ای پي ايل؛ "د دهوني مینه وال به ده ته تر ۷۵ کلنۍ هم د تقاعد اجازه ورنه کړي"

د عکس سرچینه، ANI
"دا سړی د اتل په څېر دی. نیم لوبغالی د هغه له مینه والو ډک وي، چې د تمرین پر مهال یې یو څرک وویني. مینه وال به یې ده ته تر ۷۵ کلنۍ هم اجازه ورنه کړي چې تقاعد شي."
دا توري هند کې د کرېکټ یوه مشهور مبصر "هرشا بهوګل" د هند د ملي لوبډلې د پخواني لوبډلمشر او ای پي ایل کې د چینای سوپر کینګز د کپتان 'مهیندر سینګ دهوني' لپاره وکارول.
چینای سوپر کینګز د روان ای پي ایل په منځلوبه کې د تېر کال اتل 'ګجرات ټایټنز' ته په ۱۵ منډو ماتې ورکړه او ځان یې پایلوبې ته ورساوه.
چینای سوپر کینګز د ای پي ایل په تاریخ کې ۱۲ ځلې وروستي پړاو ته لار موندلې او سږ کال یې د لسم ځل لپاره پایلوبې لوبوي.
دا دواړه د خپل ډول ریکارډونه دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
چینای سوپرکینګز څلور ځلې د ای پي ایل اتلولي ګټلې او ممبۍ انډینز پنځه ځلې دا ټورنمنټ ګټلی دی.
اوس پوښتنه دا ده، چې ایا د چینای سوپر کینګز لوبډلمشر مهیندر سینګ دهوني به د پنځم ځل لپاره دا اتلولي وګټي او له همدې ویاړ سره به له ای پي ایل رخصت واخلي؟
او ایا د چینای ښار اوسېدونکي به بیا هغه دلته د لوبې پرمهال وویني، که څنګه؟
سږ کال چې دهوني هر ځای لوبه کوله، د مینه والو جوپې به پرې رامتې وې او لوبغالی به د ده د لوبډلې زېربخنه جامو په سر اخیستی و.
د کرېکټ مبصرین تل دا پوښتنه کوي، چې ایا دا د دهوني وروستی ای پي ایل دی، چې خلکو دومره ګڼه ګوڼه جوړه کړې؟

د عکس سرچینه، Reuters
هرشا بهوګلي تېره شپه نیغ په نیغه خپله له دهوني همدا پوښتنه وکړه او نوموړي په خپل اندازه کې ورته ځواب ورکړ.
هرشا بهوګلي: ایا د چینای مینه وال به تاسې بیا دلته وویني چې لوبه کوئ؟
دهوني: تاسو هڅه کوئ پوښتنه وکړئ، چې ایا زه به دلته بیا لوبه کوم که نه؟
هو: 'ایا ته دلته راځې او بیا لوبې کوې؟'
دهوني په خندا وویل: "زه نه پوهېږم، زه اته یا نهه میاشتې وخت لرم چې پرېکړه وکړم، نو اوس ځان ته سرخوږی ولې جوړ کړم. د پرېکړې کولو لپاره ډېر وخت لرم. - نه پوهېږم، چې زه به له دې (ټیم) سره د یوه لوبغاړي په توګه پاتې شم که کوم بل مسوولیت به اخلم، خو دا معلومه ده چې له چینايي سوپر کینګز سره پاتې کېږم."












