د ۲۰۲۳ ای پي اېل پایلوبه؛ څوک به اتل شي؟

ای پي ایل

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د کجرات ټایټنز او چینای سوپر کېنګز لوبډلمشران

ټاکل شوې وه چې د د ۲۰۲۳ کال د هند کرېکټ غوره لیګ (ای‌پي‌اېل) پایلوبه يکشنبې د احمد اباد ښار په کرېکټ لوبغالي کې ترسره شي خو د دوامدار باران له کبله دوشنبې ته وځنډېده.

لوبه به په ياد لوبغالي کې ترسره کېږي، دا د ګجرات ټایټنز لوبډلې لوبغالی چې د افغانستان راشد خان او نور احمد هم پکې لوبه کوي.

سږ کال له ګجرات سره چینای سوپر کېنګز لوبډله پایلوبې ته وتلې.

د چینای لوبډلمشر د هند ملي لوبډلې پخوانی کپتان 'اېم اېس دهوني' دی،‌ چې د لوبډلې د ښه مدیریت او مشرۍ له کبله تل ستایل شوی.

دا به د 'ای پي اېل' په تېرو ۱۶ پړاونو کې ۱۱ ځل وي، چې د دهوني لوبډله یې پایلوبه لوبوي.

چینای څلور ځله د دغه لیګ اتلولي ګټلې هم ده.

Dony

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ډېر فکر کوي چې دا به د دهوني وروستی ای پي اېل وي

ګجرات بیا د تېر کال اتل دی او سږ کال د خپلې اتلولۍ دفاع کوي.

دې لوبډلې سږ کال د ای پي اېل لومړي یا ګروپي پړاو کې تر ټولو ډېرې نمرې درلودې او تر پایه د جدول په سر کې پاتې و.

خو پایلوبې ته د رسېدو سیالي یې همدغه چینای سوپر کېنګز ته وبایلله.

هغه لوبه تېره اوونۍ (د مې پر ۲۳مه) چینای ښار لوبغالي کې وشوه او چینای په ۱۵ منډو وګټله.

ایران

د عکس سرچینه، Getty Images

د چینای لوبغالي ویشتنځی سوکه دی او معمولا ډېرې منډې پرې نه جوړېږي.

خو د احمد اباد لوبغالی بیا چې نن پایلوبه پکې کېږي، توپوهنې ته ډېر مناسب بلل شوی.

دا هم د یادونې ده چې د اېم اېس دهوني چینای سوپر کېنګز تر اوسه احمد اباد کې ۳ لوبې کړې او درېواړه یې بایللې دي.