هند؛ پولیسو د جعلي آی پي اېل کرېکټ سياليو جوړوونکي نیولي
هند کې پولیس وايي د هغو غلو مخه یې نیولې چې جعلي آی پي اېل لیګ یې جوړ کړی و.
د پولیسو په وینا دوی په دغه جعلي کرېکټ لیګ په روسیه کې قمار وهونکي تېر ایستل.
پولیس وايي، قمار وهونکو دغه لیګ کې تقریبا درې لکه هندي کلدارې چې ۴ زره ډالر کېږي بایللي وو.
د دغه جعلي لیګ جوړوونکو لوبه په یوه کرونده کې کوله، مزدوران یې د لوبغاړو په توګه ټاکلي او په بدل کې یې پیسې ورته ورکولې.
د دې لپاره چې د ریښتیني آي پي اېل لوبډلو په څېر ښکاره شي د هغه ټیمونو جامې یې هم اغوستې او جعلي امپایر يې هم درولی و.
هغوی آن د کرېکټ مشهور مبصر هارشا بوګلي ته ورته یو کس هم ګومارلی و.
لوبغاړو د هرې لوبې په بدل کې ۴۰۰ هندي روپۍ چې ۵ امریکايي ډالر کېږي اخیستلې او لوبې یې د آي پې ایل په نامه د یوه یوټيوب کانال له لارې په ژوندۍ بڼه خپرولې.
دغه کانال د خپرونې پر مهال هېڅکله له ځمکې اوږد شاټ نه خپراوه او د خلکو د ګڼې ګوڼې غږونه یې هم له انټرنېت ډونلوډ کړي او په دغه جعلې لوبه کې یې خپرول.
پولیسو ویلي، چې دا لوبې مې میاشت کې د اصلي آي پي ایل له ختمېدو درې اوونۍ وروسته پیل شوې.
مخکې له دې چې پولیس دا لوبه بنده کړي د دې لوبې جوړوونکي په دې بریالي شول چې منځلوبې ته لار ومومي.
پولیس باهاش راتوړ خبریالانو ته ویلي، روسي قمار وهونکو په هغه ټلیګرام چینل کې شرطونه وهل چې د دې ډلې له خوا جوړ شوی و او بیا یې د لنډ واټن مخابرې يا واکې ټاکې په کارولو سره جعلې امپایر ته خبرداری ورکاوه.
ښاغلي راتوړ ویلي، جعلي امپایر د توپ وهلو وروسته د شپږیزې، څلوریزې او د لوبغاړو د سوځېدو اشارې کولې.
پولیسو د پېښې په تور څلور کسه نیولي.
رویټرز خبري اژانس د رپوټونو له مخې، په هند کې د کرېکټ پر سر شرط وهل ناقانونه دي، شکمن کسان د جنايي توطیې او قمار په تور نیول شوي دي.










