو پر بنسټ غوره شوی دی.
نوموړي وویل د کرېکټ بورډ د عمومي مشر او اجرایوي مشر دندې باید داسې وټاکل شي چې یو له بل سره ټکر و نه کړي.

د عکس سرچینه، ACB
د کرېکټ بورډ نوي مشر شکرالله عاطف مشعل وویل، له لوبغاړو او لوبپوهانو سره د سلا مشورو په پایله کې به د کرېکټ د پرمختګ لپاره کار کوي.
د افغانستان د مشرانو جرګې مشر فضل الهادي مسلمیار هم د کرېکټ بورډ د نوي مشر د پېژندلو غونډې ته وویل چې په بورډ کې اختلافونه نه د دغه بنسټ په ګټه دي او نه هم د افغان ولس. هغه ویل هېڅوک به پرېنږدي چې په دې برخه کې لاس ووهي.
د کرېکټ بورډ مشر د دریو کلونو لپاره غوره کېږي، چې کارونه یې هر کال د کرېکټ بورډ بنسټ له خوا ارزول کېږي.
عاطف مشعل څوک دی؟
نوموړی د کابل له حبیبي لیسې فارغ شوی او لسانس یې په کابل کې له امریکايي پوهنتونه اخیستی او دمګړۍ په بریتانیا کې د ماسټرۍ زده کړې هم کوي.
ښاغلي مشعل له دې وړاندې د جمهوري ریاست د چارو په اداره کې کار کاوه.
نوموړي تېره میاشت د کابل په شپږیزو لوبو کې خپله لوبډله هم درلوده.
دی خپله هم کریکټ لوبه کوي او له دغې لوبې سره مینه لري.








