ای پي اېل کرېکټ: د کلکتې او بنګلور لوبه د کورونا له امله وځنډول شوه

Kolkata Knight Riders in action at the IPL

د عکس سرچینه، Getty Images

د هند کرېکټ غوره ليګ يا ای پي اېل سياليو کې د کلکته نايټ رايډرز او رويال چلنجرز بنګلور تر منځ نننۍ لوبه چې ټاکل شوې وه په احمد اباد کې ترسره شي د کورونا وېروس له امله وځنډول شوه.

د کلکتې لوبډلې پر خپله انسټګرام پاڼه ليکلي، د دوی دوه لوبغاړي ورون چکرورتي او سنديپ وارير د کورونا معاينه مثبته ختلې او اوس دواړو لوبغاړو ځانونه ګوښه کړي دي.

د کلکتې لوبډلې په وينا د پاتې نورو لوبغاړو د کورونا پايلې منفې ختلې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په هند کې له څو ورځو راهيسې د کورونا وېروس مثبتو پېښو او مړينو ريکارډ ماتېږي.

د دوشنبې پر ورځ په ټول هند کې د کورونا وېروس څه باندې درې نیم لکه تازه مثبتې پېښې ثبتې شوې او همدا راز نژدې درې نیم زره کسان له دې وبا مړه شوي دي. په هېواد کې ګڼ روغتونونه د کټونو او طبي اکسیجن له سخت کمي سره مخ دي.

د هند کرېکټ غوره ليګ سيالۍ د دغه هېواد په شپږو لوبغالو کې ترسره کېږي چې لوبغاړي د شخصي او ځانګړو الوتکو له لارې دغو لوبغالو ته سفر کوي. لوبډلې په بېلابېلو ښارونو کې په هوټلونو او خوندي ځايونو کې پاتې کېږي او د بهر له خلکو سره اړيکه نه لري.

تر دې وړاندې د کورونا وېروس له وېرې د اسټراليا انډريو ټای، اډم زمپا او کېن رېچرډسن له ای پي اېل سره مخه ښه کړې وه او خپل هېواد اسټراليا ته ستانه شوي وو.

د هند ورو توپ اچوونکي رويچندرن اشوېن هم د خپلې کورنۍ د ملاتړ لپاره له دې ټورنمنټه وتلی و.

د افغانستان درې لوبغاړي راشد خان، محمد نبي او مجيب ځدراڼ هم په سږنيو سيالیو کې د سنرايزر حيدراباد لوبډلې لپاره سيالي کوي.

د انګلنډ او وېلز کرېکټ بورډ ويلي چې په هند کې خپل لوبغاړي څاري او ورسره په اړيکه کې دي.

هند کې تر دې دمه د کورونا وېروس ۱۹ میلیونه مثبتې پېښې ثبتې شوې دي او شاوخوا ۲ لکه او ۱۸ زره کسان له دې وبا مړه شوي.