د هند د پوځ زېرمه کې اورلګېدو ۱۷ پوځيان وژلي

د هندي پوځي چارواکي وايي، د دغه هېواد لوېدیځ مهارشترا ایالت د وسلو په یوه زېرمه کې د اورلګېدو له کبله لږترلږه اوولس پوځيان مړه شوي او ۱۹ نور سخت سوځېدلي دي.
اور ناګپور ته څېرمه لګېدلی چې چاودنې هم ورسره ملې وې.
د اور لګېدو له کبله د ورڅېرمه کلیو خلکو ته د وتلو امر شوی.
اوروژونکي هڅه کوي چې د اور لمبې تربتې کړي. په اور کې لږترلږه ۱۹ نور کسان هم سخت سوځېدلي.
په وژل شویو کې د پوځ دوه افسران هم دي.
د اور لګېدو لامل تر اوسه نه دی په ډاګه شوی.
د هند پوځي چارواکي وايي، اور د سې شنبې په ګهیځ وختي بل شوی او ډېر ژر د پوځ د وسلو زېرمې ته رسېدلی دی.
رپوټونه وايي، شاوخوا ۱۰۰۰ کلیوالو ته له خپلو کورونو د وتلو امر شوی دی.
په وروستیو کلونو کې د هند پوځي ډېپوګانو کې ځینې وخت اورونه بل شوي دي.
په ۲۰۱۰ کال کې هم د هند ختیځ پناګړ په سترو ډېپوګانو کې اور بل شو، چاودنې وشوې خو څوک پکې خوږ نه شول.

په ۲۰۰۷ کال کې بیا د کشمیر زرګونه کلیوال د اناتننګ ولسوالۍ په یوه پوځي ډېپو کې د اور د لمبو له کبله بې ځایه شول، چې لږترلږه ۲۵ کسان پکې ټپیان شوي وو.
په ۲۰۰۰ کال کې، د هند شمالي بهارتپور ایالت د وسلو په یوه ډېپو کې اورلګېدو دوه کسان ووژل او نژدې ۹۰ میلیونه ډالر مالي زیان یې واړاوه.








