لیونل مېسي له افغان ماشوم سره ولیدل
هغه افغان ماشوم چې له پلاستیکي کڅوړې یې ځانته د وتلي لوبغاړي لیونل مېسي کمیس جوړ کړی و او پر انټرنیټ یې عکسونه لاس په لاس شول نن له خپل اتل مېسي سره ولیدل.
د ۶ کلن مرتضی احمدي عکسونه په جنورۍ کې خپاره شول چې وروسته مېسي د بارسلوانا کلب یوه جوړه جامې لاسلیک کړې او دغه ماشوم ته یې واستولې.
د قطر ۲۰۲۰ کال نړیوالو اتلولیو کمیټه وايي میسي او مرتضی په دوحا کې سره ولیدل.

د عکس سرچینه، Supreme Committee
د برسلونا لوبډلې په قطر کې د الاحلی سره د سې شنبې پر ورځ دوستانه لوبه وکړه چې مېسي مرتضی لاس په لاس لوبغالي ته بوتلو.
د سې شنبې پر ورځ د فوټبال سترې کمیټې په خپل ټویټر ولیکل: هغه انځور چې نړۍ یې لیدل غوښتل. ۶ کلن هلک چې د خپل اتل مېسي د لیدلو خوب یې درلود، پوره شو.
د غزني ولایت اوسېدونکی مرتضی احمدي په مئ میاشت کې افغانستان پرېښود او پاکستان ته کډه شو.

د عکس سرچینه، Twitter/joynaw5
بي بي سي مرتضی د خپل کاکا اعظیم احمدي په مرسته، چې په استرالیا کې اوسېږي، پیدا کړ او د دې له پلار عارف سره یې خبرې وکړې.










