افغانستان په کرېکټ کې پاکستان ته ماتې ورکړه

د عکس سرچینه، Getty Images
د اسيا د ١٩ کلنو په کرېکټ اتلوليو کې چې په سرېلنکا کې کېږي افغان لوبډلې پاکستان ته د ٢١ منډو په توپير ماتې ورکړه. په دغو اتلولیو کې دا د افغانستان دویمه لوبه ده.
پاکستان پچه وگټله او په دې هيله چې افغان لوبډله به ژر وسوځوي خپله يې بالېنگ ته مخه کړه. خو افغان لوبډلې د لومړۍ وېکټې لپاره د ٧٤ منډو ملگرتيا وکړه.
له ٣٠ اوورونو وروسته افغانستان ١٢٢ منډې درلودې او د پيل دوه لوبغاړي يې سوځېدلي و.
ابراهيم ځدراڼ پنځوسيزه وکړه او نويد عبيد ٣١ منډې درلودې.
له دې وروسته په راتلونکو ١٦ اوورونو کې طارق ستانکزي او دروېش رسولي خورا خوندوره ملگرتيا درلوده.
طارق احتياط کاوه او درويش بريد، په همدې ډول دوى دواړو د پوره سلو منډو ملگرتيا وکړه.
د لوبې په وروستيو ١٨ توپونو درويش رسولي او ناصر وحدت ٥٢ منډې وکړې.
درويش په يوازې ٦٥ توپونو ناسوځېدلې ٩٢ منډې درلودې.

د عکس سرچینه، Getty Images
په ځواب کې د پاکستان لوبډلې يوازې په پاى کې وخوځېده. د سر لوبغاړي يې ژر وسوځوېدل. يوازې عبدالله شفيق په ٦٠ منډو افغان بالرانو ته سرخوږى جوړ کړ.
خو د پاى دوو لوبغاړو شاهين شاه اپريدي او سعد خان تېزه لوبه وکړه او داسې ښکاره شوه چې ښايي ناشونې لوبه وکړي.
په پاى کې افغانستان دا لوبه په ٢١ منډو وگټله.
د اسیا اتلولۍ
دا په روانو اسيايي اتلوليو کې د افغانستان لومړى برى دى.
لومړنۍ لوبه افغانستان له بنگله دېشه بايللې وه او پاکستان له سينگاپوره گټلې وه.
د دې گروپ په وروستۍ لوبه کې به افغانستان له سينگاپور سره او پاکستان له بنگله دېش سره لوبه کوي.
که افغانستان له سينگاپوره وگټله دويم پړاو ته د رسېدا ډېره هيله به ولري.








