افغان کریکټ بورډ له نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب غواړي

د عکس سرچینه، Afghanistan Cricket Board
د افغانستان کریکټ بورډ وايي، مشر یې د کریکټ نړیوالې شورا له عمومي مشر ششانک منوهر سره د افغانستان کریکټ غوړېدا په تړاو خبرې کړې او د افغانستان د بشپړ غړیتوب پر سر هم خبرې وشوې.
له کریکټ بورډ نه خپره شوې ویناپاڼه وايي، د کریکټ بورډ عمومي مشر نسیم الله دانش او اجرایوي مشر شفیق الله ستانکزي تېر ماښام د کریکټ نړیوالې شورا له عومي مشر سره د راتلونکو سفرونو پر پروګرام، بشپړ غړیتوب او د افغان کریکټ لوبډلې لپاره د سیالیو د تنظیم او د بودیجې د اسانتیاوو په تړاو خبرې وکړې.
ویناپاڼه کاږي، ښاغلي ششانک منوهر افغان کریکټ لوبډله وستایله.
د کریکټ بورډ عمومي او اجراییوي رئیس د کریکټ نړیوالې شورا په کلنۍ غونډه کې هم ګډون وکړ.
د غونډې په ترڅ کې له افغان کریکټ بورډ ادارې او ملي لوبډلې د پرمختللیو فعالیتونو او لاسته راوړنو له کبله د غوره بېلګې په توګه د کرپکټ نورو ادارو پر وړاندې یادونه کېده.




