افغانستان د راتلونکې میاشتې لوبو لپاره لوبډلې اعلان کړې

د عکس سرچینه، Cricket.af
د افغانستان کریکټ بورډ د ایرلنډ، هالنډ او سکاټلنډ پر وړاندې د څلور ورځنیو او یوې ورځنیو سیالیو او انټر کانټننټل کپ سیالۍ لپاره خپله لوبډله اعلان کړه.
د افغانستان کریکټ بورډ وايي، د راتلونکې جولای میاشتې له څلورمې تر شپږمې نېټې به افغانستان له سکاټلنډ سره دوې- یوه ورځنۍ لوبې وکړي.
ایرلنډ به د افغانستان د کریکټ لوبډلې کوربه وي، چې د مهال وېش له مخې به هلته د جولای پر ۱۰، ۱۲، ۱۴، ۱۷ او ۱۹ ولوبېږي.
افغانستان له سکاټلنډ سره د سیالۍ لپاره ۱۶ لوبغاړي ټاکلي چې له ایرلنډ سره به په یوه ورځنۍ سیالۍ کې هم ولوبېږي.

د عکس سرچینه، cricket.af
د کریکټ بورډ مشر نسیم الله دانش وویل: "شهزاد او نبي په تېرو څو کلونو کې د افغانستان لپاره ښه ولوبېدل. اوس دوی ته دا موقع ده چې په دغو سیالیو کې هم ځانونونه ښه وځلوي".
سیالیو ته غوره شوي لوبغاړي
- محمد شهزاد
- نور علي ځدراڼ
- جاوېد احمدي
- اصغر ستانکزی
- رحمت شاه
- محمد نبي
- سمیع الله شینواری
- نجیب الله ځدراڼ
- راشد خان
- میرویس اشرف
- ګلبدین نایب
- دولت ځدراڼ
- حمید حسن
- شاپور ځدراڼ
- امیر حمزه هوتک
- یمین احمدزی




