تاريخي بريا؛ افغانستان له پاکستانه د کرېکټ شل اوريزو لوبو لړۍ وګټله

کرېکټ

د عکس سرچینه، ACB

افغانستان پاکستان ته د شل اوريزو لوبو د لړۍ په دويمه لوبه کې ماته ورکړه او له دې سره يې د شل اوريزو لوبو لړۍ په خپل نامه کړه.

پاکستان د نننۍ لوبې د پچې له ګټلو وروسته لومړی د منډو جوړولو پرېکړه وکړه او په ټاکلو شلو اورونو کې يې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره د ۱۳۱ منډو هدف وټاکه چې افغانستان په وروستي اور کې د دريو لوبغاړو په سوځېدو سره بشپړ کړ.

د توپ وهنې په برخه کې د پاکستان پيل ښه نه و په لومړي اور کې يې فضل الحق فاروقي ته دوې وېکتې له لاسه ورکړې خو عماد وسیم لوبه کابو کړه او د پاکستان لپاره يې تر ټولو ډېرې (۶۴) منډې وکړې. د ده تر څنګ شاداب خان ۳۲، محمد حارث ۱۵ او تايب طاهر ۱۳ منډې جوړې کړې.

د افغانستان لپاره فضل الحق فاروقي دوه، نوين الحق، راشد خان او کريم جنت يو يو لوبغاړی وسوځاوه.

په توپ وهنه کې بيا د افغانستان لپاره رحمان الله ګوربز ۴۴، ابراهيم ځدراڼ ۳۸، نجيب الله ځدراڼ ۲۳ او محمد نبي ۱۴ منډې جوړې کړې.

د افغانستان او پاکستان تر منځ دا لومړی ځل دی چې دری پرلپسې شل اوریزې سیالۍ کېږي ځکه نو دواړو لوبډلو پوره هڅه کوله چې لږ تر لږه دوه لوبې وګټي او لوبلړۍ پخپل نامه کړي.

افغانستان د شل اورزيرو لوبو د لړۍ لومړۍ سيالي په شپږو وېکټو ګټلې وه.

کرېکټ

د عکس سرچینه، ACB

پر خواله رسنيو دغې بريا ته افغان کاروونکو، سياستوالو او لوبغاړو ګڼ غبرګونونه ښودلي او د افغان ملي لوبډلې بريا ستاينه يې کړې ده.

افغانستان کې د طالبانو حکومت د رئيس الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير دفتر د دې بريا له امله خوښي ښودلې او وايي دې بريا وښوده چې افغانان په کمو امکاناتو هم د پرمختګ وړتيا لري.

نوموړي زياته کړې چې دوی د افغانستان کرېکټ لوبډلې سره ولاړ دي او د وړتيا لوړولو لپاره يې هڅې کوي.

په افغانستان کې د ملي روغې جوړې عالي شورا مخکیني مشر ډاکتر عبدالله عبدالله هم ملي لوبډلې ته مبارکي ورکړې.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د افغان لوبډلې پر بريا خوښي څرګنده کړې او ټولو هېوادونو ته يې مبارکي ويلي ده.

د پلان له مخې د شل اوریزو سیالیو وروستۍ هغه به د مارچ پر ۲۷ مه کېږي.