کرېکټ‌؛ د افغانستان او پاکستان ملي لوبډلې روانه میاشت درې یو ورځنۍ سیالۍ کوي

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

د افغانستان او پاکستان کرېکټ بورډونو روانه میاشت د دغو هېوادونو د کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د دریو نړیوالو یو ورځنیو لوبو د لړۍ مهالویش اعلان کړ.‌

دغه لوبې د اګست میاشتې پر ۲۲مه، ۲۴مه او ۲۶مه د افغانستان په کوربتوب شري‌لنکا کې کېږي.‌

ټاکلې د پیل دوه لوبې د شري لنکا په سویلي همبانتوتا او وروستۍ د پلازمېنې کولمبو لوبغالي کې وشي.‌

د افغانستان او پاکستان کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ دا لوبلړۍ داسې مهال پلان شوې چې ورپسې را روانو میاشتو کې د اسیا جام او ‌ نړیوال جام مهمې سیالۍ هم را روانې دي.

د افغانستان کرېکټ‌بورډ‌ چارواکي‌ هیله من دي‌ چې دا لوبلړۍ به راتلونکو سیالیو ته د افغان لوبډلې چمتووالي کې مرسته وکړي.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس میرویس اشرف ويلي "د افغان ملي لوبډلې لوبغاړي دغو سیالیو ته په بشپړ ډول چمتو دي او دا چې په دې وروستیو کې یې بنګله دېش ته د یو ورځنیو لوبو لوبلړۍ کې ماتې ورکړه نو د پاکستان پر وړاندې سیالیو کې به هم په لوړ مورال سره ولوبیږي."

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

د یادونې ده چې د اسیا جام سیالۍ د اګست په وروستیو کې پيلېږي.‌

د پاکستان کرېکټ بورډ‌ هم ویلي، چې له افغانستان سره دا لوبې به د بابر اعظم په مشرۍ د دوی ملي لوبډلې سره دغه جام ته په چمتووالي‌ کې مرسته وکړي.‌

پي‌سي‌بي زیاته کړې چې د دوی لوبډله به د اګست پر ۱۷مه شري‌ لنکا ته ولاړه شي او له افغانستان سره تر سیالیو مخکې به د همدې میاشتې پر نوولسم، شلم او یویشتمه خپل تمرینات وکړي.‌

افغانستان او پاکستان تر اوسه دغو سیالیو ته لوبډلې نه دي اعلان کړې.

کرېکټ‌

د عکس سرچینه، Getty Images

د افغانستان او پاکستان کرېکټ ملي لوبډلو تر اوسه په خپلو کې د یو ورځنیو لوبو لړۍ نه ده کړې خو څلور ځله سره مخامخ شوې او څلور واړه لوبې پاکستان ګټلې دي.

د دوی وروستۍ یو ورځنۍ لوبه د ۲۰۱۹ کال په نړیوال جام کې وه.‌

د یادونې ده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دریو شل اوریزو لوبو یوه لړۍ هم د روان کال په مارچ میاشت کې شوې وه،‌ چې افغانستان ۲-۱ وګټله.‌