محمد شهزاد له ویرات کولي مخکې شو

د عکس سرچینه، .
د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړی محمد شهزاد د شل اوریزو سیالیو څلورو تر ټولو لوړو منډو کې د هند کرېکټ لوبډلې پر توپ وهونکي ویرات کولي مخکې شوی.
نوموړي په ۵۸ سیالیو کې ۱۷۷۹ منډې کړې، په دې معنا چې د ویرات کولي ۴۸ لوبو په ۱۷۰۹ منډو کې د شهزاد ۷۰ منډې پرې زیاتې دي.
مارټین ګوتیل د شل اوریزو سیالیو توپ وهونکو لیست کې د غوره لوبغاړي اوم ځای خپل کړی دی.
افغان ویکټ ساتونکی او توپ وهونکی محمد شهزاد ډېری نړیوالو شل اوریزو سیالیو کې پر هندي ویکټ ساتونکي ویرات کولي مخکې شوی دی.
دا خبر د یکشنبې په ورځ د هند 'ګریټ نوویډا سټډیم' کې د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ د شل اوریزو سیالیو د درېیمې لوبې له پیلېدا وروسته شوی دی.
د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې له ایرلنډ سره د درېیمې یوې ورځنۍ لوبې ۲۰ اوورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره د ۲۳۳ منډو په جوړولو ریکارډ جوړ کړ.
۲۹ کلن محمد شهزاد په درو شل اوریزو سیالیو کې تر ۱۰۰ ډېرې منډې کړې، چې دا مهال د څلورو غوره لوبغاړو په کتار کې دی.
نوموړی د ۲۰۱۶ کال شل نړیوالو اوریزو پرمهال هم ښه وځلېده، چې د 'افغان دهوني' لقب هم ورکړل شو.
نوموړی د آی پي اېل بولۍ کې هم د نیمه غړو لوبغاړو لست کې غوره لوبغاړی بلل شوی، خو د شل اوریزو دغه لاسبری لوبغاړی لاهم نه دی خرڅ شوی.

د عکس سرچینه، AP









