کرېکټ؛ افغانستان بنګله دېش ته د ۵۴۶ منډو په توپير ټېسټ لوبه وبایلله

د عکس سرچینه، ACB
- Author, خوشحال تایب
- دنده, بي بي سي
د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ دټېسټ لوبې پر درېیمه ورځ بنګله دېش خپلې سیالې لوبډلې ته د ۶۶۲ منډو هدف وټاکه .
افغان لوبغاړو ونه شوی کولی چې پورتنی هدف پوره کړي او د ۵۴۶ منډو لوی توپیر سره یې دا لوبه وبایلله.
د بنګله دېش توپ وهونکو ښکلې او چټکه توپ وهنه وکړه. د دې لوبډلې لوبغاړي نجم الحسین شانتو په دویمه پاڼۍ کې هم ښه لوبه وکړه او په ۱۵۱ توپونو یې ۱۲۴ منډې جوړې کړې. شانتو په لومړۍ پاڼۍ کې هم ۱۴۶ منډې کړې وې.
د بنګله دېش بل لوبغاړي مومن الحق ۱۲۱ او ذاکر حسین بیا د خپلې لوبډلې په ګټه ۷۱ منډې وکړې.
بنګله دېشۍ لوبډلې په دویمه پاڼۍ کې ۴۲۵ منډې وکړې او ۲۳۷ منډې هم د لومړۍ پاڼۍ ورسره پاتې وې، نو ۶۶۲ منډو تر رسېدو وروسته یې لوبه بس کړه او افغان لوبډلې ته یې د منډو جوړولو بلنه ورکړه.
په دویمه پاڼۍ کې د لومړۍ پاڼۍ په شان افغان توپ اچونکو ډېرې منډې ورکړې، نجات مسعود چې په لومړۍ پاڼۍ کې یې پنځه لوبغاړي سوځولي وو، په دویمه پاڼۍ کې کوم لوبغاړی ونه سوځاوه. خو ظاهر خان دوه او امیر حمزه هوتک یو لوبغاړی اوټ کړ.

د عکس سرچینه، ACB
افغان لوبډلې د لوبې په درېیمه ورځ ښه پیل نه درلود. د سر دوه لوبغاړي یې ژر ژر وسوځېدل. ابراهیم ځدراڼ په لومړي توپ اوټ شو او عبدالمالک هم یوازې د پنځو منډو په جوړولو وتوانېد او د تسکین احمد په توپ اوټ شو.
لوبډلمشر حشمت الله شهیدي په توپ پر سر ولګېد او پر ځمکه راپرېوت، چې وروسته له لوبغالي ووت.
د درېیمې ورځې په پای کې افغان لوبډلې د دوو لوبغاړو په زیان سره ۴۵ منډې جوړې کړې.
که څه هم هدف ډېر لوړ دی، خو افغان لوبډله لا هم دوه ورځې وخت لري او که خپل پاتې لوبغاړي ژر ژر له لاسه ورنه کړي، کولای شي لږ تر لږه د لوبې بڼه بدله کړي.
افغانستان شپږ ټېسټ لوبې کړي، درې یې ګټلي او درې نورې یې بایللې دي.
د افغان لوبډلې وروستۍ ټېسټ لوبه په ۲۰۱۸ کال کې د هند په بنګلور کې د کوربنۍ لوبډلې پر وړاندې وه.








