د افغانستان او پاکستان لوبه؛ د اصغر افغان ارمان راشد خان پوره کړ

اصغر ستانکزی

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د اصغر افغان ارمان، راشد خان ارمان ورپوره کړ.

د افغانستان او پاکستان تر منځ د کرېکټ سياليو تاريخ ډېر اوږد نه دی، خو په تېرو څو کلونو کې چې کله دواړه لوبډلې له يو بل سره مخ شوې، نو سيالۍ يې له احساساتو ډکې وې.

د ۲۰۲۱ کال شل اوریز نړیوال جام د سوپر ۱۲ سیالیو کې د یوې لوبې وروستۍ شیبې داسې وې چې افغان لوبډله پکې بریا ته ډېره نژدې وه. هغه وخت پاکستان په ۱۲ توپونو ۲۴ منډو ته اړتیا درلوده خو پاکستاني لوبغاړي اصف علي د څلور شپږیزو په وهلو سره لوبه د خپلې لوبډلې په ګټه پای ته ورسوله.

تر هغو سیالیو وروسته، د لوبډلې کیپټان اصغر افغان هم د تقاعد اعلان وکړ، خو له پاکستانه لوبه ګټل یې ښايي له ذهنه نه وي وتلي.

په ۲۰۱۹ کال کې د شل اورویزو سیالیو نړیوال جام کې ګلبدین نایب هم خپلې دغې موخې ته ونه رسېد. په اسیا جام سیالیو کې هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ سیالي ډېره د پام وړ او له احساساتو ډکه وه.

که څه هم دواړو لوبډلو وړاندې تر دې ډېر لږ نړیوالې سیالۍ کړې دي او دومره اوږده مخینه نه لري، خو افغان لوبډلې تل په سیمه ییزو او نړیوالو سیالیو کې په زړه پورې لوبې کړي چې کله هم یو اړخیزې نه دي بلل شوې.

کله چې په تېره لوبه کې د پاکستان لوبډلې لومړی د منډو جوړولو پرېکړه وکړه، نو ډېر ژر یې خپلې ویکټې له لاسه ورکړې. ټولو لوبغاړي ایله د ۹۲ په جوړولو وتوانېدل،‌ چې لوړ هدف نه بلل کېږي. د کرېکټ کارپوهانو په وینا،‌ په وروستۍ لوبه کې ویشتنځای د توپ اچونکو لپاره ښه مناسب و.

راشد خان

د عکس سرچینه، ACB

پاکستاني کرېکټ شنونکي وايي د افغان ورو توپ اچونکو ''سپېنرانو '' له مهارته انکار نه شي کېدای، ځکه دا مهال د کرېکټ نړیوالې شورا د توپ اچونې په درجه بندۍ کې د درېیو افغان لوبغاړو نومونه د نوملړ د لسو غوره لوبغاړو په کتار کې دي.

د پاکستان ځوان او تېز توپ اچونکي احسان الله په خپل راتګ سره د افغان لوبډلې دوه لوبغاړي وسوځول، خو د محمد نبي تجربې پر وړاندې یې دومره اغېزمن ثابت نه شو، ځکه محمد نبي په خپلې تجربې سره د پاکستان د بریدګرې توپ اچونې مخه ونیسي.

هغه لوبې چې مخکې اصغر پکې زړه ماتی شوی وو، اوس یې پاڼه بدله شوې او افغان لوبغاړو ډاډ ترلاسه کړ چې تل هم ماتې نه وي، بلکې تجربه لرونکې لوبډلې هم ماتولی شي.

بالاخره د راشد خان په لوبډلمشرۍ سره، افغان لوبډله په دې بریالۍ شوه چې خپله سیاله پاکستانۍ لوبډله ماته کړي او په ډې سره د اصغر افغان ارمان، راشد خان ارمان ورپوره کړ.