په ټنډولکر او لتا د هندي مسخره وېډیو لانجه جوړه کړې

د عکس سرچینه،
هندي پولیسو یو هندی مسخره وروسته له هغه ونیو، چې ددغه هېواد د کریکټ نړۍ پر پیاوړي لوبغاړي سچن ټنډولکر او نامتو سندرغاړي لتا منګشکر یې په یوه وېډیو کې ملنډې وهلې دي.
تنمي بټ په خپره کړې وېډیو د هند ملتپالو ګوندونو توند غبرګون ښودلی او پولیسو ته یې شکایت کړی دی.
هندي پولیسو ویلي، دوی به د قانون په چوکاټ کې بټ ته د سزا ورکولو هڅه وکړي، خو نور یې څه نه دي ویلي.
تنمي بټ پخپله وېډیو کې د لتا منګشکر په اړه ویلي، دا اغلې ۵ زره کلنه ده، خو مخ یې داسې ښکاري لکه اته ورځې چې په اوبو کې ساتل شوې وي.

د عکس سرچینه، AFP
د یادې وېډیو په اړه اوس هم په ټولنیزو رسنیو کې تاوده بحثونه روان دي.

د عکس سرچینه،

د عکس سرچینه،

د عکس سرچینه، Tanmay Bhat




