نور احمد لکڼوال؛ د ګوجرات لوبډلې "کوه نور"

د عکس سرچینه، Social Media
- Author, ګوربت ننګيال
- دنده, بي بي سي
په سږني ای پي اېل يا د هند کرېکټ غوره ليګ کې د نورو کلونو په څېر دا ځل هم افغان لوبغاړي ښه وځلېدل، خو يوه ځوان لوبغاړي نور احمد لکڼوال تر نورو ډېر د نړيوالو پام ځان ته ور واړاوه.
۱۸ کلن نور احمد لکڼوال، چې هندي مينه وال يې "کوه نور" بولي د ګوجرات ټايټنز لوبډلې لپاره لوبېږي او د يادې لوبډلې په برياوو کې يې د بل افغان لوبغاړي راشد خان تر څنګ ډېر مهم رول درلود.
د ګوجرات لوبډلې کپتان هاردېک پانډيا وايي، لکڼوال کم عمره دی، خو تکړه دی او ډېر توپ وهونکي يې بال نشي لوبولی.
نوموړی وايي، "راشد خان او نور احمد دواړه په يوه ژبه [پښتو] خبرې کوي. له راشد پرته بل غوره څوک نشته چې نور ته لارښوونه وکړي. دوی ښه پوهېږي چې څه وکړي، که اړتيا وي زه ورسره خبرې کوم خو ډېری وخت دوی پوهېږي چې څه وکړي."
ځينې بيا وايي نور احمد له دې امله هم بريالی دی چې له راشد خان سره په يوه ټيم کې لوبېږي. نور احمد خپله هم وايي، له راشد يې ډېر څه زده کړي دي.
نوموړي د يوې مرکې په ترڅ کې د دې يادونه کړې او وايي، "له تېر يوه کال راهيسې له راشد خان سره کار کوم، په ګوجرات لوبډله کې ورسره يم او ډېر څه مې ترې زدکړي."
د نور احمد په وينا، "کله مې چې د راشد خان بالېنګ ولېد ډېر ترې متاثره شوم او بيا ما هم غوښتل چې د ده په څېر بالر شم."

د عکس سرچینه، Getty Images
راشد خان بيا نور احمد داسې لوبغاړی بولي چې تل هڅه کوي يو څه نوي زدکړي. دی وايي نور احمد فرصت تر لاسه کړ او د ګوجرات په لوبډله کې يې خپله وړتيا ثابته کړه.
د راشد خان په وينا، نور احمد د روغتيا او فېټنېس خيال ساتي او د هرې لوبې په تېرېدو سره ښه کېږي.
ګوجرات لوبډلې نور احمد لکڼوال په درې ميليونه هندۍ روپيو چې شاوخوا ۳۵ زره امريکايي ډلره کېږي پېرلی و. سږ کال يې د ای پي اېل په ۱۳ لوبو کې برخه لرله او ټولې ۱۶ وېکټې يې واخيستې.
نور احمد د ای پي اېل تر څنګ په نورو ليګونو کې هم لوېدلی دی. دی تر ټولو کمکی لوبغاړی و چې د استراليا په بېګ بش سياليو کې ولوبېد او هلته يې هم ښې لاسته راوړنې يې ولرلې.
نوموړي د پاکستان په سوپر ليګ کې له کوټې ګلډيېټرز او کراچۍ کېنګز لوبډلې سره لوبېدلی. د بېګ باش سياليو کې د مېلبورن رېنېګېډ او کرابين ليګ کې د سېنټ لوشيا کېنګز د لوبډلې برخه و.
د افغانستان کرېکټ بورډ وايي هيله من دي چې نور احمد به په ای پي اېل کې لا ښه شي.
د افغانستان ملي لوبډلې مرستيال روزونکی رئيس احمدزی په وينا، نور احمد به د نړيوال کرېکټ يو لوی ستوری شي ځکه لوړ طبيعي استعداد لري.

د عکس سرچینه، Getty Images
رئیس احمدزي له بي بي سي پښتو وېبپاڼې سره په خبرو کې وويل، "کله چې نور احمد د ۱۹ کلنو په لوبډله کې له ما سره و، هغه مهال مې ويلي وو چې دی ډېر لوړ استعداد لري او د نړۍ په ډېرو ليګونو کې به ولوبېږي."
ښاغلي احمدزی په ای پي اېل کې د نور احمد ځلېدل د افغانستان د کرېکټ لپاره ښه خبر بولي او وايي، "د نړۍ په ليګونو، په ځانګړې توګه د هند غوره ليګ کې د نور احمد لوبېدل د افغانستان کرېکټ او ځوانانو لپاره ښه زېری دی."
په سږني ای پي اېل کې افغان ستوري راشد خان هم ګڼې لاسته راوړنې لرلې او ښه وځلېد.
نوموړي په ۱۷ لوبو کې ۲۷ وېکټې واخيستې چې په يوه لوبه کې يې د ۳۰ منډو په ورکولو سره څلور لوبغاړي وسوځول.
د راشد خان ترڅنګ فضل الحق فاروقي له سنرايزر حیدراباد، نوين الحق له لکنو سوپر جاينټس او رحمان الله ګوربز له کلکته نايټ رايډرز سره لوبېدل چې هر يوه مهمې لاسته راوړنې لرلې.











