کرېکټ: نجیب او جنت د متحدو اماراتو بېړۍ ډوبه کړه

نجیب ځدران

د عکس سرچینه، Sportsfile

د عکس تشریح، د دې لوبو دوه نورې یې د ډسمبر په شپاړسمه او اتلسمه نیټه ترسره کېږي

د کرېکټ شل اوریزو دریو سیالیو لومړنۍ لوبه کې افغانستان کوربه هېواد متحدو عربي اماراتو ته په ۱۱ منډو ماتې ورکړه.

په دغه سیالۍ کې ۱۸ کلن جنت او نجیب ځدران ښه لوبه وکړه.

نجیب ځدران په ۱۰ توپونو ۳۱ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې او کریم جنت چې دا يې لومړنۍ شل اوریزه لوبه هم وه ۳ لوبغاړي وسوځول.

محمد شهزاد په ۲۹ توپونو ۳۸ منډې جوړې کړې.

راشد ارمان او فرید احمد دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

د متحده عربي اماراتو لوبغاړو لوبه تر شلو اورونو وغځوله او د اوو کسانو په سوځولو یې ۱۵۰ منډې جوړې کړې.

د متحده عربي اماراتو له خوا رمیز شهزاد په ۳۲ توپونو ۴۹ منډې جوړې کړې او شایمان انور په ۲۷ بیا ۳۴ منډې وکړې.

روحان مصطفی چې په دې وروستیو کې ښه لوبېږي په ۲۳ توپونو ۲۵ منډې جوړې کړې او د کریم جنت په توپ اوټ شو.

افغان لوبډله

د عکس سرچینه، ACB

د عکس تشریح، نجیب ځدران په ۱۰ توپونو ۳۱ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې او کریم جنت چې دا يې لومړنۍ شل اوریزه لوبه هم وه ۳ لوبغاړي وسوځول.

د دې کال په پیل کې له اسیايي اتلولیو پرته، د کوربه هېواد لوبډله سږکال په ۲۰ اووریزو سیالیو کې نه ده لوبېدلې او په هغې اتلولۍ کې یې هم یوه لوبه ونه ګټله.

خو د متحده عربي اماراتو دغې لوبډلې د غوراوي په سیالیو کې افغانستان ته ماتې ورکړه او هیله یې دا ده چې د شل اوریزو په دې درېو سیالیو کې ښې لاسته راوړنې ولري.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان د شل اوریزو نړیوالو اتلولیو په ګډون سږکال ډېرې شل اوریزې لوبې وکړې. سکاټلند، زیمبابوې او هانګانګ ته ماتې ورکولو سره یې ځان د ۱۰ سر لوبغاړو کچې ته ورساوه.

د دې لوبو دوه نورې یې د ډسمبر په شپاړسمه او اتلسمه نیټه ترسره کېږي.