د افغانستان کرېکټ بورډ "مشر بدلېږي"

د عکس سرچینه، FB
یوې سرچیني بي بي سي ته وویل چې د کرېکټ بورډ د مشر نیسم دانش پر ځای نوی مشر ټاکي. دغه سرچینه وايي چې تر اوسه له درو کاندیدانو سره د دې دندې لپاره مرکې شوي.
ویل کېږي چې په دغو کاندیدانو کې عاطف مشعل، مشتاق رحیم او رحمت الله قریشي شامل دي.
تر اوسه نسیم دانش په دې اړه څه نه دي ویلي.
په دې وروستیو کې د افغانستان وتلي لوبغاړي شاپور ځدراڼ د کرېکټ بورډ پر مشر نیسم دانش او اجراییه مشر شفیق ستانکزی نیوکې وکړې چې دوی ورسره سم چلن نه کاوه او په قصدي توګه یې ګوښه کړی دی.
په یوه مرکه کې شاپور ځدراڼ تور پورې کړ چې ښاغلي شفیق او ښاغلي دانش ترې غوښتي چې پر ټولنیزو شبکو د دوی ستاینه وکړي او که نه قرارداد به ترې واخیستل شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
له دې مرکې وروسته یو بل لوبغاړي شفیق شفق هم یو شمېر رسنیو ته وویل چې د کرېکټ بورډ دغه چارواکي د لوبغاړو سره سم چلن نه کوي او دوی په بېلابېلو خبرو ګواښي.
خو د کرېکټ بورډ چارواکي دغه تورونه بې بنسټه بولي او وايي چې د لوبغاړو ټاکل د یوې کمیټې کار دی نه د کرېکټ بورډ مشر او یا اجراییه مشر.
د شاپور ځدراڼ په ملاتړ په ټولنیزو رسنیو کې ډېر غبرګونونه خپاره شول.
څو ورځې وړاندې اسلام اباد کې د افغانستان سفیر عمر زاخېلوال چې پخوا یې د وزارت تر څنګ د کرېکټ بورډ مشري هم کوله په خپل فېسبوک لیکلي وو "نسیم الله دانش او شفیق ستانکزی دواړه له نږدی پېژنم. دواړه تکړه با احساسه ځوانان دي. د کرېکټ د ودی او پراختیا لپاره یې په خپل وار په اخلاص منډې وهلي چې ستاینه یی باید وشي. لیکن اوس د شته اختلافاتو له کبله د دوی پاتی کېدل په خپلو اوسنیو دندو په هېواد کی د کرېکټ په زیان وینم."

د عکس سرچینه، AFP
نوموړي ویلي وو چې په دې اړه یې له ولسمشر غني سره هم خبرې کړي دي.
تر اوسه کره معلومات نه شته خو داسې ویل کېږي چې ښايي راتلونکې اوونې کې نوی مشر وګومارل شي.








